په داسې حال کې، چې د نړۍ ټول مسلمانان د روژې د مبارکې مياشتې په سپېڅلو شپو او ورځو کې د عبادت، زغم او بښنې فضا تجربه کوي، هغه مياشت چې موږ ته د رحم، بښنې، زغم او انسانيت درس راکوي، خو د افغانستان په ګاوند کې د پاکستان په حکومت حاکمه کړۍ عيناً د صهيونيستي رژيم لاره او مسیر تعقیبوي، د کابل بیا
رغونه، ښایست او ښکلا نشي زغملای او غواړي د کابل څخه د فلسطین غزه جوړه کړي او حداقل د تېر ځل په څېر يوځل بیا دا ښار د وراني او کنډوالۍ نښه وګرځوي.
د همدې ستر جنګي جنايت په تسلسل کې، دوه شپې وړاندې کابل پلازمېنه کې هغه دردوونکې او زړه بوږنوونکې پېښه رامنځته شوه، چې نه يوازې د افغانستان ولس، مسؤلينو او د اسلامي امارت مشرتابه، بلکې هر بیدار وجدان لرونکی انسان يې ژور خواشينی کړ. دا ظالمانه بريد پر هغو معتادينو ترسره شو، چې له وړاندې د ټولنې تر ټولو زيانمن، بې وسه او له پامه غورځول شوی قشر ګڼل کېده، هغه بې دفاع وګړي چې نه وسله لري، نه دفاعي توان، او نه هم د جګړې برخه دي.
د دې خونړۍ پېښې په پايله کې سلګونه ناروغانو خپل ژوند له لاسه ورکړ او لسګونه نور ټپيان شول، چې دا حالت د انساني ارزښتونو پر وړاندې يو ستره ضربه بلل کېږي. دا ډول بريدونه، چې د پاکستان د واکمنې پوځي کړۍ له لوري تنظيمېږي، د انساني ارزښتونو پر وړاندې يو څرګند او دروند تېری بلل کېږي. کله چې د جګړې لمبې د وسلوالو تر منځ محدودې پاتې نه شي او د ټولنې تر ټولو بې وسه، بې دفاع او هېر شوي وګړي په نښه شي، نو دا حالت نور جګړه نه، بلکې اخلاقي سقوط ګڼل کېږي. دا ډول کړنې د بشريت له بنسټيزو اصولو سره ښکاره ټکر لري او هېڅ ډول توجيه نه شي موندلی؛ بلکې د تاريخ په اوږدو کې د ملکي وګړو او يو مظلوم قشر پر وړاندې له سترو جنګي جنايتونو څخه شمېرل کېږي.
دا بريد هېڅکله يو تصادفي ګوزار نه و، بلکې د يوې اوږدې طرحې او سنجول شوې نقشې پايله وه، چې د امريکايي بادارانو له لوري خپل ګمارل شوي لاسپوڅي ته ورسپارل شوې وه، څو د افغانستان پر مؤمن ولس او د اسلامي امارت پر مسئولينو سياسي فشارونه وارد کړي او هغوی له کړاو سره مخ کړي. هغه پوځي واکمنه کړۍ، چې له کلونو راهيسې د سيمې په چارو کې د لاسوهنې توره څپه خوروي، بايد درک کړي چې د بې ګناه انسانانو وينه تويول نه يوازې سياسي بريا نه زېږوي، بلکې د کرکې، بې باورۍ او نه ختمېدونکو شخړو اور لا پسې لمبوي.
د پاکستان پوځي جوړښت د هغو فاسدو جنرالانو او کرنلانو له ډلې جوړ دی، چې د ستراتيژۍ تر نقاب لاندې دا ډول کړنې توجيه کوي، خو په حقيقت کې د سيمې د ثبات او انساني ارزښتونو پر وړاندې د جنايت په تور ولاړې څېرې دي. سربېره پردې، لا هم د زمانې دغه بدنام او فتنهانګېز جنرالان د زور، د تسليمۍ او د وينو تويولو پر تګلارې تکيه کوي، بايد درک کړي چې تاريخ هېڅکله د ظلم پاڼې نه سپينوي. د هغوی د ترسره شويو جنايتونو هره لحظه او هره ذره به د حساب ترازو ته واچول شي، او د وجدان او عدالت محکمه به ترې بې له هېڅ ډول اغماضه پوښتنه کوي.
نړیواله ټولنه، د بشري حقونو بنسټونه او د سيمې هېوادونه نه شي کولای چې د دې ډول زړه بوږنوونکو جنايتونو پر وړاندې چوپتيا غوره کړي. اړينه ده چې دا پېښې په ژوره او بې پرې توګه وڅېړل شي او عاملين يې د عدالت محکمې ته راکاږل شي؛ ځکه بې حسابه ظلم تل د لا زياتو ناورينونو زېری وي. که نه، نو د افغانستان خاورې هغه غيرتي او سرلوړی ولس روزلی، چې د زور او تېري د منطق پر وړاندې اوږده او پياوړې تجربه لري؛ هغه ولس چې نیکونو يې د انګليس استعمار ته ماتې ورکړه، پلرونو يې د شوروي يرغل شنډ کړ او لمسيانو يې د امريکايي اشغال د ځواکمنې امپراتورۍ بنسټونه ولړزول.
