خوارج له صدر إسلام څخه، بیا د نن ورځې تر دواعشو پورې/اوومه برخه

عبدالرحمن محمود

د خوارجو مارقه وو د شبهاتو ځواب.

په تېره برخه کي موږ د قدیم خوارجو هغه سطحي او کمزوري دلائل ذکر کړل، چې په اساس یې دوی ټوله امت تکفیراوه، او د هغوی وینه تویول یي ځان ته روا بلل.
تکفیر ډېره درنه مسئله ده، او نه هم یو څوک کافر کول د چا د شخصي مزاج، حماس، او د جذبې تابع کیدلای شي، د معین او د معلوم شخص تکفیر ځان ته شرائط او ضوابط لري، چې د هغو له مخې د یو چا د ژوند د ټولو اړخونو د تحلیل کولو وروسته دا حکم کیدای شي، چې فلان کافر دی.
جناب نبي کریم صلی الله علیه وسلم فرمایي( لايرمي رجل رجلا بالفسوق ، ولايرميه بالكفر، إلا ارتدت عليه، إن لم يكن صاحبه كذلك)
یو څوک بل چا ته فاسق یا کافر نه وایي، مګر هغه فاسق او کافر پخپله بلل کیږي، که چیري هغه بل کس دغسې نه وو.

په بل حدیث شریف کي راځي، د عبدالله بن عمر رض روایت دی( أيما امرى قال لأخيه يا كافر فقد باء بها أحدهما ، إن كان كما قال ، و إلا رجعت عليه)
هر څوک چې خپل مؤمن ورور ته کافر ووایي، په دوی دوو کې دا حکم یوه ته راجع دی، که چیرې هغه بل دغسي وو خو هغه کافر دی، که هغه داسي نه وو دا حکم ده ته ور ګرځي، دی کافر دی.

بل روایت دی(من رمى مؤمنا بكفر فهو كقتله) مؤمن ته كافر ويل لكه د هغه قتل کول او وژل داسې دي.

له دې روایاتو څخه دا معلومیږي، چې د یو چا په تکفیرولو کي باید ډیر احتیاط وشي، یو مؤمن ته باید بغیر له کوم قوي دلیل څخه کافر و نه ویل شي، د کفر حکم یواځې د رب جل جلاله او د هغه د رسول په واک کې دی، کوم څوک چي الله جل جلاله او د هغه رسول، کافر نه وي بللی، بل څوک کافر نشي ورته ویلای، نه هره ګناه کفر ده، او نه هر هغه څوک کافر دی چې د کفر یو کار وکړي.

ابن تیمیة ( رحمه الله) چي خوارج یي خپل مقتدیٰ بولي ، او دده اقوالو ته ډېر اهمیت ورکوي، هغه وایي: ( فتكفير المعين بحيث يحكم عليه بأنه من الكفار، لايجوز الإقدام عليه، إلا بعد أن تقوم على أحدهم الحجة الرسالية اللتي يتبين بها أنهم مخالفون للرسل)

د معين شخص کافرول چيې پر هغه حکم د کافر وشي، پر دې باندې جرئت نه دی جائز، مګر هغه وخت که چیرې دا ښکاره شوه چې د الله جل جلاله د پیغمبر مخالف دی.

خوارجو چې کوم استدلال په دې أیت شریف کړی وو چي (وهل نجازي الا الکفور) دلته مراد له جزاء څخه عذاب د دې دنیا دی، چې رب جل جلاله په دې دنیا کې پر مؤمنانو داسې عذاب نه راولي، چې استئصال أو فناء یي وشي، لکه پر نورو مخکینیو امتو چې یې راوستی وو، دا ځکه چې رب تعالی ددې آیت مخکې د “سبأ ” قوم د هلاکت یادونه کړې ده(فأرسلنا علیهم سیل العرم.الآیة)

همدا ډول خوارجو استدلال په دې آیت شریف کړی وو(يوم تبيض وجوه و تسود وجوه… وسيق الذين كفروا إلى جهنم زمرا… و سيق الذين اتقوا ربهم إلى الجنة زمرا)
دلته رب تعالى یادونه د کافرانو او د نجات لرونکو مؤمنانو کړې ده، أصحاب الکبائر د لویو ګناهونو کونکي مؤمنان یي نه دي یاد کړي ، نو دا کله هم ددې دلیل نشي کیدای چې دوی کافران وبلل شي، باوجود ددې چي ګناهکارو ایمان لرونکو ته مؤمنان ویل شوي دي.
رب جل جلاله فرمایي(وَإِنْ طَائِفَتَانِ مِنَ الْمُؤْمِنِينَ اقْتَتَلُوا.الأية) قتل ګناه کبیره ده، خو د هغې باوجود رب تعالی د مؤمنانو څخه بللي دي.
د أبو ذر رض روایت دی (أَتَيْتُ النَّبِيَّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ وَعَلَيْهِ ثَوْبٌ أَبْيَضُ، وَهُوَ نَائِمٌ، ثُمَّ أَتَيْتُهُ وَقَدِ اسْتَيْقَظَ، فَقَالَ : ” مَا مِنْ عَبْدٍ قَالَ : لَا إِلَهَ إِلَّا اللَّهُ. ثُمَّ مَاتَ عَلَى ذَلِكَ، إِلَّا دَخَلَ الْجَنَّةَ “. قُلْتُ : وَإِنْ زَنَى وَإِنْ سَرَقَ ؟ قَالَ : ” وَإِنْ زَنَى وَإِنْ سَرَقَ “. قُلْتُ : وَإِنْ زَنَى وَإِنْ سَرَقَ ؟ قَالَ : ” وَإِنْ زَنَى وَإِنْ سَرَقَ “. قُلْتُ : وَإِنْ زَنَى وَإِنْ سَرَقَ ؟ قَالَ : ” وَإِنْ زَنَى وَإِنْ سَرَقَ عَلَى رَغْمِ أَنْفِ أَبِي ذَرٍّ)
فقهه د حديث شريف داده، چې څوک په کلِمة د اسلام اقرار کوي او تصدیق پرې ولري، هغه مؤمن دی، ولو که غلا أو زناء کوي، یعنې له ملت څخه ندی وتلی.

د خوارجو موقف د خپلو مخالفینو پر وړاندي
نور بیا…

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version