داعش د دې لپاره چې په سیمه، په ځانګړي توګه په افغانستان کې ځان ته ځای پیدا کړي، خلک ځان ته راجلب کړي او خپله تور لښکر زیات کړي، لاندې چلونو ته یې مخه کړې ده.
په کومه نړۍ کې چې موږ ژوند کوو، په حقیقت کې د فریب او فتنې نړۍ بلل کېږي، یوه داسې نړۍ چې په ټولنه کې ډول ډول فریبونه روان دي او نړیوال د دې چلونو له امله چې د فریبونو په دام کې ښکېل شوي، ستړي او خفه شوي دي.
افغانستان او د دې خاورې خلک هم له نړۍ استثناء نه دي او هغوی هم کله کله په ځینو حرکتونو سره د شیطاني چلونو په دام کې راګېر شوي او کله کله یې د یوې مودې لپاره یې په فریب کې بند پاتې شوي دي.
په افغانستان کې د داعش چلونه:
۱:- تطمیع (خلګ په تمه کې اچول)
که هغو چلونو ته یو نظر واچوو چې داعش په دې خاوره کې ترې استفاده کړې، نو کولای شو د تطمیع نوم واخلو – یعني خلک په طمع اچول.
په حقیقت کې د دې لپاره چې خلک خپلو شیطاني موخو ته راجلب کړي، حتمي وه چې له ځانګړو لارو چارو استفاده وکړي ترڅو وکولای شي هغوی خپلو بې مانا او بې روحه باورونو ته سوق کړي، د تطمیع چل په ډېرو شیطاني حرکتونو کې موجود و او اوس هم دی.
که نړیوال استکبار ته یو لنډ نظر واچوو چې د استعمار په جامه کې یې درېیمې نړۍ هېوادونو ته قدم ایښی، نو پوه به شو چې د تطمیع له موضوع څخه یې ډېره استفاده کړې ده.
څرنګه چې د افغانستان خلک د نړیوالو په نظر کې په بد اقتصادي حالت کې دي، نو ځکه دې ته اړ شوي چې د شتمنۍ او مال په تزریق، او له بلې خوا د لنډمهاله چوکیو او قدرتونو وعده کولو سره، هغوی خپل په دامونو کې راګېر کړي.
خو تل مو دې ټکي ته اشاره کړې ده چې د دې خاورې خلک سره له دې چې کلونه کلونه تر ټولو بد اقتصادي حالت کې وو، خو هېڅکله د دې خاورې دښمنانو د تطمیع له چل څخه په ګټې اخیستنې سره هغوی نه دي غولولي؛ البته دا ټکی باید هېر نه شي چې د دې هېوادونو په تاریخ کې ډېر لاسپوڅي وو چې د دښمنانو په طرحه او پلان سره یې د قدرت او سیاست پر تخت تکیه وهلې وه او په خلاص تندي یې د هغوی پلانونه منلي وو.
البته باید یادونه وشي چې دا وړه ډله هېڅکله د افغانستان د خلکو او د دې خاورې د اکثریت خلکو استازیتوب نه و او نه کوي.
د افغانستان په ځینو سیمو کې چې کله کله د داعش تورباطنې ډلې خپل بد قدم ایښی و، په ډېرو لویو او لوړو وعدو یې خلک د خپل تطمیع په چل کې راګېرول، خو د علماوو او پوهانو په موجودیت سره، د یو څو ورځو په تېرېدو وروسته، په فتنو کې ډوب شویو خلکو په هوښیارۍ ځانونه د هغوی له منګلو راویستل او پوزه یې ورته په خاورو ولګوله او له پوهانو او رښتینو علماوو سره په یوځای کېدو سره یې هغوی ته ماته ورکړه.
۲:- استحماق (خلګ احمق بلل)
څرنګه چې د داعش حرکت له تاسیس راهیسې غلامي تجربه کړې او له دې پدیدې سره یې ریښې لویې شوې وې، نو په دې فکر شول چې د استحماق – یعني خلک احمق بللو – په طرحه به وکولای شي چې د دې خاورې د خلکو پر باورونو تاثیر وکړي او خپله لمن پراخه کړي او دا خاوره په خپل فکري او فزیکي اختیار کې راولي.
په نړۍ کې ډېر هېوادونه وو چې له پوهې او دیندارۍ څخه په لرې والي سره، د استحماق په چل کې راګېر شوي او ځانونه او د خپلې خاورې تاریخ یې د نورو لاس ته ورکړی دی، خو هېڅکله د داعش دا طرحه او چل هم په افغانستان کې بازار نه دی درلودلی او هېڅوک هم په دې خپاره شوي دام کې نه دي راګېر شوي.
کله کله داسې حرکتونه چې په خپل باور کې فعال فکر نه لري، په هغو چلونو سره چې خپله د مورنیو فاسدو او فساد مخکښو حرکتونو په دام کې راګېر شوي، غواړي نور خلک هم د چل او فتنې په دام کې راګېر کړي.
خو له دې غافل دي چې دا خاوره د اهل علم، مخلصینو او علماوو په درلودلو سره، هېڅکله خپل خلک د دښمنانو په دام کې یوازې نه دي پرېښي او دا د دې لویې ټولنې د هر فرد د بریالیتوب او تل بریالي پاتې کېدو راز دی.
په پایله کې هغه بحثونه چې په دې څو برخو کې په لنډ ډول بیان شول، دا لنډیز به لوستونکي ته وړاندې کړي چې دا خاوره د فتحې وړ نه ده او خلک یې په هېڅ صورت غلامي نه مني.
تر هغه وخته پورې چې د دې خاورې خلک له دین او دیني باورونو سره ټینګ او کلک پیوند ولري، هېڅکله به ماته تجربه نه کړي او په یقین سره به یې دښمنان او بدخواهان شرمنده وي.