داعشي خوارج که د کفري استخباراتو د لاس آله!؟

لیکوال: حمزه داعي

پر هیواد د اسلامي امارت له حاکمیت وړاندې د امریکا او ناټو د اشغال له کبله افغانستان د ټولې نړۍ د استخباراتي جګړو په یو ډګر ګرځیدلی و، کله چې نړۍ په نظامي ډګر کې د اسلامي امارت د مجاهدینو بریاوې ولیدلې او افغانستان کې یې خپله ناکامي حتمي وګڼل، نو د داعش په نوم فتنه ګره ډله یې له نورو هیوادونو د افغانستان بیلابیلو ولایتونو ته د خپلو شومو اهدافو د سرته رسولو او د راتلونکي اسلامي حاکمیت(اسلامي امارت) په وړاندې د سرخوږي ایجادولو لپاره له په تجهیزاتو سمباله را انتقال کړله، د داعشي خوارجو نجس قدمونه د افغانستان پر جهاد پروره او سپیڅلې خاوره ایښودل د افغانستان د ولس او مجاهدینو لپاره په هیڅ صورت د منلو وړ نه وو/دي، ځکه دا ډله پردي اهداف تعقیبوي او د اسلام پر سپینه لمن تور داغونه جوړوي.
د اسلامي امارت له بیا حاکمیت وروسته د نړۍ استخبارات د داعش په نوم د یوې خارجي فتنې په لاس خپل اهداف تعقیب او تطبیقوي، د تش په نوم خلافت غولیدلي کشرخیل غړي په هدفي وژنو او ځانمرګو بریدونو کې بې ګناه مسلمانان په شهادت رسوي چې ګویا د دوی په وینا له اسلامه وتلي دي او أهل ذمه کفار چې ساتنه یې پر اسلامي حکومت لازمي ده، د خارجي استخباراتو په دستور وژني، یا خوارج داسې ځایونه هدف ګرځوي چې په هیڅ اسلامي اصولو کې جواز نه لري؛ لکه د عبادت ځایونه او نور…
نن ورځ نړۍ کې د اقتصادي جګړې سیال هیوادونه مستقیماً یو پر بل برید نه کوي، بلکې په نورو هیوادونو کې د یو بل اقتصادي، سیاسي او دیپلوماتیک مرکزونه د داعشي خوارجو او نورو نیابتي ډلو په واسطه هدف ګرځوي، چې اکثره بریدونه د دغو هیوادونو د استخباراتو لخوا پلان شوې وي. دا چې هیواد کې اوس امنیت تأمین شوی او افغان حکومت د اسلامي ارزښتونو، متوازن اسلامي سیاست، ملي منافعو او هیواد د علیا ګټو په نظر کې نیولو سره د نړۍ هیوادونو ته بلنه ورکړې ده، څو افغانستان کې پانګونه وکړي او په اقتصادي برخه کې بیلابیلې لاسته راوړنې او پرمختګونه ولرو؛ چین او د نړۍ څو نورو هیوادونو د افغانستان بیلابیلو برخو کې پانګونې ته زړه ښه کړ او عملاً یې په کار پیل وکړ، خو د چین او یو شمېر نورو هیوادونو سیالانو ته دا کار د منلو وړ نه ؤ، نو لدې کبله یې د داعش په نوم فتنه ګرې ډلې څو غولیدلي او بې لاري کشران چې بهرني اتباع هم پکې شامل دي، د کفري استخباراتو د پلانونو مطابق اقتصادي او سیاسي مرکزونه په نښه کړل، خو د تېر په څېر یې هیڅ تأثیر نه درلود او یوازې د خوارجو لپاره یوه ناکامه تبلیغاتي سوژه وه.
خوارجو په دې وروستیو کې اراده لرل چې افغانستان کې د کفري استخباراتو نور شوم پلانونه هم تطبیق او مزاحمت جوړ کړي، خو لله الحمد د اسلامي امارت امنیتي ارګانونه د الله متعال په نصرت او خپل مجاهد ولس په مرسته توانیدلي، چې افغانستان د دغه فتنه ګري ډلې پلانونه له خاورو سره خاوري کړي او مجاهد شازلمي د دوی مهم مشران او غولیدلي کشرخیل په په پرله پسې توګه په سمڅو کې له منځه یوسي.
خوارج د معاصر وخت د کفارو هغه پلان تطبیقونکي غلامان او د لاس آلې دي، چې د “مرتد او مشرک” په نوم د زرګونو بې ګناه مسلمانانو په وینو یې لاسونه سره دي، دوی الله تعالی ته پر تللې لار نه، بلکې شیطان ته پر تللې لار روان دي؛ په نړۍ کې د مسلمانو جهادي حرکتونو د بې اتفاقۍ او ټوټې – ټوټې کېدنې مسؤل د خوارجو دا شریره فتنه ده، څو چې زموږ هر مسلمان په بدن کې یو رګ ژوندی وي، د کفري دسایسو او دغه فتنې په وړاندې به خپله وسلواله او قلمي مبارزه جاري ساتو.

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version