خوارج له صدر اسلام څخه، بیا د نن ورځې تر دواعشو پورې/نهمه برخه

عبدالرحمن محمود

خوارج د کفارو په مقابل کې.

خوارج له قدیم زمان څخه نیولې، د نن ورځې تر داعشي خوارجو پورې، د کفارو په مقابل کې د جنګیدلو تاریخ نه لري. له ډیرې پلټنې سره سره موږ په دې نه یو توانیدلي، چې د خوارجو په تاریخ کې د کفارو سره د جهاد جمله پیدا کړو. لکه څنګه چې جناب نبي کريم صلی الله علیه وسلم د خوارجو په علايمو أو نښانو کې ويلي دي، چې (يَقْتُلُونَ أَهْلَ الإسْلَامِ ويَدَعُونَ أَهْلَ الأوْثَانِ. الحديث)، مسلمانان قتل کوي، وژني یې او مشرکين به روغ پریږدي.

همداسي د دوی ټوله ماضي او سابقة د مسلمانانو سره د جنګ او د هغوی د تکفیرولو څخه ترکیب او جوړه ده.

امام ابن جرير الطبري، په خپل تاريخ کې ليكلي: حضرت علي رضي الله عنه ته مکتوب راغی، د خوارجو دا واقعه يې په کې لیکلې وه: چي خوارج پر یوه مومن باندې ور پیښ شول، دوی ورته وویل، مسلمان یې که کافر؟ هغه ورته وویل مسلمان یم، دوی ورته وویل، په ”حضرت“ علي «رضي الله» کې څه وایې او د هغه په اړه څه نظر لرې؟ ده ورته وویل، د هغه په اړه مې د خیر او ښه نظر دی.
بیا یې هغه وواژه او په توره یې ټوک ټوک کړ، د همدې مسلمان سره یو کافر هم وو، هغه ته یې وویل ته څوک یې؟ هغه ورته وویل، زه ”ذمي“ یم.
خوارجو پریښود او وې ویل، چې د د دې سړي وژل حرام دي.

حضرت علي رضي الله د مکتوب په ځواب کې ولیکل: زه پوه شوم، چې دې ګمراه ډلې مومن قتل کړ، مومن د دوی سره په امن نه دی او مخالف کافر بیا له دوی سره په امن دی، دا هغه ړنده او کڼه ډله ده، چې شیطان ګمراه کړې او له دوی یې لاره ورکه کړې ده.

امام مبرد په خپل تاریخ ” الکامل” یوه عجیبه واقعه ذکر کړې ده، چې د « أبو حذیفة واصل بن عطاء» په نوم کوم څوک، د خپل ملګرو سره روان وو، پر خوارجو ور پیښ شو، واصل خپلو ملګرو ته وويل، ما او دوی سره پریږدئ او تاسو چوپ شئ.
خوارجو پوښتنه ورڅخه وکړه، چې څوک یاست؟ ده ورته وویل: مشرکان یو، سوچه کافران یو، پناه مو راوړې ده، تر څو د الله تعالی کلام واوروو او شریعت یې وپېژنو. د واصل اشاره دې آیت شریف ته وه [ وإ نْ أَحَدٌ مِّنَ ٱلْمُشْرِكِينَ ٱسْتَجَارَكَ فَأَجِرْهُ حَتَّىٰ يَسْمَعَ كَلَٰمَ ٱللَّهِ ثُمَّ أَبْلِغْهُ مَأْمَنَهُ.الأية). كه چیرې یو د مشرکینو پناه در څخه وغواړي، امن ورکړه، تر څو د الله جل جلاله کلام واوروي، بیا یې خپل امن ځای ته ورسوه.
خوارجو ورته وویل پناه مو درکړه، بیا واصل ورته وویل: شریعت را و ښیاست! هغوی خپل احکام ور وښودل، ده ورته وويل، ما او ملګرو مې ومنل، هغوی پریښودل، واصل ورته وویل چي تر امن ځای به مو هم رسوئ، خوارجو عسکر ورسره کړل او تر خپل امن ځای پورې يې ورسول.

همدا د قدیم او حادث خوارجو موقف او عقیده ده، د دې ګمراه ډلې دښمني یوازې له مومنانو سره ده، د مومن په وژلو کې هیڅ تاويل او تحقیق ته دوی أړتیا نه لري، مګر د کافر په وژلو کي بیا احتیاط کوي، له تحقیق او تأویل څه کار اخلي.

د خوارجو خپل مینځي اختلافات، أو په دوی کې مختلفې ډلې.
نور بیا…

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version