داعش د زوال پر لور

اوومه برخه

طاهر احرار

 

ولې داعش نشي کولی، خپل بايللى خلافت بېرته ژوندی کړي؟

 

د ۲۰۱۹م کال مارچ په د۲۳مه د سوریې ځواکونو په سوریه کې د داعش وروستی مرکز، البغوز سقوط کړ. د البغوز سقوط د ماتې په لړۍ کې وروستۍ پېښه وه، چې په سوریه او عراق کې د دې ډلې پاتې ځمکنۍ کنټرول له منځه یوړل شو، چیرته چې دوی د 2014 په جون کې خپل خلافت اعلان کړى وو.

له ماتې وروسته په څلورو کلونو کې، داعش ډېره هڅه وکړه؛ چې بېرته په سوریه او عراق کې پر خپلو مخالفینو بریدونو ته دوام ورکړي او بيا خلافت ژوندى کړي.

له دوی سره په دې هڅو کې د ډیری هېوادونو لخوا مرسته شوې، د مرستو ترڅنک د کوویډ – 19 وبا، په شمال لویدیځ سوریه کې د ترکیې نظامي عملیات، او د واکمن استبدادي رژیمونو لخوا رامینځته شوي فرقه ایز تقسیمونه هم د دوی لپاره یو فرصت وو، خو دا ډله د دې فرصتونو څخه په ګټه پورته کولو کې پاتې راغله.

 

لومړی عامل: دا دی، چې په سوریه او عراق دواړو کې سیمه ایز شرایط د داعش د بیرته راستنیدو په وړاندې وسله وال شوي دي، د دوى پر نوم خلافت نه وروسته خلکو ته دومره مالي او جاني تلفات رسېدلي، دومره ظلمونه ورسره شوي، چې خلک له داعش څخه د اسد رژيم بهتر ګڼي.

 

دویم عامل: په بهرنيو هېوادونو کې د داعش څانګو هم ونکړل شول، چې له خلافت سم تعبير وکړي، سره له دې چې هلته جنګ هم نه وو، دوى کولاى شول د خلافت په معنى خلک پوه کړي، خو هغوى پخپله د خلافت په معنى نه پوهېدل.

 

درېیم عامل: په هغو سيمو کې چې دوى حاکم دي، د خلکو عقیدو او د هغوى کلتور ته درناوى نه کيږي. داعشيان يواﺯې سلفي عقیده مني او نور ټول خلک کافر او مشرک بولي او خپل نظريات په خلکو په جبر او ﺯور تطبېقوي، چې دا د هيڅ چا لپاره د منلو نه ده.

 

څلورم عامل: داعش هېڅ ندى توانېدلى؛ چې د ځان لپاره نوي خلک استخدام کړي، ځکه خلکو ته داعش اوس د لمر په څېر روښانه شوى، د دوى اکثرو غړو د داعش سره خداى په اماني کړې، يا وژل شوي، او يا په جېلونو کې پراته دي.

اوس د بشرې قوې د نشتوالې سره مخ دي.

 

پنځم عامل: وروسته له دې چې دغه ډله په مکمل ډول رسوا شوه، د اسلام مُبارک دين او خلافت يې بد نام کړل، اوس غرب هم پر دوی د ډالرو باران کم کړى او هغه اسلحې چې د دوى سره وې بېرته ترې ونېول شوې او يا ختمې شوې.

دوى اوس د پيسو او د اسلحو د يو سخت بحران سره مخ شوي دي.

له دقيقو مطالعاتو داسې معلوميږي چې دا ډله نور د ﺯوال او حذف په حال کې ده.

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version