خوارج/دوهمه برخه

حماس انقیادي

د خوارجو په اړه دوهم حديث:

امام بخاری (رحمه الله) له يسر بن عمرو رضي الله عنه نه نقل کوي:
قلت لسهیل بن حنیف هل سمعت النبی صلی الله علیه وسلم یقول ِفي الخوارج شیئاً؟ قال سمعته یقول واهوی بیده قِبل العراق یخرج منه قوم یقرؤون القرآن لایجاوز تراقیهم یمرقون من الاسلام مروق السهم من الرمیة.
(بخاری ج ۲ رقم 6934)

ترجمه :
یسر بن عمرو رضي الله عنه وایي:
ما سهیل بن احنف ته وویل: آیا تا له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه د خوارجو په اړه څه اورېدلي دي؟ هغه وايي: ما له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه واورېدل چې په خپل مبارک لاس یې عراق ته اشاره وکړه، ویې فرمایل: له دې لوري به داسې خلک راووځي چې قرآن به لولي، خو له ستوني به يې نه ښکته کېږي. دوی به د تیر په څېر له اسلام څخه بهر شي خو په ښکاره به بهر شي.

دريم حديث:
امام ابن ماجه او امام احمد رحمهما الله له ابن عمر رضي الله عنه څخه روایت کوي.
فرمايي: (سمعت رسول اللهﷺ یقول کلما خرج قرن قطع أکثر من عشرین مرة حتى ماخرج فی عراضهم الدجال).
[سنن ابن ماجه ص 147، مسند امام احمد، رقم 5562)

ترجمه :
ما د رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه اوریدلي دي، فرمایي: هر کله چې یو نسل راڅرګند شي، شل ځله به زیات شي، تر څو چې دجال يې په منځ کې راښکاره شي.

د وروستیو دوو حدیثونو ګټې:

۱: د رسول الله صلی الله عليه وسلم عراق ته اشاره دا روښانه کوي چې عراق د دوی د ظهور مرکز دی.
تاریخ ښیي چې عراق تل د فتنو او نوښتګرو ډلو مرکز و او په تېره بیا د اسلام په تاریخ کې د سترو فتنو شاهد دی چې د ټول امت مسلمه لپاره یې مصیبتونه راپارولي دي.

۲: له دریم حدیث څخه معلومیږي چې دا ډله څو ځله راڅرګندیږي خو هر ځل يې الله تعالی تباه کوي.
خوارج د اسلام په تاریخ کې څو ځلې راڅرګند شوي، چې تر ټولو خطرناک یې اوسني خوارج چې عراق کې پيدا شوي دي.

۳: تر ټولو خطرناک دجال به له دوی څخه راښکاره شي.

۴: په احادیثو کې د خوارجو بله نښه د قرآن تلاوت دی، هغه دا چې دوی قرآن ډېر په زړه پورې او په کثرت سره لولي، خو د قرآن تلاوت یوازې په ظاهري بڼه محدود دی او د دوی پر داخل بدن باندې هیڅ اثر نه کوي.

څلورم حديث:

امام احمد، امام ترمذي او امام ابن ماجه په خپلو اسنادو سره له سعید بن جهمان څخه روایت کړی دی.
فرمايي:

کنا نقاتل الخوارج؛ وفینا عبدالله ابن ابی اوفی، وقد لحق غلام له بالخوارج وهم من ذالک الشط ونحن ومن ذا الشط فنا دیناه أبافیروز، أبافیروز، ویحک هذا مولاک عبدالله ابن ابی اوفی قال نعم الرجل هو لوهاجر قال ما یقول عدوالله؟ قال قلنا یقول نعم الرجل لو هاجر، قال فقال: أهجرة بعدهجرتی مع رسول اللهﷺ ثم قال سمعت رسول الله ﷺ یقول طوبی لمن قتلهم وقتلوه. [مسند امام احمد ، رقم 1948]

ترجمه :
مونږ خوارجو سره په جنګ باندې ؤ، يعني جنګ مو ورسره کړ او مونږ سره عبدالله بن اوفی رضي الله عنه هم موجود ؤ، د عبدالله بن اوفی رضي الله عنه يو غلام ؤ هغه هم له خوارجو سره يو ځای شوی ؤ، او دا غلام همدغه طرف ته ؤ (جنګ طرف) ته او مونږ په دا بل طرف کې ؤ، نو مونږ ورته غږ وکړ، ابا فیروز! دا عبدالله بن اوفی ده؛ ستا مولا.
د عبدالله بن اوفی غلام غږ وکړ چې دا ډير ښه سړی دی که چېرې ده هجرت وکړ، معنی ښه سړی دی خو که زمونږ طرف راغی.
راوي وايي:
عبدالله بن اوفی رضي الله عنه وفرمايل:
دا د الله تعالی دښمن څه وايي ؟
مونږ ورته وويل:
دی وايي؛ عبدالله بن اوفی ښه سړی دی که چېرې مونږ ته راغی.
راوي وايي:
عبدالله بن اوفی وويل: يو ځل مونږ د رسول الله صلی الله عليه وسلم سره هجرت کړی نو اوس بل هجرت وکړو.
بيا عبدالله بن اوفی رضي الله عنه وفرمايل:
ما له رسول الله صلی الله عليه وسلم نه اوريدلي: خوشخبري ده د هغه چا لپاره څوک چې خوارج ووژني او يا خوارج دوی ووژني.

د حديث ګټې:

۱: خوارج ټول هغه سیمې چې د دوی له ولکې څخه بهر دي د جګړې ډګر ګڼي او له دغو سیمو څخه هجرت پر مسلمانانو فرض دی او څوک چې هجرت ونه کړي مجرم ګڼل کیږي. له همدې امله هغه خارجي غلام د جلیل القدر صحابه کرامو ته سپکاوی وکړ.

۲: لویه ګټه د هغه چا ده چې هغوی ووژني او د هغوی په واسطه شهید شي.

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version