داعش د زوال پر لور

نهمه برخه
طاهر احرار

روﺯانه موږ د داسې خبرونو شاهدان يو چې اسلامي اُمت له لويې فتنې څخه خلاصيږي او د اتفاق او اتحاد په لور قدم اخلي.
يو څو ورځې وړاندې د عراق په کردستان کې د استخبارتو لخوا د داعش د مالي چارو تنظيمونکى، چې ډېر په چل او هنر ګرځېدو او د داعش لپاره يې له خارج او داخل کومکونه ترتیبول ونيول شو، دا د داعش په ملا يو سخت ګذار وو، دا په داسې حال کې چې د داعش پخواني مشران او بنيادګران يو پر بل پسې وژل کيږي، نيول کيږي او يا له تنطيم لاس اخلي.
دا په کور د ننه د دوى اختلافات او په خلکو کې د دوى څخه نفرت په ګوته کوي.
همداشان په عراق کې د داعش د يوې لېوا قومندان چې ورسره په څنګ کې داعش ته د جلب وجذب مسٶل بلل کېده او خلک يې د خلافت په نوم جنګ ته سوق کول، هم ونېول شو.
په عراق او سوريه کې داعش له يو خوا د اسرائیلو سره تعهدات لري او اوس يې له ایران سره ملګرتيا شروع کړې، کوم چې په خليج هېوادونو کې يو ناکام سياست بلل کيږي، دوى اوس د خپلې بقا لپاره هرې خواته لاس اچوي.
د دې ورځو يو بل په ﺯړه پوری خبر دا وو، چې د افغانستان په بدخشان ولايت کې دولس 12 کسان خوارج چې د چاودنو، وژنو، موتر بمونو مسٶليت درلود ونیول شول.
د خوارجو بادارانو هم په يوه اعلاميه کې ومنله چې په افغانستان کې يې غلامان داسې ځپل شوي، چې د راپورته کېدو چانس نلري.
د افغانستان د اشغال په وخت يو څو ځوانان يواﺯې د الله تعالی په توکل راپورته شول، خلکو په غېږ کې ونېول قربانۍ يې ورکړې خو د نړۍ سپر پاور يې مات کړ. له بلې خوا د سُپر پاور څو ګوډاګيان د يو تاﺯه په پښو ولاړ نظام په مقابل کې راپورته شول، ملت ځاى ورنکړ له غېږ يې وشړل نتېجه يې دا شوه، چې اوس يې يواﺯې نوم پاتې شو او په ټوله اسلامي دُنيا کې خلک پرې لعنت وايي.

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version