داعش ( الدولة الاسلامية ) څوک دي؟ «۵ ورستۍ برخه»

فاروق قریشي

داعش په افغانستان کې د چا د اهدافو لپاره کار کوي؟

داعش په افغانستان کې مستقيما د امريکا د اهدافو د تحقق لپاره کار کوي؛ ځکه کله چې طالبانو امریکا ته په پوځې ډګر کې ماتې ورکړه، امریکا يې له افغانستان څخه وشړله او د کابل لاس پوڅې اداره يې په طول د ۱۱ ورځو کې را نسکوره کړه، طالبان په کابل ښار باندې حاکم شو او په کمه موده کې يې ډېر سياسي پرمختګونه وکړ؛ نو امريکا په دې ويره او فکر کې شوه؛ که چېرې طالبان دداسې سياسي، نظامي او چټکو پرمختګونو په حال کې و؛ نو نيږدې ده چې په ډېره کم وخت کې به افغانستان ډېر پرمختللی هېواد شي چې امريکا به بيا په هېڅ لحاظ نشي کولای دغه حکومت را وپرځوي، ځکه نو امریکا د داعش ملاتړ ته نور هم په افغانستان کې دوام ورکړ، ترڅو طالبان به خپل کور کې په جنګ اخته شي او د خپل ځان سمبالولو فرصت پيدا نکړي.

داعش په افغانستان کې ولې په اهل تشيع ډېر بريدونه کوي؟

دا ځکه چې امريکا غواړي اهل تشيع ته په دې بريدونو سره دا فکر او نظريه ورکړي، چې اسلامي امارت ستاسو ساتنه نشي کولای، اهل تشيع به ددې نظريې په ورکولو سره دې ته اړباسي چې د ځان ژغورنې په موخه خپلو ځوانانو/پلويانو ته وسلې ورکړي، بيا ددې په ځای چې د اهل تشیع پلویان د خپلو مشرانو ساتنه وکړي؛ دغه پاڅون به په افغانستان کې د يوې سترې قومي او تعصبي جګړې او ګډوډۍ عامل شي، بلآخره به په افغانستان کې د قوم پرستي پر اساس جګړې پيل شي او په نتيجه کې به يې طالبان ضعيفه شي .

دداعش ډلې سره د نورو جهادي تنظيمونو تعامل څه دی؟
ټولې جهادي ډلې لکه القاعده ، طالبان او په دوي پورې اړوند ډلې داعش خوارج بولي او وژنه يې واجبه ګڼي چې هم مهاله دغه جهادي تنظیمونه په جګړه ورسره بوخت دي.

        پايله!!!

په لنډه توګه ويلای شو چې داعشیانو ته د مسلمه امت علماوو خوارج ويلي،
په وژلو يې فتوا ورکړې ده، څوک چې دداعش ډلې له لاسه ووژل شو هغه يې سپيڅلی شهيد بللی پايله داچې داعش يوه منحرفه ډله ده چې د اسلام د بدنامولو لپاره هر څه کوي او په افغانستان کې د امريکا د اهدافو د تحقق لپاره جګړه روانه ساتي.
پای

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version