داعش د امریکا آسیایي ملیشې

صلاح الدین (ثاني)

 

د سر په سترګو وینو چې صلیبي او ورسره یهودي نړۍ د اسلام او مسلمان په وړاندې له بُغض او وحشت ډکه جګړه کوي. پر نړۍ د روسي ښکیلاک او استعمار څخه وروسته چې د لوی رب جل جلاله په نصرت د افغانانو په لاس مات او ذلیل شول، سمدستي امریکا د جګړې ډګر ته راودانګل، چې لله الحمد دوی ته هم دا جګړه سخته تمامه شوه او شرمیدلې ماتې سره مخ شول.

 

کله چې امریکا په ٢٠١٤ م کال کې په دې وپوهېده، چې په آسیا کې یې کامیابي نا ممکنه ده، نو سمدستي یې د داعش په نوم یوه خونریزه پروژه یا هم یوه ډله جوړه کړه چې موخه یې په ټوله آسیا کې د امریکا د ګټو لپاره جګړه کول وه.

 

راځو اصلي موضوع ته؛ هغه دا چې د داعشیانو یوه مجله د (النبأ) په نامه په اسلامي امارت اعتراضونه کړي او له امریکا سره یې په دوستي تورن کړی دی.

داعش هېڅ داسې ثبوت او شواهد نه لري، چې اسلامي امارت دې په رسمي توګه د امریکا څخه د دوستي غوښتنه کړي وي، دا بيځایه تورونه ځکه کوي چي امارت د امریکا له مخالف (چین او روس) سره تجارتي اړیکې تینګې کړي، داعش نه غواړي چې په آسیا کې د امریکا مخالفین زیات شي، د داعش له لوري د امارت، ترکیه، قطر په مشرانو انتقادونه ځکه کيږي، چې داعش د جګړې سره سره د امریکا لپاره په سیمه کې ډیپلوماتیکي چارې هم پرمخ بیایي. د چین سره د تجارت په اړه ځکه داعش ناخوښه دی، چې دا کار د امریکا په وضعیت بده اغیزه کوي، خو دوی دا تجارت نا روا بللی. داعش باید اول دا ووایي؛ کله چې ابوبکر البغدادي خروج وکړ او د القاعدې له تنظیم څخه یې تګلاره جدا کړه، په شام کې هغه سیمې او د (تیلو) ذخیرې چې په هغه وخت کې د جبهة النصر له مجاهدینو سره وې، داعش ولې قبضه کړې؟ وروسته له قبضې څخه یې تیل د بشارالاسد په ملیشو او امریکایي ځواکونو باندې خرڅول.

آیا د تجارت مسأله یواځې د خوارجو لپاره روا ده او که څنګه؟

داعش چې ځانونه د خلافت مُدعیان بولي باید د دې بيځایه تورونو پرځای یې د فلسطین په قضیه غور کړی وای، خو دوی او دولت یې دواړه په جعل بناء دي. د اُمت د دفاع پرځای یې یواځې په حکومتونو د تورونو دفترونه پرانستلي دي.

د فلسطین د موضوع میاشت په پوره کیدو ده، خو داعش د اسرائیلو په خلاف او د حماس په ملاتړ هېڅ داسې کومه اعلامیه یا هم کومه بیانیه نه ده خپره کړې او نه یې هم عملي ډګر ته ته ردانګلي، بلکې یواځې په حکومتونو جاهل اعتراضونه کوي.

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version