خوارج د علماوو په شهیدانولو سره خپل باداران خوشحالوي

جواد سلیم

دا چې افغانستان اوس یو له استقلال، حریت او خپلواکۍ څخه برخمن هیواد دی او د هېڅ کوم چا امرونو ته پکې، د هو په شکل سره د سر خوځونه نه کیږي او نه هم چا ته د دې اجازه ورکول کیږي، چې دلته دې د مظلومانو په حقونو تیری وکړي، یا دې بې ګناه افغانان د غم په ټغر کینوي اویا دې هم د دې ولس په کوم کور باندې له اجازې پرته د چاپې په نوم داخل او د هغوی عزت دې پایمال کړي.
د همدې لپاره اوس کفري دنیا دا نه خوښوي، چې افغانان دې په همداسې شکل/ډول روان او خپل هیواد ته دې دومره زیات پرمختګ ورکړي، نو یې په افغانستان کې د نفاق خپرولو او وحشت کولو لپاره خپلې ډلې پیدا او هغوی یې د خپلو هدفونو په پوره کولو کې له دوی/کافرانو سره د مرستې په کولو مأمور کړل. یادې ډلې په افغانستان کې له خورا زیاتو وحشتونو او ظلمونو څخه کار واخست. د علماوو په وینو یې لاسونه سره او د مدرسو، مکتبونو همداسې نورو علمي ځایونو په ړنګولو/ویجاړولو یې خپل باداران خوشحاله کړل. دوی لکه څنګه چې پخوا د شیخ صاحب رحیم الله حقاني، مجیب الرحمن انصاري او محترم الحاج ملامحمد داؤد مزمل په شهادتونو کې له رحم او ترحم څخه کار وانه خست، بلکې د هغوی/یادو شهیدانو په له منځه وړلو کې یې، د مدرسو معصوم شاګردان او د افغانستان مظلوم مسلمانان هم شهیدان کړل، نو همداسې یې نن هم محترم مفتي صاحب روح الله د خپلو بادارانو د خوشحالۍ او د هغوی د هدفونو پوره کولو لپاره تر خپل وحشیانه برید لاندې راوست او شهید یې کړ. الله دې د ده/شهید شهادت په خپل دربار کې قبول او کورنۍ ته دې صبر جمیل ورکړي. مګر مونږ د اسلام دښمنانو ته د دې خبرې وضاحت په ډیرو ښکاره ټکو سره کوو، چې زمونږ د شهیدانو وینې زمونږ په وجودونو کې کمزورتیا نه، بلکې زمونږ وجودونو ته د سیرون په شان قوت راکوي. زمونږ په زړونو کې تاسو ته نور هم د انتقام جذبې را زیاتیږي. زمونږ د ملګرو او امیرانو شهیدانول زمونږ ډله کموي نه، بلکې د یو شهید له وینې څخه سل نفر نور زمونږ صفونو ته داخلیږي. هوکې مونږ غمجن کیږو، مګر د دې لپاره نه، چې ملګري مو راڅخه جدا شول، بلکې د دې په خاطر، چې له دوی/ملګرو څخه زمونږ شهادتونه ولې ړومبي نه شول. مګر دا هم واورئ! زمونږ د یو نفر بدل به په سلو نفرو وي. مونږ به تر هغه پورې په کراره کینه نو، چې ستاسو په وینو کې مو آسونه نه وي ځغلولي. زمونږ خبر ستاسو د بادار ټرمپ او ابامه خبر نه ده، چې د ورځې په بدلیدلو سره به مو په خبر کې هم بدلون راشي، بلکې زمونږ خبره داسې ده، چې د محمد بن قاسم او احمدشاه بابا تاریخ راژوندی کوي. زمونږ د خبرې معلومات ستاسو بادارانو ته هم شوی، مګر تاسو د خپل جهل او کم عقلۍ له کبله له هغوی څخه پوښتنه نه ده کړې. مونږ هغه قوم یو، چې ووژل شو نو د حضرت حمزه رضی الله تعالی عنه د ملګرۍ طرف ته ورځو، چې بندیان شو نو حضرت یوسف علیه السلام راباندې فخر کوي او که غازیان شوو نو د حضرت خالد بن ولید او حضرت عمر رضی الله تعالی عنه په ډله کې به راپورته کیږو. مونږ ته په هر حالت کې خوشحالي ده. مګر دا کارونه به ستاسو د زنکدن په راتګ کې نور هم تیزوالی راولي. تاسو لکه څنګه چې پخوا په خپلو مړو باندې ویرونه وکړل، همداسې به نور هم په ډیرو باندې د ویر اوښکې وڅڅوی. تاسو هېڅ انتظار مه کوئ، بلکې ستاسو د انتظار شیبې اوس ډیرې رالنډې شوې. مونږ به ستاسو ټول پټن ځایونه په نښه او تاسو به داسې هک پک کړو لکه ستاسو باداران مو چې هک پک کړل. تاسو ته به زمونږ له تورې څخه د مخه د دې غیور ولس توره در ورسیږي او ستاسو له نجسو بدنونو څخه به ستاسو شریر سرونه کټ کړي. ان شاء الله

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version