خوارجو د ابو ماریا القحطاني د شهادت مسؤلیت ولې رسمًا ونه مانه؟

زبیر عاطف

تېره پنجشنبه د روژې په ۲۵تمه، د سوریې د ادلب ولایت په سرمدا ښار کې داعشي خوارجو د شام د جهاد یو مخکښ قومندان په یوه برید کې شهيد کړ.

د راپورونو له مخې، ابو ماریا القحطاني له خپلو ځینو ملګرو سره په یوه اتاق کې ناست و او یوه داعشي تر ورننوتلو وروسته په ځان پسې تړلو چاودېدونکو توکو ته چاودنه ورکړه، چې په نتیجه کې یې القحطاني شهید شو او ورسره نورو ناستو ملګرو ته هم مرګ ژوبله واوښته.

داعشي خوارجو تراوسه پورې رسمًا د برید په اړه څه نه دي ویلي، خو مطبوعاتي فعالان یې د نوموړي په مرګ خوښي څرګندوي او هڅه کوي چې، له دې پيښې په استفادې سره، پر ادلب د حاکمې ډلې هیئة تحریر الشام او د سیمې د خلکو او جهادي تنظیمونو تر منځ تفرقه رامنځته کړي.

د هیئة تحریر الشام مشر ابو محمد الجولاني شخصًا د القحطاني د جنازې په مراسمو کې ګډون وکړ او دا کار یې د داعشي خوارجو وباله.

ابو ماریا القحطاني څوک و؟

ابو ماریا القحطاني

د ابو ماریا القحطاني خپل نوم میسرة الجبوري و، اصلًا د عراق د موصل ښار اوسېدونکی و. پر عراق د امریکا له یرغل سره سم یې جهاد پیل کړ. له عراقه د صلیبیانو تر وتلو وروسته شام ته ولاړ او د جبهة النصرة په تاسیس کې یې عمده رول ولوباوه. په ۲۰۱۴ز کال کې، د خوارجو لخوا د مزعوم خلیفه او خلافت تر اعلان وروسته، نوموړی له دې ګمراه ډلې سره په سختو اختلافاتو کې ښکېل شو، د هغوی د منهج او کړنو د انحراف د اثبات لپاره یې ډیرې هڅې وکړې او د داعشي خوارجو پر ضد د جبهة النصرة د ځینو عملیاتو قومنداني یې هم وکړه. (په ۲۰۱۶ز کال کې له القاعده تر جلا کېدو وروسته جبهة النصرة په جبهة فتح الشام بدله شوه او وروسته یې پر ځان د هیئة تحریر الشام نوم کېښود.) القحطاني د تېر کال تر اګست پورې د هیئة تحریر الشام یو لوړپوړی مسؤل و، د شورا غړیتوب یې درلود او د ابو محمد الجولاني تر ټولو نږدې سلاکار بلل کېده.

د ۲۰۲۳ز کال په اګست میاشت کې القحطاني او د هیئة تحریر الشام ځينې نور مسؤلین له جاسوسۍ سره په تړاو درلودونکو قضیو کې د ښکېلتیا په تور له دندې ګوښه شول او د خپلې ډلې تر نظارت لاندې و. نوموړی د تیرې مارچ میاشتې په اوایلو کې راخوشی شو.

داعشیان ولې چپ دي؟

سره له دې چې القحطاني د داعشي خوارجو سرسخت دښمن و او، په اصطلاح، د خوارجو پزې یې ورپه خاورو کړې وې، خو بیا هم د داعشیانو رسمي رسنۍ تر دې دمه د نوموړي د شهیدولو په اړه پټه خوله دي.

د خوارجو د چوپتیا دلیل دا دی چې دوی هڅه کوي په خړو اوبو کې ماهیان ونیسي. د القحطاني بندي کېدل او تر خوشي کېدو وروسته یې شهادت یو شمېر خلکو ته دا شک وراچوي چې دا کار ممکن د هیئة تحریر الشام وي (او دا هغه نظر دی چې داعشي خوارج یې د عامولو لپاره پټه خوله دي او د خپل یوه سرسخت دښمن د وژلو له مسؤلیت اخیستلو ځان ساتي).

