داعش د دې عصر د وحشت او جهالت استازي

فایز افغان

 

جهالت:

جهالت او وحشت دوې عربې کلیمې دي، چې بیلابېلې معنی ګانې او تعریفونه لري.

د لغت علماو (جهالت) چې له جهل څخه مشتق شوی، په ناپوهي سره معنی کوي؛ همدارنګه د مهمو معلوماتو او حقایقو له پامه غورځول هم د جهالت په معنی بولي. د لغت ځینې علما بیا باور لري چې له علم څخه خالي والی، غلط او غیر واقعي باور، غلط او ناسم عمل د جهالت اصلي معنی ګانې دي.

له اسلام وړاندې په عربو کې قبیلوي نظام تر ټولو ستر بنسټیز او اساس نظام وو، چې اخلاقي کړنې لکه انساني حقوق، د ژوند کولو حقوق، د مالکیت حق د قبېلې له لوري تعریفېدل، د نور قبایلو د اتباعو وژل، د هغوی مالونه غلا کول او جایدادونه یې غصبول غیر اخلاقي نه کڼل کېدل.

له اسلام وړاندې د جاهلیت په دور کې د حاتم طایې په اخلاقي فضایلو کې راغلي؛ چې کله به یې د غنیمت مال ترلاسه کړ، هغه به یې د خلکو په منځ کې وېشلو، اسیران چې به یې ونیول، هغه به یې آزادول او د مور یوازینی اولاد یې نه واژه.

د دې ترڅنګ د جاهلیت په دور کې نور هم ډېر ناوړه دودونه وو، لکه د ژوندیو نجونو ښخول، له جامو پرته پر کعبې شریفې طواف کول، د شرابو څښاک، فحشا، وینه تویونه او داسې نور. له دې سره-سره بیا هم د جاهلیت د وخت اعرابو ځینې کلتوري فضایل درلودل، لکه، میلمه پالنه، پر ژمنه او عهد وفا او زړورتیا.

 

وحشت:

لغت پوهان وایي: چې وحشت د ډار، ویرې او ترهګرۍ په معنی ده. پر اسلامي نړۍ وحشتونو له هغه وروسته زور واخیست؛ چې کله پر افغانستان او عراق د امریکا تر مشرۍ لاندې غربي بلاک یرغل وکړ، د دې یرغل او وحشتونو په پایله کې د داعش په نامه یوه وحشي صفته ډله په عراق او سوریه کې د یو مجهول الهویة شخص، چې ابوبکر البغدادي نومېده را وټوکېده، د ابوبکرالبغدادي په اړه ویل کیږي، چې د اسرائیلو د جاسوسې شبکې موساد له لوري د تل ابیب په اسلامي پوهنتون کې روزل شوی دی.

داعشیانو په ټوله اسلامي نړۍ کې وحشتونه ترسره کړل، خو په افغانستان، عراق او سوریه کې د دوی وحشتونه خورا زړه بوږنوونکي او له اسلام وړاندې د اعرابو تر جاهلیت هم ستر-ستر وحشتونه ول.

که له اسلام وړاندې د جاهلیت په دوره کې اعرابو نجونې ژوندۍ خښولې؛ خو داعشیانو بیا له اسلام وروسته د اسلام په نامه نارینه ژوندي په اورونو کې وسوځل او په بمونو یې والوزول.

د جاهلیت په دوره کې اعرابو د خپل ژوند د امرار په موخه غلاوي کولې؛ خو داعشیانو بیا د اسلام په طلایي دور کې د خپل ژوند د امرار په موخه په اسلامي نړۍ کې خلک اختطافه وي او د پیسو په بدل کې یې پرېږدې.

د جاهلیت اعرابو انساني حقوق او د مالکیت حق په خپل ځان کې منحصر کړی وو؛ داعشیان هم غواړي چې د اسلامي خلافت په بهانه اسلامي نړۍ د خپل ځان په انحصار کې راولي.

د جهالیت اعرابو خپل جنسي غرایز د خپلو دُښمنانو پر میرمنو د جنسي تېریو په پایله کې سړول؛ داعشیانو هم په عراق او سوریه کې کټ مټ له همدې فرموله استفاده وکړه.

لکه څرنګه چې د جاهلیت په دوره کې د شخصي جایدادونو غصب غیر اخلاقي نه ګڼل کېدل؛ داعشیان یې هم نه ګڼي.

نو ځکه خو ویلی شو: چې داعشي وحشتونه په لوی سر کې له عربي جاهلیتونو څخه سرچینه اخلي، په دې توپیر سره چې اعرابو په خپلو ناروا کړنو سره د هیڅ دین پر لمن داغ نه ښوود؛ خو داعشي وحشیان بیا خپل ټولو جنایاتو ته اسلامي توجیهات برابروي.

داعشیان نه فرهنګي فضایل لري، نه اخلاقي فضایل لري، نه عهد لري، نه وفا لري، نه ژمنه او زړورتیا لري. دوی ړانده چرګان دي، یوازې د موساد شومې موخې مخته وړي، بس، نور هیڅ یو کمال هم نلري.

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version