داعش د اسلام د بدنامولو لپاره د اسلام د دښمنانو بله حربه

ليکوال:احمد منصور

په ۲۰۱۴م کال په عراق او شام کې د د دولت اسلام په نوم يو تنظيم را مېنځ ته شو چې د نوموړي تنظيم مشر ابوبکر بغدادي نومېده ځان يې د نړۍ د مسلمانانو امير ونوماوه او د اسلامي خلافت د قايمېدو ادعا يې وکړه.

دا چې د نړى مسلمانانو له کلونو کلونو د خلافت د نافذيدو لپاره تکليفونه،ﺯحمتونه او ستړياوې په ځانو ګاللې وې فکر يې وکړ چې  نور مو خپله ورکه پيدا کړه په يوشمېر عربي،افريقايې او آن غربي هېوادو کې يې څانګې پرانستلی شوې او ګڼ شمېر مسلمان احساساتي او د خلافت د سپڅلي نوم پسې تږي ځوانان ورسره يو ځاى شول.

دغه ډله چې د داعش په نوم هم ياديګي افغانستان کې يې تر دوو کالو هېڅ اثرات نه لېدل کېدل ځکه په افغانستان کې د اسلامي امارت په نوم منظم جهادي خوځښت موجود و چې د اولس ملاتړ يې له ځان سره درلود داعش سره به چې کومې ډلې يا تنظيم بيعت وکړ هغه به سوچه مؤمنان يادېدل او چې کومو تحريکونو به  انکار وکړ هغه به کافران بلل کېدل که څه هم له کلونو راهيسې به اسلامي دين ته په خدمت بوخت ول داعش يو شمېر جهادي تحريکونه د کفارو پروژې وبللې لکه په عراق کې االقاعده، په شام کې جبهة النصره چې القاعدې پورې مربوطه ده،په فلسطين کې حماس، او په افغانستان کې اسلامي امارت  او د يادو جهادي حرکتو مشران،علماء او مجاهدين يې خپل هدف وګرځول‌.

په افغانستان کې له داعش سره داسې څوک يو ځاى نه شول چې اولسونو ته خوښ وي بلکې پخواني اربکيان،غله،شوکماران او هغه خلک چې له امارت څخه شړل شوي ول هغه له نوموړي  تنظيم سره پيوست او ملګري شول

داچې ولې داعش د نورو هېوادو په نسبت په افغانستان کې ملاتړ کم درلود ؟

پورتنى سوال ډير اړين ده بايد ځواب کړل شي

ﺯما په آند يو لامل يې دا و د داعش ظهور د افغانستان لپاره قبل الوقت و :هغه په دې ډول که داعش غوښتى چې په هېواد کې د خپل نفوﺫ ساحه پراخه کړي بايد د امارت د کم رنګه کولو لپاره داسې څه کړي وى چې اولس ترې منتفره شوى وى خو داعش هغه وخت داسې څه نه لرل  يواﺯې دومره يې ويل چې طالبانو سره روسي ټوپکونه دي او طالبان د روس لخوا تمويليږي چې نوموړى تور منطقي نه وه ځکه  هغه وخت چې روس په هېواد يرغل هم کړى و مجاهدين په همدغه روسي ټوپکو ورسره مقابله کوله،که داعش دغو اوسنيو شرايطو او ورځو کې ظهور کړى وى او په طالبانو يې تور پورې کړى وی چې ګواګى له روس سره دوستي لري او د هغو د مفادو لپاره جنګېګي کېداى شي څه نا څه ملاتړ يې د يو شمېر ساده لوحو لخوا شوى وى خو بيا هم داسې خاص اثر به يې ځکه نه و د دغه تور لګولو چې طالبانو اوس هېواد وال او خپل افراد يې په دې پوه کړي چې له روس سره يواﺯې سياسي اړيکې پالو چې د وخت ضرورت دى مصلحت پکې پروت دى اوس هېوادوالو او نړيوالو ته ثابته شوې چې داعش د امريکا پروژه ده

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version