داعش اسلامي مقدساتو ته سپکاوى کوي

ډاکټر عائشه

کله نا کله د ظالمانو ظُلم دومره عام شي چې انسانان او نور مخلوقات خو پرېږده حتى مذهبونه، دینونه او د هغوى د مقدساتو سره هم ظُلم کوي، د هغوى سپکاوى کوي او تخريبوي یې.
يو تنظيم چې ځانته د مسلمان نسبت هم کوي، څرنګه کولاى شي چې د خداى جل جلاله کور (مسجد) او يا د خداى جل جلاله د يو پېغمبر قبر ته په بارودو انفجار ورکړي او شاته د تکبير غږونه کوي!
راځئ دا لنډه لېکنه وګورو:
په 2014 کال کې چې کله داعشي خوارج موصل ښار ته ننوتل، هلته يې د خلکو د وژلو، اختطاف، ﺯنا او لواطت ترڅنګ د اسلام د مقدس دين شعائرو ته ډېر بد او سپک نظر او توهين وکړ.
الله جل جلاله فرمايي: (ياايهاالذين امنوا لاتحلوا شعائرالله)
ژباړه او تفسير: اى د ايمان خاوندانو تاسې د ځان لپاره د خداى جل جلاله نښې حلالې مه بولئ. چې د هغوى بې عزتي بې قدري کوي، بلکې د هغوى بې حرمتي حرامه ده.
داعشيان په موصل کې د حضرت يونس عیله السلام مقبرې ته ورغلل؛ هغه يې د بارودو په ﺫرېعه وېجاړه او ړنګه کړه دليل يې دا وو؛ چې ولې خلک د هغه ﺯيارت ته راځي او بدعات کوي.
نه يواﺯې مقبره، بلکې د مقبرې ترڅنګ لوى جامع مسجد چې پنځه وخته په لسګونو خلکو پکې لمونځ ادا کولو په بمونو وېجاړ کړ، هغه هم په دې دليل چې د يونس علیه السلام د مقبرې نه بدعتي خلک راځي او دلته لمونځ کوي.
په تکرېت کې يې مسجد اربعين چې د حضرت عمر رضي الله عنه د وخت د څلويښتو صحابه کرامو مقبره پکې وه، د جومات ترڅنګ یې د څلويښتو اصحابو قبرونه په بمونو وېجاړ کړل او د هغوى بې حرمتي يې وکړه.
په تلعفر کې يې د حضرت سعد رضي الله عنه قبر مُبارک سره د لوى جامع مسجد په بمونو له ځمکې سره سم هوار کړ.
جامع مسجد النوري یې هم چېرته چې داعش مشر البغدادي لومړنی بيعت ترسره کړ په بمونو وېجاړ کړ.
دا مو د نمونې لپاره يو څو ﺫکر کړل.
له جوماتونو بغير يې حنفي ديني مدرسې، د تصوف خانقاوې په بمونو لوټې لوټې کړې، ترڅو مسلمانان ونکولاى شي خپلو بچيانو ته د دين تعليم ورکړي.

نور بیا…

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version