د داعش په مشرتابه کې تناقص:
داعش افراطي ډلې د خپل ځواک په اوج کې، د اسلامي خلافت د بیا را ژوندي کولو په ادعا نړۍ له قتل او وحشت سره مخ کړه، خو د دې ظاهراً منظم نمایش تر شا، یو ګډوډ او له تضادونو ډک جوړښت پټ و، چې بالاخره همدا يې د ړنګېدو لامل شو، په دې لیکنه کې د دې ړنګېدو دوه اصلي ستنې څېړل شوي دي: د داعش د مشرانو تېښته او وژل کېدل، او د داخلي اړخونو ترمنځ د واک جګړه.
د مشرانو سقوط:
د خلافت له ادعا تر دښته کې تېښتې پورې ابوبکر البغدادي چې ځان یې د «خلیفة المسلمین» تر نامه لاندې د داعش مشر باله، په ۲۰۱۹ کال کې د سوریې په ادلب کې د يو لړ عملیاتو په ترڅ کې په دام کې ولوېد او د خپل ځانمرګي واسکټ په چاودنې سره یې ځان وواژه، دا د هغه چا لپاره یو سمبولیک پای و چې یوه ورځ یې د عراق او سوریې پر درېیمه برخه خاوره په ظلم او استبداد حکومت کاوه، د دې متوهم او ظالم سړي مړینه د داعش د مشرتابه د ړنګېدو پیل و.
د مقاومت پر ځای تېښته:
په ټولنیزو رسنیو کې خپرې شوې ویډیوګانې په ښه توګه ښيي چې د داعش مشران په حساسو شیبو کې خپل افراد په دښتو کې پرېږدي، د پاتې کېدو په ځای تېښته غوره کوي او په مجهزو موټرو کې د جګړې له ډګره ځي، د داعش افراطي ډلې د مشرانو دغه ډول کړنو د دوی لویه ادعا «تر مرګه وفاداري» تر ملنډو لاندې راوسته.
د ځای ناستو پرلهپسې وژلکېدل:
له بغدادي وروسته، ابوالحسن هاشمي قریشي او ابوالحسین حسیني قریشي هم په هدفي عملیاتو کې ووژل شول، هر ځل چې د دې بېخلیفه خلافت یو مشر به ووژل شو، د دې ډلې د غړو او متوهمو پلویانو ترمنځ به بېثباتي نوره هم زیاته شوه، تر دې چې داعش افراطي ډلې په میاشتو مياشتو پرته له دې چې په رسمي توګه خپل ځای ناستی اعلان کړي، فعالیت کاوه؛ له همدې ځایه ده چې د «بېخلیفه خلافت» اصطلاح په بشپړه توګه پر دې ډلې صدق کوي.
دې بېثباتۍ د «خلافت» درواغجن ماهیت نور هم رسوا کړ، هغه حکومت چې د الهي نظم ادعا یې کوله، حتی په ساده مدیریتي اصولو کې هم ناکام شو.
د واک جګړه:
د خلافت تر سیوري لاندې یو بل سره دښمن اړخونو د یووالي د اعلامیو تر شا، داعش د کورنیو ډلو د شخړو ډګر و. د داعش د یوه جګپوړي قومندان، ابورقیه انصاري اعترافونه دا په ډاګه کوي چې:
۱:- د عراقیانو او سوریانو ترمنځ اختلاف:
د اختلاف او بېلتون اور تل د عراقي ډلې (د ابوعلي انباري په مشرۍ) او سوري ډلې (د ابوعمر شیشاني په مشرۍ) ترمنځ د سرچینو او ستراتیژۍ د کنټرول پر سر بل وو، د ابورقیه د اعتراف له مخې، د دې اختلافاتو لمبې به کله دومره شدیدې شوې چې د وسلهوالو نښتو لامل به کېدلې.
۲: له جبهة النصرة سره سیالي:
له داعش څخه د جبهة النصرة تر بېلېدو وروسته، ډېری سوري قومندانان له جبهة النصرة سره یوځای شول، ابوبکر البغدادي حتی د جبهة النصرة د مشر د ترور کولو پلانونه هم درلودل، خو ناکام شو.
۳:- د بغدادي له مړینې وروسته، داعش ډله د اختلاف او تجزیې مرحلې ته ننوته، له بغدادي وروسته د داعش مرکزي ډله په څو برخو ووېشل شوه او دې ډلو په دې پړاو کې مرکزي او منسجم مشرتابه نه درلود او عملاً یې خپلواک عمل کاوه.
د پورتنیو مطالبو له لوستلو وروسته، د لوستونکي په ذهن کې دا پوښتنه راولاړیږي چې ولې د داعش افراطي ډلې رهبري سره وپاشېدله؟
۱:- د رښتیني مشروعیت نشتوالی:
د داعش د ماتې او ړنګېدو یو تر ټولو مهم لامل د رښتیني مشروعیت نشتوالی وو، داعش د خلکو د بیعت پر بنسټ حکومت نه کاوه، بلکې د ترهې او وېرې په زور یې پر خلکو واکمني کوله، له همدې امله کله چې وېره له منځه لاړه، وفاداري هم پای ته ورسېده.
۲:- شخصاً پر بغدادي تکیه:
دا چې داعش افراطي ډلې پر خپل مشر بغدادي سخته تکیه لرله، د هغه په مړینې سره دا ډله هم له کمزورۍ او ماتې سره مخ شوه، دا څرګنده ده چې پر یوه کس متمرکزه رهبرۍ جوړښت د هغه له مړینې وروسته یوه نه جبرانېدونکې تشه رامنځته کوي، او دا پېښه په داعش ډله کې تجربه شوه.
۳:- د پایښت لرونکې ایډیالوژۍ په نشتوالي کې د واک حرص:
کله چې د داعش د پلویانو او مشرانو په منځ کې «خلافت» د الهي ارمان پر ځای، د افرادو د واک غوښتنې لپاره په یوه وسیله بدل شو، هرې ډلې د ډېرې ونډې اخیستلو لپاره جګړه وکړه او همدا د واک حرص دوی د تباهۍ کندې ته وغورځول، همدارنګه، د یوې پایښت لرونکې ایډیالوژۍ نشتوالي دوی د مرګ په زهرجنو منګولو کې راګیر او دوزخ ته ولېږل.
په پایله کې، باید ومنو چې داعش یو خلافت نه، بلکې د تاوتریخوالي او ګډوډۍ یو ګرداب و چې حتی خلیفهګان یې هم په کې ډوب شول.