داعشیان او خودمختاره غلامي!

جنید زاهد

#image_title

په کومه نړۍ کې چې موږ ژوند کوو، د غلامۍ بېلابېلې بڼې مو لیدلي دي، خو داسې ډول غلامي چې خپله انسان د هغې په لټه کې وي؛ ډېر نادره او لږه پېښېدونکې ده او ښايي تصور یې هم ستونزمن وي.

خو داعش؛ هغه کسان چې خپل ځانونه یې په بشپړ ډول غلامان کړي دي، د غلامۍ لپاره یې خپله رضا ورکړې او د بادار په لټه کې دي، دا ډول غلامي په نړۍ کې ډېره کمه او حتی نادره او غیرقابل تصور ده، خو سره له دې، دغو بې‌وسه او ذلیلو غلامانو ځانونه دې درجې ته رسولي چې غلامۍ ویاړ وګڼي، په ځانګړي ډول که باداران یې د غلامۍ لپاره ومني او خوښ یې کړي.

دا منفورې څېرې؛ هغه کسان دي چې ځانونه یې د خپل دین و وطن خلاف په ناسمه لاره کې اچولي او د دُښمنانو سره یې لاس یو کړی، اوس په هرې خوا منډې وهي، ترڅو داسې بادار پیدا کړي چې د غلامۍ زنځیرونه ور په غاړه کړي.

د دوی شعار؛ ویجاړول دي، داسې ښکاري چې د خپل وطن د خلکو یوه شېبه خوشحالي هم نشي زغملی.

اوس چې اسلامي او ملي نظام واک ته رسېدلی او د کلونو کلونو جګړې او ویجاړۍ وروسته؛ دا هېواد د خپلو بچیانو له‌خوا اداره کېږي، داسې ښکاري چې له داعش څخه سکون او ارامښت اخیستل شوی او د دوی په ذهن کې پرته له ورانۍ او د خلکو د خوشحالیو د مخنيوي بل فکر نشته.

داعش چې د انسان ضد او دین ضد فکرونه لري، هیڅکله د دې وطن د خلکو خوښي او امن زغملی نشي، دوی به ځانونه په خاورو او وینو کې لت پت کړي، ترڅو وکولا شي دا را منځته شوې خوشحالي او امن ګډوډ کړي او بېرته ویجاړۍ ته لار هواره کړي.

خو داعش باید پوه شي، چې د دې وطن خلک به په خپل ځان، مال او عزت د دې نظام دفاع کوي، هغه نظام چې د زرګونو قیمتي سرونو په قربانۍ سره رامنځته شوی دی؛ هېڅکله به د داعش د هغه خبرو له امله، چې دلته او هلته یې کوي له منځه لاړ نه شي.

په حقیقت کې، د افغانستان د اسلامي امارت د ونې په هر رګ کې د دې هېواد د ټولو خلکو وینه روانه ده، تر څو چې د دې هېواد یو وګړی ژوندی وي، هېڅکله به داعشیانو او د دې خاورې د اشغال فکر لرونکو ته، دا اجازه ورنه کړي چې خپل ناپاک قدمونه پر دې پاکه او جهادي خاوره کېږدي.

دا خاوره چې په هر ګام کې یې د شهید قبر دی او په هر متر کې یې د یو مجاهد وجود ښخ دی، هېڅکله به پکښې د داسې او نورو ناوړو ډلو لپاره ځای پیدا نه شي.

دا وطن په قربانیو او د مجاهدینو په سرښندنو سره دې امن او عزت ته رسېدلی دی، هر څوک او هره ډله چې د دې وطن د نا امنۍ په لټه کې وي؛ د دې وطن خلک به یې د خپلو ناوړه اعمالو سزا ورکړي.

دا نظام به هېڅکله هم د څو کړنو او خبرو له امله، چې د داعش په ناسالم فکر کې شتون لري؛ لږ هم متزلزل نه شي.

د دې نظام ونې به تل قوي او ولاړې وي او هر دښمن او بدخواه چې د دې وطن د نا امنۍ په لټه کې وي، د خدای جل جلاله په فضل، د خلکو په ملاتړ او د اسلام د زړورو سرتېرو په شتون سره به په تباهۍ کې ولوېږي او سرنوشت به یې پرته له ماتې او رسوايۍ نور څه نه وي.

داعش چې ځان یو ازاد تنظیم ښیي، په حقیقت کې باید ووایو چې دوی خپله خودمختاره غلامان دي چې سرګردانه او پرېشانه د بادار په لټه کې دي.

عاصم جلال
Exit mobile version