دا لومړی ځل نه دی چې داعشي خوارج د خپلو عملیاتو مسؤلیت پر غاړه نه اخلي. تر دې وړاندې هم داعشیانو په عراق، شام او نورو ځايونو کې د ”فتنې راپورته کولو“ او ”سیاسي اهدافو“ لپاره د خپلو بریدونو مسؤلیت نه دی منلی.

د خوارجو د شام د والي د معاون مکتوب سرچینه د بغدادي او هاشمي د بندګانو رسوا کوونکی چېنل

د ساري په ډول، په ۱۴۴۱هـ ق کال کې د عراق په حلب او د سوریې په ادلب کې یو شمېر داسې پيښې وشوې چې عاملین یې پخپله داعشیان وو، خو مسؤلیت یې خوارجو په رسنیو کې نه مانه. د ۱۴۴۱هـ ق د لسمې میاشتې په یوه مکتوب کې، چې د شام لپاره د هغه وخت د خوارجو مرستیال والي د اعلام ادارې مسؤل ته لیکلی، ويل شوي چې له مشرانو سره دا هوکړه شوې چې د حلب ولایت ټول عملیات رسنیز شي، خو ”د سیاسي دلائلو له امله د ادلب د عملیاتو په رسنیز کېدو موافقه ونه شوه“. [مکتوب پورته لیدلای شئ.]

د همدې کال په شپږمه میاشت کې، تر مخکني مکتوب وړاندې، یو بل مکتوب د خوارجو د شام ولایت یوې ادارې پورتنیو مقاماتو ته لیکلی و. د مکتوب په سر کې له لیکل شوي متنه ښکاري چې دا مکتوب په سوریه (په ځانګړي ډول په شحیل او ذیبان ښارونو) کې د ځینو عملیاتو د مسؤلیت نه منلو د سوال په ځواب کې لیکل شوی دی.

په مکتوب کې لیکل شوي چې د لاندې دلائلو له امله د شام خوارج د ځینو عملیاتو مسؤلیت نه مني:

۱: د دې لپاره چې دښمن په خپل منځ کې په جنګ اخته شي. [په شحیل او ذیبان سیمو کې کردي ځواکونه او ایرانۍ ملېشې دواړه حضور لري. خوارجو غوښتل چې کردي ځواکونه ایرانۍ ملېشو ته ګوته ونیسي.] داعشیانو په مکتوب کې خوښي څرګنده کړې چې په دې کار کې بریالي شوي دي.

۲: د شعیطات او د سیمې د نورو قبیلو ترمنځ فتنه راپورته کول. [الشعیطات د سوریې د اهل السنة یو قوم دی چې د داعشي خوارجو په عملیاتو کې ډېر وځپل شو او د داعشیانو پر ضد یې مقاومت کړی دی.] داعشي خوارجو په مکتوب کې ویلي، د دوی هدف دا دی چې په سیمه کې نور قبائل دا کارونه الشعیطات ته منسوب کړي او د دواړو ترمنځ فتنه راپورته شي.

۳: د خلکو ترمنځ دا نظر عامول چې دا کارونه ایرانۍ ملېشې کوي.

۴: له دې سیمو د دښمن پام اړول، څو داعشيان له چاپو او نیونو وژغورل شي او د چا پام وروانوړي. [مکتوب لاندې کتلای شئ.]

ځوابي مکتوب سرچینه د بغدادي او هاشمي د بندګانو رسوا کوونکی چېنل

څو میاشتې وروسته د شام لپاره د خوارجو مطبوعاتي مسؤل د شام والي ته په یوه لیک کې یو ځل بیا وضاحت ورکړی و چې د شام اړوند د الصحراء او الحوران فرعي ولایتونو مسؤلین ټینګار کوي چې د دوی عملیات باید رسنیز نشي څو په سیمه کې د موجودو داعشیانو د نیول کېدو، پېژندل کېدو او وژل کېدو مخه ونیول شي.

