داعش او پاکستان د یوې سکې دوه مخه

احسان الله احسان

په عراق او سوریه کې د داعش ظهور په ټوله نړۍ کې خپلې اغیزې درلودې، چې افغانستان یې هم له اثره پاتې نه شو، او د دغه عصري او بهرنۍ فتنې اغیزې دلته هم محسوسې شوې. ځيني خلک په مسلکي ډول په دې فتنه کې شامل شول او ډير کسان بيا د دوی د پروپاګند خپروونکو ويډيوګانو څخه متأثره او په دوی کې شامل شول.

د داعش د وجود بنسټ مصنوعي وو او د هغوی په غټولو کې «ناڅرګنده قوتونو» ستر رول ولوباوه، که له یوې خوا د دغه سازمان پر ضد د پوځي اقدام خبره کېده، له بلې خوا ورته ځای او فرصتونه ورکړل شول.

داعش د افغانستان لپاره خپل ولایت خراسان اعلان کړ او بیا دغه تش په نامه خلافت په افغانستان کې داسې ظلم و جبر وکړ چې په معاصر تاریخ کې به یې ساری نه وي لیدل شوی. د جهاد او مجاهدينو سره مينه لرونکي افغان ملت هم دوی رد کړل، او دوی بیا ځکه د افغان ملت لخوا رد شول چې د دوی وجود حقيقي نه وو، د اسلامي امارت د کمزوري کولو لپاره امريکا د پاکستان په توسط دوی جوړ او تمويل کړل.

دا خبره له هيچا پټه نه ده چې د داعش خراسان لومړي امیر حافظ سعید اورکزي د پاکستان د استخباراتي ادارې له افسرانو سره د اورکزو ایجنسۍ په ډهبوري‌ سيمه کې ناستې درلودې، مخکې له دې چې د داعش خراسان لپاره ولایت اعلان کړي، خبرې اترې او رسمي توافق وشو.

په دغه هوکړه لیک کې پریکړه شوې وه چې داعش به د پاکستان لپاره کوم ولایت یا تنظیمي جوړښت نه اعلانوي، خپل تشکیل به تر افغانستان پورې محدودوي او د عملیاتو مرکز به يې په افغانستان کې وي او پاکستان به ورسره مالي او لوژیستیکي مرستې کوي.

د داعش خراسان مشرتابه ته دنده ورکړل شوې وه چې د تحریک طالبان پاکستان مجاهدین مات کړي، هغوی له خپل ځان سره یو ځای کړي او د پاکستان پر وړاندې د جګړې مخه يې ونیسي او د دوی جګړه افغانستان ته واړوي.

که کوم عقلمند انسان د یوې دقیقې لپاره فکر وکړي نو پوه به شي چې د داعش خراسان امیر پاکستانی دی، د دوی اکثریت جنګیالي پاکستانیان دي، خو ولایت یې خراسان دی، ولې؟

دې ښاغلو خو د تحریک طالبان پاکستان په پلیټ فارم کې په پاکستان کې د اسلامي نظام د پلي کولو لپاره جګړه کوله، بیا څه وشول چې په افغانستان کې یې د جګړې پرېکړه وکړه، ایا په پاکستان کې اسلامي نظام نافذ شو؟

دا هر څه د پلان له مخې تر سره شول او دواړو طرفونو یعنی داعش خراسان او د پاکستان استخباراتي ادارې یو بل ته ډېر وفاداره وو چې د دوی وفاداري ما په عمل کې هم لیدلې ده.

په ۲۰۱۸ کال کې کله چې زه د پاکستان د حکومت په توقیف کې وم، له ما څخه وغوښتل شول چې د افغانستان په سرحدي ولسوالیو نازیانو او شینوارو کې د داعش پر وړاندې د اسلامي امارت د سختو عملیاتو له امله د داعش هغه جنګیالي وپېژنم چې پاکستان ته تښتېدلي دي او استخباراتي ادارو لخوا پناه ورکول شوې وه او د خیبر ایجنسۍ په یوه دولتي مېلمستون کې ساتل شوي وو چې شمیر یې څلویښتو ته رسېده. ماته ویل شوي وو چې پاتې نور په نورو میلمستونونو کې ساتل کیږي.

د پاکستاني افسر په وینا، په افغانستان کې د دوی لپاره شرایط ډېر سخت وو، دوی له لوږې او بدبختۍ څخه مخ وو، موږ دوی پر سرحد را وګرځول، په دوی کې د جنګ نور توان نه وو، ځکه موږ دوی دلته راوستل او اوس زموږ له ميلمستيا څخه خوند اخلي.

که موږ وګورو د پاکستان حکومتي او فوځي ادارې د یو عادي کس د ترهګر په توګه د معرفي کولو لپاره اوږده مطبوعاتي کنفرانسونه ورکوي، زیاته مبالغه کوي او د کریډیټ اخیستلو هڅه کوي، خو بیا هم د داعش د سلګونو خطرناکو جنګیالیو د نیولو په مسله کې يې له کلونو راهیسي چوپتیا غوره کړې او په میلمستونونو کې ساتل کېږي، دوی ممکن دا فکر کوي چې د يو وخت لپاره په کار راتللی شي

له دې ټولو څخه څرګنده ده چې د داعش خراسان پروژه د اسلامي امارت د ځپلو په موخه په لاره اچول شوې وه، خو دا پروژه ښه سمه ناکامه شوه او د الله تعالی په مرسته مؤمنان بریالي شول، نن الحمدلله په افغانستان کې اسلامي امارت قائم او باثباته دی. مکاران د خپلو ناکامیو د پټولو لپاره نورې دسیسې جوړوي، خو د الله تعالی مرسته له خپلو نیکو بندګانو سره ده، له الله تعالی څخه دعا کوو چې اسلامي امارت ته نور هم دوه چنده کاميابي ور په برخه کړي او د امارت سايه زموږ پر سر دائمه ولري. آمين

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version