د افغانستان سره د پاکستان په جګړه کې د پاکستان بل ستر نقصان دا دی چې د عقیدوي عسکرو سره ښکېل دی، په داسې حال کې چې د پاکستان عسکر فقط د مادیاتو لپاره جنګېږي. د پاکستان هر عسکر چې د افغانستان سره جګړه کوي، پاکستاني جنرالان ورته هېڅ انګېزه نه شي ورکولای. پاکستاني عسکر به په کوم نیت جګړه وکړي؟
ایا د کفارو سره جګړه ده؟ په دې هر پاکستانی عسکر پوهېږي چې د افغانستان عسکر په هر ډول تر دوی ښه مسلمانان دي او د اسلام پابند دي.
ایا د وطن د دفاع جګړه ده؟ د وطن دفاع هم ځکه نه شي کېدای چې پاکستان یرغل کړی دی، دوی یرغلیز عسکر دي او پر مسلمانانو د تجاوز حالت دی. همدارنګه پاکستاني معتمد علما هم ځکه چوپ دي چې پوهېږي پاکستاني جنرالانو ناروا جګړه او یرغل شروع کړی دی.
د پاکستان په تاریخ کې چې کله جګړه کېدله، ټولو ملایانو به په یوه خوله د جهاد فتوا ورکوله، خو دا ځل پاکستاني جنرالانو د ډېرو کوښښونو سره سره د فتوا لپاره علما حاضر نه شول. بیا مجبور شول چې د ګوتو په شمېر څو کسان کرایه کړي. هغوی هم بغیر له وضاحت او دلایلو په پټو سترګو فتوا ورکړه. په دې هم هر پاکستانی وګړی پوهېږي چې د پاکستان د لکونو ملایانو په شتون کې ولې یوازې د ګوتو په شمېر ملایان حاضر شول او بغیر له دلایلو یې یوه ضعیفه فتوا ورکړه.
په مقابل کې د افغانستان هر عسکر پوهېږي چې پر دوی تجاوز شوی دی، او د خپل وطن او ځان دفاع یې قانوني او شرعي حق دی، او د اسلامي نظام ساتل یې فریضه ده.
که په دې لار کې ووژل شي، سپېڅلی شهید دی، او که مقابل لوری ووژني، الله تعالی ورته اجرونه ورکوي. د افغانستان هر عسکر پوهېږي چې د انګرېزي لارډ مېکالي قانون په مقابل کې د شریعت او اسلامي نظام دفاع کوي، او د هغه چا سره جنګېږي چې د اسلام او اسلامي شعایرو دښمنان دي. افغان عسکر پوهېږي چې د ټوټه ټوټه قرآن کریم، د شهیدو شویو مدرسو، د شهید شویو ماشومانو او ښځو په ننګه راوتلي دي، ځکه همدا د شریعت او انسانیت تقاضا ده.
په تاریخ کې چې کله هم د مادیاتو او عقیدې جګړه شوې ده، په نتیجه کې عقیده پر مادیاتو کامیابه شوې ده.
یوې خوا ته پاکستاني عسکر دي چې د معاش لپاره جنګېږي، بل طرف ته افغان عسکر دي چې د شهادت لپاره جنګېږي. پاکستاني جنرالان د لومړي ځل لپاره د داسې کسانو سره په جګړه ښکېل شوي دي چې تر ژوند مرګ ډېر خوښوي. داسې کسان چې نه له تخنیک څخه وېرېږي او نه اسبابو ته چندان توجه کوي؛ نه رتبه غواړي او نه مادیات، فقط شهادت غواړي.
د داسې قوم سره ښکېل شوي چې د مرګ هېڅ پروا نه لري؛ که یې یو ووژل شي، لس نور راپاڅېږي. داسې خلک چې د دښمن په ماتولو کې پوره تجربه لري او هېڅ دښمن ته وارخطایي نه لري. جګړې ته د شهادت یا غازيتوب په نیت کوزېږي. د جګړې څخه هېڅکله د ستړیا احساس نه لري. جګړې ته ډېره حوصله لري. لوږه، تنده او سختي د خدای تعالی له طرفه ځان ته یو امتیاز ګڼي.
هغه کسان چې ټوله دنیا ورته د زر او زور سره راغله، خو دوی یې تسلیم نه کړل؛ برعکس، دنیا یې بګړۍ ته په ګونډو او سلامي شوه. هغه کسان چې د نړۍ د سوپر پاور له خوا مات نه شول، پاکستاني جنرالان څه فکر کوي چې په یو څو کرایه شویو عسکرو به یې مات کړي؟
هو، پاکستاني جنرالان دا ځل داسې ځای اخته شوي دي چې هغوی هم جګړې ته حوصله لري او هم د جګړې امادګي لري.
د پاکستاني جنرالانو ورکه ځکه راغلې ده چې د نړۍ ابرقدرتونه دې نتیجې ته رسېدلي چې د افغانانو سره نور ځان ښکېل نه کړي، خو دوی ځان ورسره اخته کړی دی.
پاکستاني جنرالان فکر کوي چې دا به هم د څو میاشتو یا څو اوونیو جګړه وي، خو دوی خبر نه دي چې افغانان د اوونیو او میاشتو جګړې ته بېخي جګړه نه وایي.
افغانان هرې جګړې ته د کلونو لپاره تابیا نیسي، او افغانانو همیشه جګړه په تش لاس ګټلې ده.
د افغانستان په تاریخ کې چې افغانانو جګړې کړي او ګټلې دي، بغیر له اسبابو یې د ایمان، صبر، زغم او حوصلې په زور ګټلې دي. برعکس، پاکستاني جنرالان په خپل ټول تاریخ کې د اوږدې جګړې حوصله نه لري، او نه هم ورته عسکر برابرولای شي. ځکه د پاکستان هر عسکر چې د اوږدې جګړې لپاره کرښې ته راځي، لوړ معاش غواړي، چې دا د پاکستاني جنرالانو د فساد له امله ناممکنه ده.
خلاصه دا چې د افغانستان سره د پاکستاني جنرالانو اخته کېدل، په داسې حال کې چې هېڅ شرعي او قانوني جواز نه لري او خپلو عسکرو ته هېڅ انګېزه نه شي ورکولای، او له بلې خوا خپل ولس او سیاستوالو ته قناعتبخښونکی ځواب هم نه لري، د پاکستاني جنرالانو او پاکستاني پوځي رژیم د سقوط یو بل ستر لامل دی چې ډېر ژر به یې ټوله دنیا وویني.
