خوارج د فکري جګړې له مخې

لیکوال: خاکسار پکتیاوال
څنګه چې مسلمانان په نظامي جګړه کې همیش له کافرانو څخه پرمختللي او هغوی ته یې سخت شکست ورکړی، هغوی یې همیش دیته اړ کړي چې د مسلمانانو له جنګ څخه په شا او د تیښتې لاره خپله کړي ، نو د همدې لپاره دوی غواړي چې د مسلمانانو د کمزوري کولو او ختمولو لپاره له یوې بلې جګړې څخه کار واخلي، چې هغې ته فکري جګړه ویل کیږي. دوی په دې جګړې سره غواړې چې د مسلمانانو اتفاق، اتحاد او خپل منځي یووالی ختم او بلآخره یې د نړۍ له دایرې څخه ورک کړي او ټوله دنیا د دوی/کافرانو تر تسلط لاندې راشي. د همدې لپاره خو دوی د مسلمانو له نوم څخه د ګټې پورته کونې په صورت کې یوه کفر پاله ډله پیدا کوي او په دوی باندې داسې کارونه کوي چې هغه له اسلام سره په ټکر کې وي، لکه د عامو مسلمانانو شهیدانول، د مدرسو مکاتبو او نورو علمي ځایونو تخریبول، همدارنګه مسلمانان داسې معرفي کول چې دوی هیڅ انساني کړنې نه ترسره کوي، بلکې د دوی ټولې کړنې یواځې غیر انساني او غیر شرعي دي. دوی په دې کار سره غواړي چې د مسلمانانو د بې اتفاقي سره سره نورو کافرانو ته هم دا معلومه کړي چې اسلام نه د امن دین ده او نه هم د انسانیت په نامه کومې کړنې تر سره کوي. دا ټول کارونه دوی ځکه تر سره کوي چې غربیان نه غواړي د اسلام اصلي څهره دې نورې دنیا ته ښکاره شي کنه بیا به ډیری خلک په اسلام مشرف او له کفر څخه به انکار وکړي. غرب پوهیږي چې اسلام داسې یو دین ده چې د ټولو آدیانو خلک به ورته معتقد او دې دین ته به غاړه کیږدي، نو د همدې لپاره خو دوی په یادو ډلو باندې داسې ناوړه اعمال ترسره کوي چې هغه د انساني کړنو سره تضاد ولري. دا جګړه خو ځکه هم له نظامي جګړې څخه خطرناکه ده چې د کافرانو لاس پوڅي/خوارج ځانونو ته د اسلام نسبت هم کوي مګر بیا هم داسې ناوړه اعمال/کارونه ترسره کوي چې هغو ته په هر دین کې ناوړه او ناخوښه کارونه ویل کیږي، نو په دې کار سره دوی غواړي چې نړیوالو ته مسلمانان داسې ورمعرفي کړي چې دوی یواځې ظالمان وحشیان او قاتلان دي نور هيڅ نه. دوی د دې په څنګ کې په اهل تشیع/شیه ګانو باندې هم بریدونه کوي او غواړي دوی شیعه ګانو ته دا په نظر کې ورکړي چې مسلمانان له دوی څخه دفاع نه شي کولای، نو هغه به مجبور شي چې خپلو ځوانانو /پلویانو ته د ځان د دفاع لپاره وسلې ورکړي، بیا د دې په ځای چې د اهل تشیع پلویان د خپلو مشرانو ساتنه وکړي دا پاڅون به د یوې سترې قومي او تعصبي جګړې او ګډوډۍ لامل شي او په نتیجه کې به یې مسلمانان ضعیف شي.
تبصره:
خوارج یواځې د کافرانو د اهدافو لپاره کار کوي نو ځکه خو دوی همیش په هغه وخت کې را څرګندیږي کله چې کافران په کوم وخت کې ماتي وخوري او په شا شي، لکه څنګه چې مونږ او تاسو په تیرو دوو کلونو کې ولیدل چې کله امریکایانو په افغانستان کې ماتي وخوړه او ټول هیواد اسلامي امارت په 11 ورځو کې تر خپل واک لاندې راوست، په کابل باندې حاکمان شول او په ډیره کمه موده کې یې ډیر زیات سیاسي پرمختګونه وکړل، نو امریکا په دې وویریده چې که چیرته طالبان همداسې روان وو، نو دوی به دومره قوي شي چې آخر به مونږ خپل ځانونه نه شو ترې خلاصولای، نو د همدې لپاره خو یې په افغانستان کې د داعش په نوم یوه خارجي ډله پیدا او د مسلمانانو د کمزوري کولو لپاره یې کارونه شروع کړل

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version