خوارج د ائمه مجتهدينو له نظره/دوهمه برخه

طاهر احرار

۲: فقه مالکي:
فقه مالکي هم خوارج باغيان او واجب القتل بولي، د فقه مالکي مشهور امام محمدبن احمد بن الجزي الکلبي الغرناطي متوفى(741م ) په القوانين الفقهيه ص 364 کې فرمايي: البغاة هم الذين يقاتلون على التأويل ويخرجون على الامام او يمتنعون من الدخول في طاعته.
ژباړه: باغيان هغه خلک دي چې د منتخب امام سره، د خود ساخته تاويل سره جنګیږي او د هغه د بيعت لاندې نه داخليږي.
همداشان امام د سوقي المالکي په حاشيه على الشرح الکبير کې ليکي: قال ابن عرفه هو الامتناع من طاعة من ثبتت امامته في غير معصية بمغالبة ولوتأولا.
ژباړه: په خود ساخته دليل د ټاکل شوي امام، ترڅو چې د ګناه مرتکب شوی نه وي، له طاعت څخه په مسلح طريق خارجيدل.
نو داعشي خوارج تاسې وګورئ چې پورتني تعریفونه پرې صادق دي.
نو ځکه د دوى خلاف جنګيدل لاﺯم او وژل يې جايز دي.

۳: فقه شافعي
له شوافعو فقهاوو امام نووي رح متوفى (676ھ) په خپل کتاب روضة الطالبين کې، يو باب په نوم د قتال البغاة راوړی او په هغه کې يې باغيان داسې تعريف کړي: الباغي في اصطلاح العلماء هوالمخالف لامام العدل.

ژباړه: هر هغه څوک چې د شرعي امام عادل سره مخالفت وکړي او طاعت يې ونه کړي باغيان دي.
علامه ﺯکريا انصاري الشافعي متوفى(926 ھ) فرمايي: البغاة هم مخالفو امام بتأويل باطل ظنا وشوکة لهم وقتالهم واجب.
ژباړه: يعنې باغيان هغه څوک دي، چې د شرعي امام سره د خود ساخته دلايلو له وجهې مسلح مخالفت کوي او له هغوى سره جنګ کول واجب دي.
همداشان فقه حنبلي هم ………. نور بیا

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version