داعش ـ خوارج ـ څه وخت او څه ډول رامنځته شول؟

د دې ډلې رامنځ کېدل له لویه سره ابو مصعب الزرقاوي ته ورګرځي، چا چې په ۲۰۰۴ م کال کې د توحید او جهاد ډله را منځ ته کړه.

په ۲۰۰۶ کال کې ابو مصعب الزرقاوي د القاعدې ډلې مشر اسامة بن لادن  سره خپل بیعت اعلان کړ،  او دا ډله د القاعدې تنظیم یو برخه و ګرځېده چې ٬٬ د رافدینو په هېواد کې د القاعدې ډله ٬٬ ونومول شوه.

د امریکا په هوايي بریدونو کې د رزقاوي تر مړینې وروسته د دې ډلې مشري ابو حمزه  المهاجر  پر غاړه واخیسته، نوم کې یې تغیر راغلی او وروسته یې  نوم د عراق اسلامي دولت شو. له ابوحمزة مهاجر څخه وروسته په همدې سلسله کې د یادې ډلې مشري أبو عمر البغدادي  ته ورسېده.

په ۲۰۱۰ م کال کې د امریکا په هوايي برېدونو کې  ابوحمزة مهاجر او أبو عمر البغدادي ووژل شول د دې دواړو مشرانو له وژل کېدو وروسته د شورا مجلس ابوبکر البغدادي د یادې ډلې  مشرۍ ته نوماند کړ تر څو د ٬٬عراق اسلامي دولت ٬٬ د القاعدې عراق برخې مشر شي.

د القاعدې ډلې بله برخه د ٬٬القاعدې تنظیم په شام کې د ٫٫ جبهة النصرة٬٬ تر نامه لاندې د ابو محمد الجولاني په مشري شتون درلود ،  معلومه ده،چې دواړه ډلې د القاعدې تنظیم فرعې برخې وې چې له بن لادن او له هغه وروسته یې ایمن الظواهري  د القاعدې ډلې مشر سره بیعت کړی و.

خو د البغدادي له واک ته رسېدو سره سم یادې ډلې بغاوت وکړ او  د القاعده د مشر ایمن الظواهري  امر ته یې توجه و نه کړه،  د  ۲۰۱۴  کال د جنوري ۲۹ م  دا دولت د دوی د رسمي ویاند ابو محمد العدناني له خولې اعلان شو. ابوبکر البغدادي ته یې بیعت وکړ او د عراق او شام نوم یې له دولت څخه لرې او نوی نوم یې یوازې ( اسلامي دولت )اعلان کړ چې ټول اسلامي دولتونه پکې شامل شي.

خو ډېر ژر د عراق اسلامي دولت  ٬٬ داعش ٬٬ د ابوبکر البغدادي په مشري او د النصرې جبهې چې مشري یې ابو محمد الجولاني کوله اختلاف او جګړه را منځ ته شوه. ځکه چې دوی له ځان پرته نور ټول تکفیر کړل او هلته یې د مسلمانانو په وژنو لاس پورې کړ.

 له دې سره د داعش ډله په عراق او شام کې را وټوکېده، په لومړیو کې ځینې سیمې تر خپل واک لاندې راوستي او په پراخه ډول جنایات یې ترسره کړل. داعش ډله د ابوبکر البغدادي په وخت کې له القاعدې څخه جلا شوه او ځان یې خپلواک اعلان کړ، له القاعدې او نورو اسلامي ډلو سره یې جګړې پیل کړي، خو د القاعدې بیرغ یې  د ځینو لاملونو له مخې د خپل بیرغ په توګه وساته چې په لاندې ډول دي:

لومړی: داعش هڅه کوي د القاعدې ډلې یو ښه بدیل و اوسي، د القاعده اړوند ډلو منځ کې درز اچوي، تر څو دوی سره یو جای شي او همدا یې یو ستر سبب دی، چې دوی دا بیرغ لا هم د خپل بیرغ په توګه کاروي.

دوهم : داعش ډله وکولای شوای چې هغه  وخت د القاعدې ځينې غړي له ځان سره یو ځای کړي لکه په مالي هیواد کې د القاعدې یوه برخه له القاعدې څخه جلا سوه او  له ابوبکر البغدادي سره بیعت وکړ ، له دې سره د داعش یو برخه مالي هیواد کې هم فعاله شوه.

دریم: داعش هغه وخت دا تمه درلوده، چې القاعده به ضعیفه شي او په برخو به ووېشل شي او جلاشوې برخې به یې له دوی سره یوځای شي او همدوی به د القاعدې ځای ونسي،  خو د دوی د تمې خلاف دوی خپله ډېر ژر له ماتې سره مخ شول او هغه سیمې یې چې په ۲۰۱۴ کال کې نیولې وي، بېرته ډېر ژر له لاسه ورکړې.

دې ډلې د خپل ظهور سره سم یې مسلمانانو ته د وینو او وحشت پیغام له ځان سره درلود او د مسلمانانو وژل او ربړول یې اصلي موخه وه، هغه وخت چې دوی په سوریه او عراق کې سیمې لاندې کړي د اسرایلو سره یې سرحد یوازې څو کیلومترونه و، خو بیا یې هم هغوی هېڅ زیان ونه رساوه بلکې هلته یې د اسلامي جهادي ډلو د غړو په لمنځه وړلو لاس پورې کړ او د اسلامي تنظیمونو پرمختګ یې ټکنی کړ.

په همدې سلسله کې داعش د اسلامي شریعت په تله کې تلو، دا لړۍ راسره وڅارئ.

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version