داعش/خوارج په افغانستان کې څه غواړي؟

حارث هاشم

#image_title

د شل کلن جهاد او مبارزې وروسته، په افغانستان کې يو بشپړ اسلامي نظام حاکم شو، په ټول هېواد کې امنيت تامين شوی، اسلامي احکام له کوم شرط و قيد پرته پلي کېږي، امر بالمعروف نهی عن المنکر روان دی، اشغالګر قوتونه له هېواده شړل شوي، د جمهوریت په نوم فاسده اداره چې ټول قوانين يې د غرب و؛ ړنګه شوې، نو بيا داعش په افغانستان کې نور څه غواړي؟!

 

که د یادې خارجي ډلې موخه اسلامي نظام راوستل او اسلام ته خدمت وي؛ هغه خو شوی، په بشپړ ډول اسلامي نظام راغلی دی، د مظلوم اواز اورېدل کېږي، د ظالم لاس له ظلم څخه لنډ شوی او د فلسطين د مظلوم ولس د برحقې داعيې په ښکاره ملاتړ اعلانېږي.

 

خو له بده مرغه چې د داعش موخې نورې دي؛ د دې ډلې موخې د اسلام بدنامي، تضعيف او د اسلامي نظام له منځه وړل دي.

 

د شل کلن جهاد پر مهال؛ يادې ګمراه ډلې د دې په ځای چې د جهاد صف پياوړی کړي، د اشغال مقابله وکړي او د امريکا، ناټو او متحدينو پر وړاندې ودرېږي؛ دوی د مجاهدينو او هغه چا پر وړاندې ودرېدل، چې هغوی د اسلامي او ازادۍ لپاره خپلې دنګې ځوانۍ قربان کړي او خپل وجودونه يې د باروتو خوراک کړل.

 

د داعش خوارجو اصلي موخې د خپلو بادارانو په امر د دې اسلامي او سپېڅلي نظام او اسلامي امارت کمزوری کول او د اسلام بدنامي ده؛ چې دې موخو ته به تر قیامته هم ونه رسېږي، ځکه په دې خاوره تر اوسه د اسلام بچيان ژوندي دي. ان شاءالله

هرماس الافغاني
Exit mobile version