داعش د ﺯوال پر لور

طاهر احرار

كه چېرته مختلفو استخباراتي شبکو د داعش د مشر الحسيني وژل تأييد کړې نه وئ، دغې ډلې به کله هم د خپل مشر د وژلو اعلان نه وى کړى. ځکه چې د دوى تر مينځ ډېر ﺯيات اختلاف موجود دی او د همدې اختلاف له وجې يې ونکړای شول، چې نوى مشر عاجل اعلان کړي، د مجهول الهوية (ابو حفص) ټاکل هم د دوى د ننه اندېښنې پيدا کړي؛ ځکه ډېری غړي يې نه پوهېږي، چې مشر يې څوک دی؟
تر اوسه په نورو هېوادونو کې دوی پورې تړلیو بعضو ګروپونو هم د بيعت اعلان نه دی کړى، او بعضې ګروپونو وار د مخه د داعش سره خداى په اماني کړې، په نني سياست کې يې هم ونډه ختمه شوې او په مطبوعاتو کې يې هم شتون محدود شوى.
کله نا کله په مطبوعاتو کې د څرګند کېدلو لپاره د مسلمانانو وينه توى کړي، ظلم وکړي، خلک ووژني، اختطاف وکړي، ويره ترهه واچوي.
لکه؛ د باجوړ پېښه، چې په لسګونه کسان يې په شهادت ورسول.
د دوى د ظلمونو، د خارجي استخباراتو د امر منلو او د خپلو بادارانو د تابعدارۍ، نتیجه دا شوه، چې اوس يې يواﺯې نوم پاتې دى.
د جمهوريت په وخت يې دلته يو څه قوت پيدا کړى وو، له هر ځايه غله راغلي وو او د دوى ملګرتيا يې کوله، لله الحمد د اسلامي امارت ځواکونو داسې درس ورکړ، چې سمدستي یې له صحنې خارج کړل.
تقريبا همدې ته ورته کار په عراق او سوريه کې هم ورسره روان دی.
الغرض دا چې د بې وﺯلو، يتیمانو، کونډو، عامو مٶمنانو د دعاوو او د يو څو مٶمنو مجاهدينو د قربانيو په برکت يې ټغر په ټولېدو دى.
په تاريخ کې به يې نوم يواﺯې د کرکې او نفرت لپاره پاتې شي.
لله الحمد.

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version