داعش د ﺯوال پر لور

شپږمه برخه

طاهر احرار

 

نبی کریم (صلی الله علیه وسلم) پخپل دورِ مُبارک کې ښځې د جهاد لپاره نه دي مُسلحې کړي، بلکې يواﺯې به هغوى د مجاهدینو لپاره د خوراک او څښاک تیاری، تداوي او د ﺯخم پټې کولې، ﺯيات نه ﺯيات يې د خپلو کورونو د دِفاع مسٶليت ورکړى وو.

حضرت عايشه (رضی الله تعالی عنها) فرمايي: عن عائشه رضی الله عنها قالت قلت يا رسول الله الا نغزوا ونجاهد معکم فقال لکن احسن الجهاد واجمله الحج حج مبرور.

له نبي کريم (صلی الله علیه وسلم) څخه مې پوښتنه وکړه، آيا موږ له تاسو سره په جهاد کې شريکې نشو؟

مُبارک(ص) وفرمایل؛ ستاسو لپاره بهترين جِهاد حَج دی، حج مَقبول.

په يو بل حديث مُبارک کې رسول الله(ص) فرمايي: د مستضعفینو او ښځو لپاره بهترين جِهاد حج دی.

نن سبا چې د داعش په نوم کومه فتنه موجوده ده، دوى ښځې مُسلحې کوي، ترڅو د دوى په اصطلاح جِهاد وکړي.

دوى ته له امریکا، اروپا او نورې دُنيا څخه بې محرمه ښځې راځي، حتى د دوى د کُفر او اسلام معلومات نه کیږي، دا هم نه ده معلومه چې د دوى خاوندان مړه دي، که ژوندي، ايا دوى طلاقې شوې، يا له خاوندانو تښتېدلي. چې د دې خبرې یو ښه مثال، (Danila Greene) ښځه وه.

داعشيان د هغوى سره نکاح کوي او له ځانه سره يې جنګونو ته بيايي، پر هغوى هېڅ رحم نکوي.

ډېر ځله هغوى د استخباراتو افسرانې وي او خپلو هېوادونو ته استخبارات را جمعه (جاسوسي) کوي.

دې ټولو ته په کتو داعشيانو د خپل جنسي غرېضې د پوره کولو لپاره په هر څه سترګې پټې کړي او د خلافت تر نوم لاندې يې له کُفارو څخه ﺯيات کُفر شروع کړی، کوم به چې د دوى د دُنيا او اخرت د تباهي او بدبختۍ سبب وګرځي.

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version