داعش( الدولةالإسلامية )څوک دي؟«۱» برخه

فاروق قریشي

د داعش ډلې لنډ تاريخ

کله چې سرو لښکرو افغانستان اشغال کړ؛ نو افغانانو د اشغال پر وړاندې جهاد پيل کړ، دې جهاد ته يو شمېر عرب ځوانان هم راغلي و، ديادونې وړ ده چې په رأس کې يې دوه ځوانان يو( اسامه بن لادن ) او بل
(ابو مصعب زرقاوي) هم شامل وو.
کله چې د افغانو وينو ثمره راوړه، نو وحشي سرو لښکرو ماتې وخوړه او له افغانستان څخه سرټیټي ووتلې.
افغانانو د اللهﷻ په نصرت او خپلمنځي اتحاد سره شوروي اتحاد دړې وړې کړ، دغه اتحاد په روسیه بدل شو، کمونيزم رېښې وایستلې او خپل استقلال یې په نره ( مېړانه ) واخيستلو.
بیا هغه عربو ځوانانو چې په رأس کې يې (اسامه بن لادن) او (ابو مصعب زرقاوي) هم وو؛ وروسته له دې چې افغانانو دخپل جهاد او مبارزې په نتيجه کې په ټول هېواد اسلامي نظام حاکم کړ؛ دوي اړينه وبلله چې بايد موږ هم په خپلو هيوادونو کې اسلامي نظام حاکم کړو، نو دوﺉ يو خپلمنځي شورا دائره کړه، د نوموړې شورا په ترڅ کې يې د( الجبهة العالمية لقتال اليهود و النصاری) ترنامه لاندې يو نړيوال تنظيم جوړ کړ، چې وروسته بيا دغه نړيوال تنظيم په (القاعده) مشهور شو او اسامه بن لادن يې د زعيم په توګه وټاکل شو.

اسامه بن لادن د خپلو ملګرو سره جزیرة العرب ته لاړ، هلته يې د مجاهدينو په جلب و جذب کار پيل کړ او دزيات شمېر مجاهدينو تر جلب اوجذب وروسته يې جهاد پيل کړ، خو زرقاوي دا مهال ورک شو او هېچا ته يې پته نه وه.

زرقاوي بيا هغه مهال را څرګند شو چې امريکا عراق اشغال کړ.
زرقاوي په عراق کې د امريکا په خلاف د مجاهدينو په جلب او جذب لاس پورې کړ او ډېر مجاهدين ( د اسامه بن لادن ملګري ) د جزيرة العرب څخه عراق ته لاړو، ترڅو د امريکايانو سره مخامخ جهاد پیل کړي.
زرقاوي په عراق کې په ډېر لږ وخت کې ډېر مجاهدين په خپل ځان را ټول کړ او د امريکايانو په خلاف یې جهاد پیل کړ، په امریکایانو یې تندريځ او مرګوني بريدونه وکړل، ورځ په ورځ د عراق مجاهدينو د بريا پړاوونه وهل او امريکا د ماتې په درشل کې وه .

خو متأسفانه چې په کال ( 2006 م ) کې زرقاوي د دوو خپلو نائبينو په شمول په يو کوټه کې د ناستې په مهال د امريکايې الوتکو تر بريد لاندې راغی او په دې برید کې زرقاوي سره له دواړو نائبينو شهيد شو.

دا داسې وخت و، چې د امريکا لخوا د مجاهدينو هر مشر تر بريد لاندې و، ځکه نو مجاهدينو ته دومره د اجتماع موقع په لاس نه ورتله ترڅو د خپل ځان لپاره زعيم وټاکي ، خو په دغه خطرناک وخت کې مجاهدينو د (ابوبکر البغدادي) په نامه يو تن د خپل ځان لپاره د زعيم په توکه معرفي کړ . خو داچې د ابوبکر البغدادي هويت هېچا ته معلوم نه و، ځکه نو د مجاهدینو اکثره مشرانو د عراق جهادي صف پرېښودل او ځيني يې بېرته جزيرة العرب ته لاړو.

په ابوبکر البغدادي باندې بدماشان، وينې تويوونکي او هغه کسان را ټول شول چې د نورو جهادي ډولو لخوا رټل شوي و او د يوه هم د الله ﷻ رضا او اعلاء کلمة الله هدف نه وه.
بيا ابوبکر بغدادي خپل ځان د خليفه په توګه اعلان کړ او خلافت يې اعلان کړ، په دغه اعلان کې د القاعده مجاهدينو سره هېڅ نوع مشوره نه وه شوې .
د خلافت تر اعلانيدو وروسته د عراق او شام اکثره سيمې د بغدادي ځواکونو له لوري ونيول شوې او د مجاهدينو بې دريغه معصومې وينې وبهيدې.

داعش څه مطلب

د: دولت
ا: اسلامي
ع: عراق
ش: شام
چې مجموعه يې ( الدولة الاسلامية فی العراق و الشام) يعنې اسلامي دولت په عراق او شام کې.

که چېرې د هرې کليمې نه لومړی حرف را واخلو او جمع يې کړو نو د ( داعش ) کلمه ترينه جوړېږي.

نور بیا…..

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version