خارجي و افراطي فکر او جهادي تحریکات

دوهمه برخه
مولوي احمد جان

د اهل السنة والجماعة امامانو، سلفو، علماء کرامو پدې وجه چې متعال ذات ورته د دين په مزاج باندې په اجتماعي توګه کامل فهم ور په برخه کړی دی، د تكفير په موضوع کې نهايت د احتياط څخه كار اخیستی دی، ډېرې داسې فرقې چې د هغوی عقائد كفريه دي، ليكن د تاويل په خاطر يې بيا هم د هغوی تكفير نه دی كړی، پداسې حال کې چې هغه تاويلات هم باطل دي.
لكه علامه شاطبي رحمه الله د خپل كتاب “الاعتصام” د ۲ جلد په ۲۱مه صفحه کې فرمايي: “وقد اختلف الأمة في تكفير هؤلاء الفرق أصحاب البدع العظمى، ولكن الذي يقوي في النظر ويحسب في الأثر عدم القطع بتكفيرهم، والدليل عليه عمل السلف الصالح فيهم”.
هغه فرق ضاله (ګمراهې فرقې)، چې د غټو بدعاتو والا دي (يانې بدعات يې مكفره دي) لكه مرجئه، معتزله، روافض، جهميه، قدريه او خوارج وغيره) د دوی د تكفير په باره كې په امت كې اختلاف دی، ليكن قوي او مضبوطه خبره دا ده، چې سلف صالحينو د دوی تكفير نه دی کړی.
په دې وجه علامه نووي رحمه الله په خپل شرح د مسلم كې فرمايي: “ولا يكفر أهل الهواء والبدع”.
(جلد: ۱، صفحه: ۱۵۰)
يانې دا چې، د اهل الهواء والبدع تكفير نشي كېدلای؛ او د سلفو په نيز د اهل البدع نه مراد خوارج، معتزله، قدريه او روافض وغيره فرقې دي، چې د دوی عقائد او افکار كفريه دي، ليكن د تاويلاتو په وجه یې تكفير ندی كړی.
ابن مفلح د ابن الجوزي الحنبلي رحمهما الله نه نقل كوي او فرمايي چې: “رأيت جماعة من العلماء أقدموا على تكفير المتأولين من أهل القبلة وأقبح حالاً من هؤلاء المكفرين قوم من المتكلمين كفروا عوام المسلمين”.
(الفروع لإبن المفلح، جلد: ۶، صفحه: ۴۲۸)
ژباړه: ما خو د علماء كرامو يو جماعت وليد، چې د اهل القبله نه يې د تاويل کونکو (خوارجو، روافضو، معتزله ؤ وغيرهم) تكفير كولو، يانې دا جرات يې كولو، خو د دې مكفرينو نه څه ډېر بدتره او ناكاره خلق هغه دي، چې د عامة المسلمين تكفير كوي.
په دې وجه علامه ابن نجيم رحمه الله فرمايي: “وينبغي للعالم أن لا يبادر بتكفير أهل الإسلام”.
(البحر الرائق، جلد: ۵، صفحه: ۱۳۴)
او هم دغه شان علامه شامي رحمه الله فرمايي: “لا ينبغي للعالم أن يبادر بتكفير أهل الإسلام”.
(حاشية إبن عابدين، جلد: ۴، صفحه: ۲۳۰)
د تكفير په باب كې لويو علماء کرامو او اکابرينو همېش د احتیاط څخه ډېر زيات كار اخیستی دی، او كم از كم د توقف لاره يې اختيار کړې ده.
سطحي؛ كم عمره او غير فقيه حضرات په دې موضوع كې اکثره د ډيرې جلدۍ او بېرې ښكار كېږي، لكه امام قرطبي رحمه الله د خپل کتاب “المفهم” د ۲ جلد په ۱۱۱ صفحه كې فرمايي: “وباب التكفير باب خطير، أقدم عليه كثير من الناس فسقطوا، وتوقف فيه الفحول فسلموا، ولا يعدل بالسلامة شيئًا”.
ژباړه: د تكفير باب ډېر خطرناک دی، ډېرو خلقو د تكفير په باب کې اقدام او جرأت وكړ، نو وغورځېدل، او پوهه او جيدو علماء كرامو پکې توقف وكړ، نو هغوی بچ پاتې شول، او د بچ پاتې كېدو سره هيڅ شی برابر نه دی.
ځكه خو نبي عليه السلام درې ځل ارشاد وفرمايلو چې: “هلك المتنطعون (قالها ثلاثا).
او چې په كومو موضوعاتو باندې پوهه او جيدو علماء كرامو جرأت او اقدام نه وي كړی، په هغه باندې جرأت او اقدام كول په معاشره كې ډېر زيات فساد پېدا كوي، لكه ابو عثمان الحداد المالكي رحمه الله فرمايي: “تقديم من أخر الله وتأخير من قدم الله فتنة في الأرض وفساد كبير”.
(ترتيب المدارك وتقريب المسالك للقاضي عياض رحمه الله، جلد: ۵، صفحه: ۸۲)
ژباړه:څوک چې الله وروسته كړي دي، هغه مخكې كول او څوک چې الله مخكې كړي دي هغه وروسته كول، دا په ځمکه كې ډېر زيات فساد او فتنې پېدا كوي.
يانې اكابر او لوى علماء مؤخر كول او د تكفير پشان په پُرخطره او سنګينو موضوعاتو كې اصاغرو، ځوانانو، كم عمره او داسې علماء كرامو ته رجوع كول، چې هغه دې مېدان كې الله وروسته كړي دي، ډېرې زياتې فتنې او فساد پېدا كوي.
د تكفير په موضوع كې باید داسې احتياط وكړای شي، لكه څرنګه مزاج چې د سلف صالحينو، اكابرينِ اسلام او فقهائې شريعت وو، ځكه په تكفير كې په جلدي او بېرې كولو سره سړی د دين څخه وځي، ځكه خوارج د تکفير په موضوع کې جلد باز (تلواريان) دي. نو رسول الله صلى الله عليه وسلم د دوی باره كښې فرمايي: “يمرقون من الدين كما يمرق السهم من الرمية”. (رواه البخاري)
په دې وجه علامه ابن الهمام رحمه الله فرمايي: “يقع في كلام أهل المذهب تكفير كثير، ولكنه ليس من كلام الفقهاء الذين هم المجتهدون، بل من غيرهم، ولا عبرة لغير الفقهاء”.
(فتح القدير، جلد: ۶، صفحه: ۱۰۰)
ژباړه: د اهل مذهب (يعني د حنفيو رحمهم الله) په كلام كې به ډېر تكفير واقع كېږي، ليكن دغه د فقهاوو او مجتهدينو كلام ندی، بلكه د داسې چا دی چې مجتهد فقهاء كرام نه دي، نو دغه د غير مجتهدو فقهاوو كلام او تكفير ته څه اعتبار نشته.
مقصد د علامه ابن الهمام رحمه الله دا دی، چې د داسې چا تكفير لره اعتبار دی، چې هغه په فقه کې مجتهد وي. د دې څخه پرته دې موضوع كې د بل چا قول لره اعتبار نشته.
ابن الجزي المالكي رحمه الله فرمايي: كوم الفاظ د كفر چې په نصوصو كښې راځي، نو د هغې مختلف احكام دي: “فمنها ما هو كفر، ومنها ما هو دون الكفر، ومنها ما يجب في القتل، ومنها ما يجب فيه الأدب، ومنها ما لا يجب فيه شيء”
(القوانين الفقهية لإبن جزي رح، صفحه: ۲۴۰)
ژباړه: بعضي كفر دي بعض د كفر نه لاندې دي، په بعضو كې قتل واجبېږي، په بعضو كې ادب واجبېږي، او په بعضو كښې هيڅ هم نه واجبېږي. او بيا وايې، چې د دې پوره تفصيل قاضي عياض رحمه الله په شفا كې كړې دی.
په دې وجه علامه ابن القيم رحمه الله فرمايي چې اهل السنة والجماعة په مجمل څيز باندې تكفير نه كوي بلكې تفصيل كوي: “وعليك بالتفصيل والتبيين فال قد أفسدا هذا الوجود إطلاق والإجمال دون بيان وخبط الأذهان والأراء كل زمان”. (النونية، صفحه: ۵۲)
ژباړه: د هرې خبرې تفصيل او وضاحت كوه، ځكه خبره چې کله مطلقه او مجمله وي بغير د بيان نه، دې دواړو دنيا خرابه كړه او ګډوډ كړي یې دي ذهنونه، او رايې ګانې په هره زمانه كې.
په دې وجه علامه إبن تيميه رحمه الله فرمايي: چې تر څو يو څوک د اهل القبلة نه ګناه حلاله ونه ګني، يانې عقيده د تحليل ونه لري، په مطلق ارتكاب يې اهل السنة والجماعة تكفير نه كوي، هغه وايي: “لا يكفرون أحدًا من أهل القبلة بذنب”. چې اهل السنة څوک هم د اهل قبلوؤ څخه په مطلق ارتكاب د ذنب سره نه كافروي.
(مجموع الفتوی، جلد: ۲۰، صفحه: ۹۰)