په یاد مکتوب کې ابو صقر التیم (مطبوعاتي مسؤل) په صراحت سره ویلي چې دوی د ادلب د فرعي ولایت له تشکیلېدو راهیسې په دې ولایت کې د ترسره شوي هیڅ کوم کار مسؤلیت رسمًا نه دی منلی څو هلته موجودو داعشیانو او د هغوی کورنیو ته ګواښ زیات نشي. [مکتوب دلته لیدلای شئ.]

د نورو ځایونو په څېر، خوارجو په افغانستان کې هم د خپلو ګڼ شمېر عملیاتو مسؤلیت نه دی منلی، د ساري په ډول:

۱: د ۲۰۲۲ز کال په سپټمبر میاشت کې مشهور دیني عالم شیخ مجیب الرحمن انصاري د هرات په جامع جومات کې د جمعې په لمانځه کې هغه وخت شهید شو چې یوه داعشي په ځان پسې تړلو بارودو ته انفجار ورکړ. که څه هم داعشیان د نوموړي پر شهادت ډېر خوشحاله وو او تر دې وړاندې یې په رسنیو کې د انصاري د شهیدولو ګواښ کړی و، خو بیا یې هم رسمًا مسؤلیت ونه مانه.

۲: همداراز د ۱۴۰۱هـ ش کال د میزان میاشتې په لومړۍ نېټه، د کابل ښار د وزیر اکبر خان جومات مخې ته د یوه چسپکي ماین په چاودنه کې اووه کسان شهیدان شول. ماین ته هغه وخت انفجار ورکړل شو چې لمونځ کوونکي له جوماته راوتل. داعشي خوارجو د برید مسؤلیت رسمًا ونه مانه.

۳: د دې ترڅنګ د ۱۴۰۱هـ ش کال د قوس میاشتې په یوولسمه نېټه، د جمعې په ورځ د حزب اسلامي اړوند ایمان مسجد باندې دوو داعشیانو چې تاجکستانیان وو برید وکړ. له نېکه مرغه بریدګر هدف ته تر رسېدو وړاندې ووژل شول او یوازې یو کس شهید شو. داعشي خوارجو له ځان سره خپل بیرغ هم راوړی و. د برید مسؤلیت بیا هم داعشیانو ونه مانه.

د کابل دشت برچي یو نسائي ولادي روغتون د داعشي خوارجو تر برید وروسته

۴: د ۲۰۲۰ز په مئ میاشت کې د کابل ښار په دشت برچي سیمه کې داعشیانو پر یوه نسايي ولادي روغتون برید وکړ چې د ښځو او ماشومانو په شمول ۲۴ کسان پکې شهيدان شول. د برید مسؤلیت خوارجو رسمًا ونه مانه.

پورتنۍ پيښې زیاتره داسې دي چې د خوارجو په هکله د عامو خلکو نظر نور هم منفي کوي. د دې لپاره چې داعشیانو خپل دښمن له منځه وړی وي او نور هم منفور نشي، نو رسمًا یې مسؤلیت نه دی منلی او په اصطلاح سیاسي تقیه یې کړې ده.

نتیجه:

پورته پېښو، د خوارجو رسمي مکتوبونو او د هغوی شریرانه اذهانو ته په کتلو دې نتیجې ته رسیږو چې ابو ماریا القحطاني هم د داعشي خوارجو لخوا په شهادت رسېدلی، خو د دې لپاره چې د شام د جهادي ډلو ترمنځ فتنه راپورته کړي، هلته تر ټولو فعال جهادي تنظیم کمزوری کړي او د بشار د وحشي رژیم اهداف بې معاشه پوره کړي، نو مسؤلیت یې رسمًا نه مني. که بالفرض د خپل شرم پټولو لپاره د نوموړي د شهیدولو پړه څه وخت وروسته اشارتا يا صراحتا په رسمي تبلیغاتو کې پر غاړه واخلي، نو دا به یې د مطبوعاتي مچانو حیثیت له صفر سره ضرب کړي، ځکه چې هغوی درګرده لګیا دي او عامل یې الجولاني بولي.

ابو جلال
Exit mobile version