د شلمې میلادي پېړۍ پای او د یوویشتمې پېړۍ پیل د مسلمانانو د بیدارۍ دوره وه. د شلمې پېړۍ په نیمایي کې مسلمانان ضعیف شول او اسلامي فکر په عمومي ډول له منځه ولاړ. خو یو بل سرخوږی غرب ته پیدا شو، هغه دا چې یو بل فکر د سوسیالیزم په نوم منځ ته راغی چې غرب یې وارخطا کړ.
د دوهمې نړیوالې جګړې وروسته، روسیه لومړی هېواد شو، چې بشپړ سوسیالیستي نظام یې خپل کړ او قوي شو. چین کمونیستي نظام خپل کړ، کیوبا په چټکۍ سره د سوسیالیزم تر سیوري لاندې راغله، شوروي اتحاد جوړ شو، ختیځه اروپا سوسیالیستي شوه، او ویتنام، کوریا او افریقا هم د سوسیالیزم تر اغېز لاندې راغلل. د غربیانو اصلي هدف نور سوسیالیزم وګرځېد او اسلامیزم ته یې شا واړوله.
د ټکر پیل په ۱۹۴۷ میلادي کال کې وشو، چې دې ته سړه جګړه هم ویل کېږي. په دې وخت کې دوه قوي بلاکونه سره مخامخ شول، سوسیالیزم او غربي کپېټالیزم، خو جګړه یې مستقیمه نه وه، بلکې غرب له پردې شا جګړه کوله.
مهمې جګړې دا وې:
د ویتنام د سوسیالیستانو او امریکا جګړه
د کوریا جګړه د شمال او غرب ترمنځ
د کیوبا د توغندیو بحران
سوسیالیزم تقریباً نیمه پېړۍ دوام وکړ.
دا چې سوسیالیزم، کپېټالیزم او اسلامیزم د یو بل سره په ټکر کې وو، او سوسیالیزم هم د اسلام او مسلمانانو لپاره خطر و، نو مسلمانان هم، که څه هم په ډېر ضعیف حالت کې وو، د سوسیالیزم مقابلې ته راودانګل.
ولې د اسلام او سوسیالیزم ترمنځ ټکر شته؟
د سوسیالیزم بنسټ پر الحاد ولاړ دی. سوسیالیستان هېڅ دین ته عقیده نه لري. د سوسیالیزم د مخکښ Karl Marx په نظر، دین انسانانو ته د تریاکو په څېر دی. دوی په عقیدوي لحاظ هېڅ اسماني دین ته باور نه لري. همدارنګه، د سوسیالیزم اقتصادي نظریه هم د اسلام سره په ټکر کې ده. د سوسیالیزم له نظره اقتصادي مساوات شته، او د دوی په اند ټول خلک باید مشترکه سرمایه ولري او هر څه شریک وي.
اسلام هر شخص ته په حلاله لاره د تجارت او شتمنۍ حق ورکوي. په اسلام کې هر شخص د مالکیت حق لري، خو په سوسیالیزم کې یوازې دولت د مالکیت حق لري. همدارنګه، په اسلام کې حلال او حرام واضح دي، خو په سوسیالیزم کې دا روښانه نه دي.
خلاصه دا چې سوسیالیزم د اسلامي عقیدې، فکر او اقتصاد سره سمون نه خوري. همدا لامل و چې د مسلمانانو او سوسیالیستانو ترمنځ هم جګړه پیل شوه، چې غرب هم په دې جګړه کې د سوسیالیستانو پر ضد و.
خو دا جګړه بیا مسلمانانو د عقیدې او اسلامي فکر په نتیجه کې وګټله. جهاد او اسلامي نظام یو ځل بیا د مسلمانانو ځوانانو په فکر کې ځای ونیو.
مسلمان ځوانان پوه شول چې سیکولریزم نه د دوی ګټې خوندي کولی شي، نه هغوی ته ازادي ورکولی شي، او نه یې دفاع کولی شي. د غرب څخه نیولې تر سیکولر مسلمانانو پورې، ډېر خلک په دې باور دي چې سوسیالیزم د نړۍ لپاره یو ستر خطر و. خو هغه استبدادي نظام چې د غرب څخه نیولې د نړۍ ډېر انسانان یې ماتې ته عاجز وه ، اسلامي فکر د جهاد په عقیده مات کړ.
د شلمې پېړۍ په نیمایي کې چې غرب د سوسیالیزم په تشویش اخته و، او پوهېده چې اسلامي فکر کولی شي چې سوسالیزم له منځه یوسي، نو د خپلو ګټو لپاره یې د لنډ وخت لپاره یې د اسلامیزم سره دښمني کمه کړه. همدارنګه، په اسلامي هېوادونو کې یې خپلو سیکولرو ملاتړو ته امر وکړ چې د سوسیالیزم پر ضد اسلامي فکر تقویه کړي.
د شلمې پېړۍ په پای کې سوسیالیزم کمزوری شو او غرب یو څه ارام شو، خو لا وخت نه و تېر شوی چې له بلې ستونزې سره مخ شو: په اسلامي نړۍ کې د مسلمان ځوانانو په ذهنونو کې یو ځل بیا د اسلامي نظام، جهاد، اسلامي قوانینو او خلافت مفکورې راژوندۍ شوې.
دا هغه څه وو چې د غرب پښې یې ولړزولې، خوبونه یې ترې واخیستل، او د هغوی د امپراتورۍ بنسټونه یې ولړزول، او هغوی ته یې د تېرو پېړیو ترخې خاطرې ور په یاد کړې.
