داعش د ﺯوال پر لور

اتمه برخه

طاهر احرار

 

په سوريه کې د ايران او داعش ګډ عمليات!

کله چې داعش سوريې ته داخل شو، د خلکو د هرکلي سره ځکه مخامخ شو، چې د بشارالاسد د رژيم په مقابل کې يې د جنګ اعلان وکړ، خلکو فکر کاوه؛ چې د سوريې رژيم د ظلم او تشدد څخه خلاص شول.

د يو څه وخت لپاره د همغه ځاى‌ مجاهد تنظيمونو هم ورسره مرسته وکړه.

بالاخر هغوى ته د داعش حقیقت معلوم شو او لاره يې ترې جلا کړه، عامو خلکو ته هم معلومه شوه، چې دوی پخپله ځانونه د دُښمن په خوله کې ورکړي دي.

په سُني سيمو کې داعشيانو داسې نمايشي جګړه وکړه، چې د اهل السنة د خلکو ټوله آبادي، کورونه، سرمايې يې په اور لولپه کړې.

د کليو له منځه به يې يو دوه فايره وکړل، روسي طيارې به راغلي او دغه سيمه به يې په مکمل ډول بمبار کړه، په لسکونو ښځې، ماشومان، سپين ږيري به يې په شهادت ورسول.

پرځاى د دې، چې داعش د سوريې د رژيم د ظلمونو مخه ونيسي او د هغوى سره جګړه وکړي، تر څو يې له سُني سيمو وشړي، دوى د هيئة تحريرالشام، جبهة النصره سره جنکونه شروع کړل، کومو تنظيمونو چې يواﺯې د سُنيانو په ﺯخمونو پټۍ لګولای شوې او د سُنيانو د ناموس ساتونکي وو.

داعش اوس په سوريه کې تاﺯه يو بل خطرناک او وينې تويونکى سياست په کار اچولى، اوس يې د سوريې د SDF، روسيې، ايران سره په ګډ تفاهم فيصله کړې، چې د ديرالزور هغه سیمې چې د هغه ځاى خلکو په خپل اتحاد اتفاق او قوت ساتلې وې، داعشيان ور داخل شي، جنګ ورسره وکړي، د مقاومت په وخت يې کورونو ته اور واچوي، او له ويجاړي پاتې برخې یې ویجاړي کړي.

د داعش پر ضد د همغه ځای قبائل هم راپورته شوي، ټولنې يې جوړې کړي، د جهاد لپاره يې ګروپونه تشکيل کړي او تعهد يې کړى، چې خپله خاوره به د داعش تر بيرغ لاندې د بشارالاسد له ظلمونو ساتي او داعش ته به اجاﺯه نه ورکوي، چې دغه سيمو ته داخل شي.

همدا اوس د قبائلو د خلکو او د ايران تر قيادت لاندې د داعش تر مينځ نښتو ﺯور اخیستی.

(وان الله على نصرهم لقدير)

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version