خوارج؛ د تکفير مدعیان خو د کبیره ګناه مرتکبین! اوومه برخه

أحمد شکيب

د هغو کبیره ګناهونو په لړ کې چې خوارج پرې مبتلا دي، ځينې نور يې په لاندي ډول دي

۱۷: تکفیر المسلمين (دمسلمانانو تکفیر کول)

تکفیر دا معنا لري چې یو څوک پر بل مسلمان بې له شرعي دلیل نه د کفر فتوا ورکړي، دا یوه ډېره خطرناکه او لویه ګناه ده.

رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي:

«إذا كفَّرَ الرجلُ أخاهُ فقد باءَ بِها أحدُهما»(بخاري، 6104)

ژباړه: «که یو سړی خپل مسلمان ورور ته ووایي چې ته کافر یې، نو که هغه کافر نه وي، دا کفر بېرته پر همدغه ویونکي راځي.»

خوارج د اسلام په تاریخ کې لومړۍ ډله وه چې د مسلمانانو پر ضد یې تکفیر پیل کړ، هغوی حضرت علي کرم‌الله‌وجهه، د هغه پیروان، او صحابه کرام تکفیر کړل.

د رسول الله صلی الله علیه وسلم یو بل حدیث دی: «يقتلون أهل الإسلام ويدعون أهل الأوثان»(بخاري، 6930)

ژباړه: «دوی به مسلمانان وژني، خو بت‌پرستان به پرېږدي.»دا څرګند دلیل دی چې خوارجو به مسلمانان کافران ګڼل او د هغوی وینه یې حلاله بلله.

۱۸: التمثیل بالموتی (مثله؛ یا د مړو بې‌حرمتي کول)

اسلام د انسان بدن ته، که ژوندی وي که مړی، درناوی کوي، رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي:«ولا تمثلوا»(مسند احمد)

په بل حدیث کي راغلي:

«إن النبي صلى الله عليه وسلم نهى عن المثلة»(بخاري، 3015)ژباړه:

«زه تاسو له مثله کولو نه منع کوم.»

دا معنا لري چې د مړو بدنونه، غوږونه، پزې او نور اعضا پرې کول حرام دي.

لکن خوارج نه یوازې دا چې مسلمانان یې وژلي، بلکې د هغوی جسدونو ته يې هم بې‌حرمتي کړي ده، دوی په نهروان کې د حضرت علي رضی الله عنه د لښکر له شهیدانو سره دا عمل وکړ، دوی دا کار د دین د سختوالي په نامه کاوه، خو په حقیقت کې دا یو ظلم و، چې د شریعت مخالف و.

۱۹: سرقة صدقات المسلمین وزکواتهم (د زکات او صدقاتو غلا کول)

الله تعالی فرمایي:

﴿إِنَّمَا الصَّدَقَاتُ لِلْفُقَرَاءِ وَالْمَسَاكِينِ…﴾(التوبة 60)

ژباړه: «زکاتونه یوازې د فقیرانو، مسکینانو، او نورو مستحقو لپاره دي.»

او رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي:

«من غش فليس منا»(مسلم)ژباړه:

«څوک چې خیانت کوي، هغه زموږ له امت نه دی.»

خوارجو به هغه مسلمانان کافران ګڼل چې د دوی له فکر سره مخالف و، له همدې امله یې د هغوی مالونه، زکاتونه، صدقې، حتی ښځې او اولادونه د غنیمت مال بلل او حلال یې ګڼل؛ دا یو واضح خیانت او ظلم و، چې د اسلامي احکامو خلاف عمل ګڼل کېږي.

خلاصه دا چې خوارج يوه بې‌منطقه ډله وه، چي د قرآن او سنت له روح نه جدا شوي و؛ هر څوک چې د دوی سره موافق نه و، کافر به یې ګاڼه، وژنه به یې روا بلله، او مالونه به یې اخېستل، دا درې مهمې ګناهونه – تکفیر، مثله، او غلا – د دوی بنسټیزې ځانګړنې وې.

Exit mobile version