داعش «خوارج» ولې په کفري هيوادونو کې جګړه نکوي؟

د خوارجو د معما څو کاله کیږي چې په افغانستان کې د دوی په اصطلاح جهاد کوي.
خوارجو په افغانستان کې هغه مظالم ترسره کړل چې انسانیت ترې بېزاره دی
زمونږ بې چاره اولس يې په قسما قسم مرګونو په شهادت ورساوه، له هيڅ قِسم وحشت او بربریت يې مخ نه دی اړولی، بلکې له خپلو ټولو وحشي لارو يې کار واخيست کوم چې د دوی زړه غوښتل.
په کفري هيوادونو کې څه چې په تېر کې یې په افغانستان کې يو بريد نه په امريکايانو کړی او نه يې د امريکايانو په ملګرو، بالعکس اکمال یې امريکايانو کاوه، په تيارو کې به امريکايانو ښکته کول ، په کابل کې يې جلا ميلمستونونه ورته عیار او ورکړي ؤل.

دوی ولې په تېره دلته د امريکا په مقابل کې جګړه ونه کړه او نه دوی په کفري هيوادونو کې جګړه کوي، حال داچې ۶۰ نه زيات کفري هيوادونه دې او په څوونو ځله د قران، اسلام او د مسلمانانو توهين پکې شوی دی، خو دوی چپ دي.
اما اصلي خبره دا ده چې خوارج اصلاً رامنځته شوي، د دې لپاره نه دي چې کفار به وژني، بلکې د تأسیس فلسفه یې همدا ده چې مسلمانان به لومړی تکفیروي او بیا به یې وحشتناکو طریقو وژني.

داعش د هغې خوارجي مفکورې محصول دی، چې له خپل ځان پرته ټول مسلمانان مرتد بولي، دوی یوازې هغه کم شمېر خلک مسلمانان ګڼي چې د د دوی د ځانګړو خارجي افکارو منونکي وي، له هغه ماسیوا ټول اشاعره، ماتریدیه، احناف، شوافع، حنبلیان او مالکیان له اهل السنة و الجماعة څخه خارج ګڼي.

د خوارجو پخوانیو همفکرانو هم یوازې د مسلمانانو پر خلاف جهادونه اعلانول، هیڅوک نه شي ثابتولی چې هغوی دې د انګریزانو، فرانسویانو یا نورو کفارو پر ضد جنګیدلي وي، دوی یوازې د عثماني، عراقي او حجازي مسلمانانو پر خلاف جنګیدل.

په اوس وخت کې په عراق، سوریه، سینا، نایجریا او ډیرو نورو ځایونو کې هم داعشیانو خپل ټول زور د مسلمانو مبارزینو پر خلاف کارولی، اخوان المسلمین، حماس، القاعده او نورې اسلامي ډلې یې لومړی تکفیر او بیا یې جنګ ورسره شروع کړ، د مصر په سینا کې داعشیان دي، مګر تر اوسه یې د اسرائیلو پر خلاف نه کوم توغندی ویشتلی نه یې د خولې کوم ګواښ ورته کړی.
د دوی ګواښونه یوازې د فلسطین حماس ته متوجه دي چې د مرګ اخطارونه ورکوي.

دا ټول حقائق د دې وړ دي چې باید ټول مسلمانان ورباندې عميق فکر وکړي او ورباندې سر خلاص کړي، هغوی چې له داعش سره د فکري نږدیوالې له امله خواخوږي لري، باید دغه روڼ حقائق په ژور نظر وګوري او له ځانه دې پوښتنه وکړي چې داعش ولې امریکایان نه وژني؟؟؟

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version