خوارج څنګه او څوك دي؟

لیکوال: مفتي حماس
اوومه برخه
خوارج هغه څوک او ډله ده، چې د حضرت عثمان رضي الله عنه د خلافت په وروستيو کې يې بغاوت وکړ، د عثمان رضي الله عنه مظلومانه شهادت هم ددوی د خروج نتیجه وه.

له هغه وروسته د حضرت علي کرم الله وجهه په زمانه کې نور هم را څرګند شول، په دې وخت کې يې شر ډير زيات شو، په علي (کرم الله وجهه) باندې يې خروج وکړ او د نوموړي په ګډون يې ډير صحابه کرام( رضي الله عنهم) کافران وبلل. (العياذ بالله).

صحابه کرامو ته د کفر د نسبت لامل یې عقیدوي اختلاف و؛ ځکه دوی هميشه د دوی له عقيدې او مذهب سره مخالفين کافران بللي دي. خوارج د شرعي اميرانو اطاعت څه، چې د هغوی په خلاف بغاوت او خروج د دين یوه برخه بولي او دا يې عقيده ده، خو په اسلام کې تر هغه وخته چې له امیر څخه کفر څرګند شوی نه وي؛ بغاوت او خروج ورباندې ستر جرم ګڼل شوی او اطاعت يې د الله تعالیٰ اطاعت بلل شوی ده.

خوارج په لومړي سر کې په اميرانو او بیا په ټولو مسلمانانو خروج ځکه جائز ګڼي؛ چې دوی د کبیره ګناه مرتکب کافر بولي، خو د اهل سنت او جماعت په عقيده له ايمان څخه يواځې د شرک او ايمان په نواقضو سړی وځي او د کبيره ګناه په سبب سره څوک د ایمان له دائرې څخه نه وځي، بلکې ایمان يې ناقص ګرځي او کافر نه، بلکې فاسق ورته ویل کېږي.

خوارج ولي دکبیره ګناه مرتکب کافر بولي؟

ددې لامل يوازې جهل (ناپوهي) ده؛ ځکه خوارج د عبادت، ذکر، تلاوت او روژو ډيره پابندي کوي، رسولﷲ ﷺ خپلو ملګرو ته د دوی داسې تعريف کوي: تاسو به د خوارجو د لمنځونو، روژو او تلاوتونو په ليدلو سره خپل عبادات ډير کم ګڼئ، خو له دې هر څه سره بیا به هم خوارج له دین څخه داسې په اسانۍ سره وځي، لکه غشی له لیندې څخه، خوارج په دين کې له دومره زيار سره-سره، په دین کې هيڅ پوهه نه لري، چې له امله يې په ګمراهۍ او شر کې راګیر شوي دي او له ځان ور هاخوا بل هيڅ څوک مسلمان نه بولي.

خوارجو په هيڅ وخت کې کافران نه دې وژلي، بلکې د دوی په لاس هميشه د مسلمانانو وينې بهيږي، په مسلمانانو کې هم ستر-ستر خلګ لکه: عثمان، علي، زبير بن عوام رضي الله عنهم او د امت نور غوره خلګ د دوی له لاسه وژل شوي دي. د دوی ددې کړنلارې وړاندوينه رسولﷲ ﷺ څوارلس سوه کاله پخوا کړې وه ”يقتلون أهل الإسلام ويَدَعون أهل الأوثان” دوی به مسلمانان وژني او بت پرستان (کافران) به نه وژني.

خوارج د قرآنکريم او حديثو په ځينو نصوصو استدلال کوي، خو پرې پوهيږي نه، د ګناه په کولو چې کوم وعيد (ویره) راغلې وي، هغه ته ګوري او له هغه څخه د کفر معنیٰ اخلي، له هغه پرته نورو هغو آيتونو او حديثونو ته بيا نه ګوري، چې له مسلمانانو سره په کې د مغفرت او رحمت وعده شوې ده.

خوارج ځانونه د دين پاخه پلویان بولي او په ډيره جذبه سره هره ناروا پریکړه کوي، مګر په دین غيرت او ننګ کول، په دین کې له پوهې څخه پرته هیڅ فایده نه لري، تر صحابه کرامو خو د دين غوره پلویان بل هيڅ څوک نه وو، خو هغوی هم د خوارجو په لاس ووژل شول.

له خوارجو سره څه کول په کار دي؟
حضرت علي رضي الله عنه خوارجو ته لومړی ترجمان القرآن او خپل د کاکا زوی عبد الله بن عباس رضي الله عنه د مناظرې لپاره ور ولیږل، د مناظرې په ګټه شپږ زره کسان بیرته له خوارجو را واوښتل او له پاتې نورو خوارجو سره علي کرم الله وجهه د ډيرو صحابه کرامو په ملتيا جګړه پیل کړه. دا شان په هره زمانه کې مسلمانانو ته په کار ده، چې لومړی دغه خبیث قوم د دعوت او اصلاح په مټ لارې ته را وبولي، که بیا هم لارې ته نه راغلل؛ بیا یې باید پر وړاندې مبارزه وشي او ووژل شي؛ ځکه ددوی وژنه سپيڅلی جهاد دی او د دوی له لاسه وژل کيدل سپيڅلی شهادت دی.

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version