داعش ( الدولة الاسلامية ) څوک دي؟« څلورمه برخه»

فاروق قريشي

د داعش په اړه د علماوو نظرونه څه دي؟

د مسلمه امت اکثره جيدو علماوو او مشايخ عظامو داعشيان خوارج بللي او د جهاد فتوا یې پرې ورکړې ده، چې د ځینو علماوو اقوال په لاندې ډول دي:

1- الشيخ العلامه ابو محمد المقدوسي (فک الله أسره)وایې:
داعش يو منحرف تنظیم دی چې پر مجاهدينو تېری کوي، د معصومو مسلمانانو پر وينو يې لاسونه سره دي، د جهاد نوم بدناموي او نور ډېر انحرافات پکې شتون لري.

2۔ الشيخ ابو قتادة الفلسطيني (حفظه الله) وایې:
ماته په يقين سره داخبره جوته شوې ده، چې د اسلامي دولت حزب (ګوند) کلاب النار (خوارج) دي او زه په دې حکم کې هېڅ شک نلرم؛ ځکه چې دوی ډېرې ناروا کړنې وکړې.

3۔ الشيخ الدکتور الهاني السباعي او الشيخ طارق عبد الحليم وايې:
مونږ په دې ګواهي ورکوو چې د الدولة الاسلامية ( داعش ) تنظيم د خوارجو منهج دی.

4۔ شيخ عبد العزيز بن مرزوق الطريفي د سعودي مشهور او فقهي عالم وايې:

داعش خوارج دي او څوک چې ددوئ په لاس شهيد شي د هغه اجر د الله ﷻ سره د هغه شهید نه زیات دی چې د اسد ( بشار الاسد ) نظام له لوري شهيد شي .

تبصره : د نوموړو علماوو له نظرونو څخه څرګندېږي چې داعش يوه منحرفه، د مسلمانانو او مجاهدينو قاتله، دخوارجو په منهج روانه او د جهاد بدناموونکې ډله ده .

داعش د فکري جګړې له مخې:

د غرب فکري جګړه ډېرې موخې او مقاصد لري چې يو یې د مسلمانانو په مينځ کې د منحرفو ډلو او ټپلو رامنځته کول دي .
غرب غواړي ددغو ډلو او ټپلو په واسطه جهاد، خلافت اسلامي، حدود ، قصاص او په مجموع کې د اسلام يو ډېر بد شکل نړۍ او نړيوالو ته وړاندې کړي.
دا ځکه چې غربيان نه غواړي چې د اسلام اصلي شکل خلګو ته وړاندې شي ځکه په دې سره به بیا ډېر خلک اسلام قبول کړي او مسلمانان به غالب شي.
غرب پوهېږي چې اسلام داسي یو دين دی چې هر چاته تر ټولو اديانو ښه د منلو وړ دی.

تبصره : نو غرب هم داعش د جهاد، خلافت او د سلام د بد نام کولو لپاره کاروي.

او د داعش پروژه ځکه د فکري جګړې یوه موخه ده چې داعش داسې ناوړه کړنې وکړې چې هېچا ته د منلو وړ ندي لکه : قومي مشران، سپنږيري، ماشومان، ښځې او معصوم عام مسلمانان په داسې وحشت سره په شهادت رسول؛ چې هېچا ته د منلو وړ نه و.
نو کله چې هغه ډله چې تر ټولو متدین مسلمان خطاب ځان ته کوي د اسلام په جامه کې داسې کړنې وکړي چې د اسلام نوم پرې بد شي؛ نو بیا به خود نړيوال دا فکر کوي چې اسلام يوازې عبارت دی له ظلم ، وحشت ، قتل او بس.
نو بیا کله غیر مسلم وګړي د اسلام منلو ته چمتو کېږي.

نور بیا….
إن شاء الله

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version