خوارج د زوال پر لور

ماهر بلال

 

افغانستان یوه داسې خاوره ده، چې هر کله یو جابر او د وخت سوپر ځواک په کې خپل ناولي قدمونه ایښي نو له همغه ځایه یې د زوال شیبې پېل شوي. له انګلیسه رانیولې بیا تر شوروي او آن تر امریکا چې د وخت هغه ظاهري قوتونه وو دلته اېل شول. همدغه شان کله چې د داعشي خوارجو ظهور وشو او د دوی مجهول النسبه تش په نوم خلیفه بغدادي د هوایي خلافت نغاره وډنګوله نو په خپل وخت کې په ډېر شور او زور د نړۍ په جنجالي برخه عراق او شام کې حاکم شول. د دوی حاکمیت سره ډېرو ناپوهانو فکر کاوه چې دا خلک به د مسلمه امت زخمي زړونه ټکوروي او په نړۍ به د حاکمیت ګدۍ ږدي، خو خبر نه وو چې د رسول اکرم صلی الله علیه وسلم ۱۴۰۰ کاله مخکینۍ پیش ګویي مطابق همدغه ناولي خوارج دي. د داعشیانو کړنو ته په کتلو خلک پوه شول چې د اسلام او مسلمان غمخوار نه بلکې د غربي دسیسو نانځکې دي.

د عراق او شام په ځینو برخو د داعش حاکمیت په پراخولو سره دوی د نړۍ د راپرځولو په خوبونو کې ډوب شول، داعش غوښتل چې خپله د حاکمیت جغرافیه پراخه کړي.

دوی د یوه داسې ځای په لټه کې وو، چې اوسیدونکي یې په اسلام کلک ولاړ او تر ډېره ځوریدلي خلک وي، ترڅو اول هلته خپل ملاتړي پیدا کړي او بیا د همدغو ملاتړو په توسط ځوریدلی قشر نور هم وځوروي، ځکه د دوی موخه همدا وه چې د دین پتنګان له منځه یوسي او د کفارو شنډو دسیسو کې د کامیابۍ هوا پو کړي، خو لکه څنګه چې مخکې مې یادونه وکړه؛ چې ”افغانستان یوه داسې خاوره ده، چې هر کله هر جابر او د وخت سوپر ځواک په کې خپل ناولي قدمونه ایښي، نو له همغه ځایه یې د زوال شیبې شروع شوې” نو د همدغه قانون په اساس داعشي خوارجو چې کله د افغانستان په پاکه خاوره خپل ناولي قدمونه کیښودل، له همغې ورځې دغو معاصرو خوارجو ښه ورځ ونه لیده غیر له بدې ورځې.

افغانستان ته د راتګ سره دوی د یوه داسې سپیڅلي صف(اسلامي امارت) په وړاندې د جنګ اعلان وکړ چې په اسلام د ځان ځاریدنې تاریخ لري، د داسې یوه پاک صف (اسلامي امارت) په ضد یې د جهاد په نوم غربي دسیسې پېل کړي، چې د خپلې ټولې بادشاهۍ تاج یې د یو مؤمن میلمه په سر قربان کړی وو؛ دوی نه پوهیدل چې د دغه پاک صف(اسلامي امارت) سره ټکر د هر کجا کار نه دی.

د سوپر ځواک امریکا وس ونه رسېد، چې دغه د حق سنګر خاموش کړي، نو داعش څوک وو؟ چې دا لړۍ تکمیل کړي. د داعشو ځاني تلفات په دې جغرافیه کې دومره ډېر شول چې له ټولې نړۍ د دوی ټغر په ټولیدو شو. تیرو څو ورځو کې دا خبر ډېر په شد و مد سره نشریږي؛ چې داعشیانو سوال ته ملا تړلې او پخپله رسمي مجله کې یې د خیرات څادر غوړولی. دا خیرتونه به د دوی هضم او دوا نشي، د مظلومانو ښیراوې چې چا پسې وي په ژوند به د خیر څکه ونکړي.

د خلافت نعرې وهونکي په ټوله کې ډېر کمزوري شوي. اوس یې د مالي سُستۍ وار دی، زه پدې یقین یم چې همدا خیراتونه غونډول به د دوی د اختتام سبب کیږي، ځکه دوی به په دغو خیراتونو یو بل سره دومره وداړي چې امارت ته به یې د ټیله کولو ضرورت هم پیښ نشي. د داعش زوال رانږدې شوی دی، تاسو یې شیبې وشمارئ تر هغې به مونږ د اسلامي امارت لاسته راوړنې او د داعشي خوارجو د زوال برخې درته تشریح کړو.

(توکل علی الله)

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version