داعش به د خپل تشدد له امله ځان هلاکوي

عابد احمدزی

داعش همېش د مسلمانانو په باره کې له تحقیق او څیړنې پرته فیصله کوي او مسلمانانو ته د کفر او شرک نسبتونه کوي. کله ور ته په یوه قرارداد کافران وایي، کله یې په یوه تړون د اسلام له مُبارک دین څخه خارجوي او کله بیا په یوه عادي مجلس باندې پرې د منافقت ټاپې لګوي. مګر دا ټول کارونه او ټاپې دوی یوازې او یوازې د خپل جهالت او کم علمي له امله کوي؛ ځکه نه خو په دوی کې کوم عالم موجود دی او نه هم پکې په احادیثو او قرآن کریم پوه نفر شتون لري.
کنه له تشدد څخه خو په خپله نبي کریم ﷺ منع فرمایلې او دوی ته یې د هلاکت نسبت کړی، لکه څنګه چې په حدیث کې راځي:(هلک المتنطعون) صحیح مسلم رقم الحدیث 2670 یعنې تشدد کونکي هلاک دي.
او همدا هلاکت په ننۍ زمانه کې د داعشیانو په نصیب ده؛ ځکه دوی همیش حربي کافران پرېږدي له ټولې دُنیا را تیریږي او د مسلمانانو په باره کې له دومره تیزي څخه کار اخلي، چې د یو مسلمان وینې ته د کافر له وینې زیات تږي ناست دي.
همدا ډول دوی بې له څیړنې او تحقیقه په مسلمانانو د کفر ټاپې لګوي او دوی د حضرت عمر رضی الله تعالی عنه وصیت ته هیڅ پام نه دی کړی او نه یې د هغه وصیت ته کومه توجه کړې چې هغه فرمایي:( لا تظنن بکلمة خرجت من في امرء مسلم سوءا و انت تجد لها في الخیر محملا)امالي المحاملي رقم (460).

یعنې هر کله چې د یوه مسلمان له خولې څخه کومه خبر را ووځي؛ تر هغه پرې بد ګوماني مه کوه چې د خیر په لوري یې ور ته لار جوړولای شې. نو دا چې د مسلمان لپاره دومره پراخي موجوده ده چې د هغه بده خبر هم ترڅو په بدي نشې اړولای ترڅو یې چې د خیر لپاره کومه لار موجوده وي. نو داعش چې د مسلمانانو روغې خبرې هم په بدو اړوي آیا دوی ته دا احادیث او اقوال نه راجع کیږي؟

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version