داعش د اسرائیلو پلوي هم وکړه

عابد احمدزی

 

له داعشیانو سره چې کله هم بحث راشي، نو دوی به در ته وایي، چې مونږ غواړو ترڅو په ټوله دنیا کې اسلامي خلافت قائم کړو او د کفر ملا ور ماته کړو.

مګر افسوس!

(لعنة الله علی الکاذبین) د دوی دا ادعاوې همېش دروغ شوې دي او دوی همیش په سپینو سترګو له کافرانو څخه ملاتړ کړی دی.

مونږ نه پوهېږو چې دوی ته کافران یوازې د مسلمانانو په خاوره کې پیدا کیږي، که په کفري هېوادو کې هم وي. خو که تاسو خپله هم سوچ وکړﺉ؛ نه به مو په امریکا کې د داعش برید لیدلی وي، نه په نورو کفري هېوادونو کې او نه هم دومره لیوني دي ترڅو خپل باداران ووژني.

مګر یوه خبر چې شاید ستاسو به نه وي ور ته سوچ شوی؛ هغه دا ده چې داعش ریښتیا هم په خپلو ادعاوو کې ریښتیني ثابتېدلای شي. ځکه دوی په مسلمانانو د کفر ټاپې لګوي او بیا یې وژني.

لکه څنګه یې چې مخکې هم له سلو زیات مثالونه موجود وو، اوس یې بیا هم له کافرانو سره خپله دوستي څرګنده کړه او د هغوی بوټ پاکي يې په خلاص زړه وکړه.

 

دوی د حماس ډلې ته چې د اسرائیلو په وړاندې یې توره راپورته کړې وه؛ کافران وویل او له دې وروسته به ور سره جګړه کوي، دوی ته دې دا جګړه مُبارک وي او دا جهاد دې ور ته قبول وي.

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version