خوراج (داعش) د تاریخ په اوږدو کې | څلورمه برخه

#image_title

بهاند

د خوارجو ډلې!

خوراج له ابتداء څخه تر نن ورځي پورې په مختلفو بڼو او ډلو را څرګند شوي، د ټولو موخې او اهداف ګډ دي، چې د مسلمانانو تکفیرول او بې اتفاقي ته هڅول یې د نمونې په شکل یادولای شو،

البته د دوی په عقيده او اشخاصو کې د زمانې په تېرېدو سره بدلون راغلی، چې بیا په  څو ډلو وېشل شوي.

 

له پیله دوه څانګې لري، چې قعدیه او شراة دي.

 

قعدیه: د خوارجو هغه ډله ده، چې له یوې غیرې مستقیمې لارې خلک د شرعي امیر او خلیفه بغاوت ته هڅوي، او خپله په بغاوت کې مسلح ګډون نه کوي.

نو ځکه د خوارجو د نورو ډلو لخوا دا ډله هم د تکفیر تر برید لاندې راغلې او ارتداد ته یې منسوبوي، ځکه د خوارجو په منهج او دین کې خلک مکلف دي، چې د امیر پر ضد مسلح پاڅون وکړي، که یې څوک نه کوي مرتکب د لویې ګناه دی او د لویې ګناه کوونکی د خوارجو په نزد کافر دی.

 

شراة: هغه ډله ده چې د شرعي امیر او خلیفه په ضد مستقیماً په جکړه بوخت وي، دې ډلې د خپل قوي مورال په توسط اسلامي امت په تېرو زمانو کې او آن اوس هم له سختو ننګونو سره مخ کړی.

 

بل خوا امام شهرستاني په الملل والنحل کې د دوی اته قسمه ډلې ذکر کړي، چې هره یوه یې یو کس ته منسوب او د همدې کس تقلید یې ذمه واري ده

۱: محکمه

۲: زارقه

۳: عاذریه

۴: بهیسیه

۵: عجاردة

۶: ثعالبه

۷: اباضیه

۸: صفریه

 

ادامه لري…..

هرماس الافغاني
Exit mobile version