داعشي خوارج، که د امریکا د فکري جګړې وسیله

طاهر احرار

تاسو ته بهتره معلومه ده، چې په نړۍ کې کوچنۍ فزیکي او يا اقتصادي جګړې يوازې د فکري جګړې لپاره کیږي.
فکري جګړه اصلي او نورې جګړې د فرع(بېل ماهیت) حيثیت لري.
غرب د امریکا په مشرۍ په ګډه د ناټو تر بیرغ لاندې د همدې فکري( ایډیالوژیکي) جګړې تر نامه لاندي په نړۍ کې بېلابېلي جګړې روانې کړي دي. موخه يې يوه، خو لارې يې مختلفې دي.
يو څه وخت په بېلابیلو هېوادنو کې خلک راویښ شول او خپل حکومتونه يې د اصلاحاتو په نوم رانسکور کړل.
مثلاً : تونيس، مصر، لېبیا، سوریه او داسې نور…
خو په هر هېواد کې خلکو ته بېلې بېلې پالېسۍ(سیاستونه) ورکړل شول.
دا بهیر په عربو کې ډير په چټکې روان وو. ليبیا هم يو له هغو هېوادونو څخه وو، چېرته چې امريکا د داعش تر نامه لاندې د یوه دښمن حکومت پر ضد جګړه پیل کړه، او دغه ښکلی هيواد یي ټوټه ټوټه(ویجاړ) کړ.
راځئ دغه حالت د يو امرکايي سیاست پوه او لیکوال جان پال ليونارډ په لېکنه کې وګورو.!
جان پال ليونارډ وايي :
The fact that the CIA was actively working to help the Libyan rebel stopple Gaddafi was no secret
nor were the air strikes that Obama ordered against the Libyan government.
However, little was said about the identity or the ideological leanings of these Libyan rebels.Not
surprising, considering the fact that the leader of the Libyan rebels later admitted that his fighters
includedAl-Qaedalinkedjihadistswhofoughtagainstallied troops in Iraq.

دا هېڅ پټه نه وه، چې CIA ښکاره او په فعاله توګه د ليبیا د یاغیانو سره د معمر القذافي د نسکورولو لپاره کار کاوه، او نه هم دا چې اوباما د ليبيا د حکومت په وړاندې د هوایي بریدونو امر ورکړی وو.
د عراق دا وسله وال چې د امریکا ملاتړ يې درلود، ټول هغه خلک وو، چې وروسته په داعش بدل شول او تر اخېره د امریکا له ملاتړه برخمن وو.
د امريکا او ناټو د استخباراتو او هوايي ملاتړ په مرسته، د ليبيا ياغيانو قذافي ونيو، او په لنډ ډول(طریقه) يې په کوڅه کې اعدام کړ، په داسې حال کې چې په جوش او جذبه يې د “الله اکبر” نارې وهلې.
ډېرو هغو کسانو چې رسمي بڼه یې درلوده، ویل یې چې دا هغه وسله وال دي چې په لیبیا کې د لیبرال ډیموکراسۍ رامینځته کولو لپاره جګړه کوي، او د متحده ایالاتو او ناټو تر ملاتړ لاندې د جګړې له مخې لیبیا د 2010م کال لپاره، د ملګرو ملتونو د بشري پراختیا د درجه بندۍ له مخې په افریقا کې د هر هیواد په پرتله د ژوند تر ټولو لوړ معیار درلود اما اوس د لیبیا هیواد د ګډوډۍ سره مخ دی، هلته تاوتریخوالی په پراخه کچه روان دی. لیبیا اوس په پراخه کچه د یو ناکام دولت په توګه پیژندل کیږي.

د قذافي له نسکوریدو وروسته، د لیبیا وسلې ټولې غلا او لوټ شوې، دغه اسلحې په پراخه کچه د داعش له خوا سوریې ته واستول شوې، په وسلو کې د ټانګ ضد او د الوتکو ضد توغندۍ د ترکیې له لارې سوریې ته قاچاق شوې. په هر حال لیبیا چې اوس بيا عادي حالت ته راګرځي باید دغرب لمنه ونيسي، او هغه فکر(سوچ) خپل کړي د کوم فکر(سوچ) لپاره چې دومره لوی کار شوی دی.
دا يوازې ليبیا نه ده، امریکا د همدې کار لپاره په نورو هېوادونو کې هم د داعش تر نامه لاندې دغه پروژې پيل کړي، چې هيوادونه د جګړې په لمبو سوځوي، د بیا رغونې په نوم فکري جګړه کوي، او بالاخر خپل هدف ته رسیږي.
خو افغانستان د نړۍ په شان نه دی، افغانستان کله هم د بل چا فکر او واک نه ده منلی.
لکه څنګه چې يې باداران مات شول، او بیا وتښتېدل نو غلامان به یې طبعي همداسې کیږي

ان شاء الله

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version