خوارج ( داعش) د تاریخ په اوږدو کې | دویمه برخه

#image_title

 

د دې فکر پیدایښت:

کله چې رسول الله ﷺ   په ( 8 هـ ق) کي د حنین له غزا فارغه شو، نو یې د غنیمتونو په ويشلو پیل وکړه.

د خلګو له منځه یو کس ( ذوالخویصرة التمیمي) غږ وکړ: ای محمد ﷺعدل وکړه!

رسول اللهﷺ ورته وویل: هلاک شې چې زه عدل ونه کړم، بل به څوک عدل کوي.

عمر (رضی الله عنه) وویل: د الله رسوله اجازه راکړه چې غاړه یې ووهم!

رسول الله ﷺ ورته وویل: مه یې کوه ځکه داسي ملګري لري، چي کله یې تاسو ووینئ چې لمونځونه کوي او روژې نیسي، تاسو ته به دا خپل لمونځونه او روژې ډير کم ښکاري.. دوی به قران هم لولي، خو زړونو ته به یې نه وي رسېدلی.

له دین څخه به په ډېر چټکي او تېزي سره وزي.

ټول علماء په دې خبره په یوه خوله دي چې دا ذوالخویصرة التمیمي د خوراجو بنسټګر او مؤسس دی.

بل خوا که دې پېښي او د رسول اللهﷺ  حدیث ته قوي فکر وکړو، لاندي شیان راته ښه په ډاګه کيږي.

 

۱: د رسول اللهﷺ په امانتداري، عدل او ښو اخلاقو د مکې مشرکینو حتی ابوجهل هم اعتراف کاوو.

خو خوراجو رسول الله ﷺ  په ظلم متهمولو. العیاذ بالله

په دې سره له کفر څخه هم یو ګام په سرکشي کي واوښتل.

 

۲: د دې حديث نه دا څرګنديږي چې دوی به په وژلو او مرګ سره نه ختمیږي، او د تل لپاره به د مسلمانانو په منځ کې فتنې او مشکلات ایجادوي.

ځکه خو یې رسول اللهﷺ  عمر ( رضی الله عنه ) ته د قتل اجازه ورنه کړه.

 

۳: خوراج به د اسلام په دائره کې د یوې لحظې لپاره پاته وي.

او آخرنی هدف به یې کفر او خاتمه به یې خرابه وي.

ځکه چې د لغت له لحاظه رمق هغه آخرنۍ لحظې ته وایي چې نور د روح خروج او وتل شروع کیږي.

هرماس الافغاني
Exit mobile version