مقصد دا دی چې تكفير يوه له خطر څخه ډکه او سنګينه موضوع ده، پدې كې جلدي او بېړه كول د اهل السنة والجماعة مزاج نه دی او اهل السنة اکابرينو همېشه په دې موضوع كې ډېر احتياط كړی دی، ځكه خو امام قرطبي رحمه الله فرمايي: “وباب التكفير باب خطير، أقدم عليه كثير من الناس فسقطوا، وتوقف فيه الفحول فسلموا، ولا يعدل بالسلامة شيئًا”. ژباړه: د تكفير باب ډېر خطرناک دی، ډېرو خلقو په تكفير کې اقدام او جرأت وكړ، نو وغورځېدل، او پوهه او جيدو علماء كرامو پکې توقف وكړ، نو هغوی بچ پاتې شول او د بچ پاتې كېدو سره هيڅ شی برابر نه دی.
تكفيري مزاج او په تكفير كې جلد بازي كول الفت، مينه او محبت په ټولنه او معاشره كې ختموي، بغض، عداوت او فرقه بازي كوي، ګډوډي او بد نظمي پېدا كوي، د مسلمانانو قوت ماتوي، كفار ترېنه ناوړه استفاده كوي، معصومې وينې او مالونه مباح ګڼي، د خپلو اميرانو خلاف خروج او بغاوت كوي، د سلفو، مشرانو او اكابرو علماء كرامو ګستاخي كوي، لكه د خوارجو يو مشر عمر بن عبيد وويل: چې زه د علي، عثمان طلحه او زبير رضي الله عنهم ګواهي نه قبلوم. “ما أجزت شهادتهم”.
د الأهم فالأهم څخه توجه اړوي، پدې وجه امام بخاري رحمه الله باب ايښی دی: “باب ترك قتال الخوارج”.
تكفير كې جلد بازي كوونکي ماهر فقهاء او مستند متبحر علماء كرام نه وي، بلكه كم عمره سطحي علم والا حضرات وي، چې د فايدې په ځای يې نقصان ډېر وي، لكه حسن بصري رحمه الله فرمايي: “العامل على غير علم يفسد أكثر مما يصلح”، څوک چې بغير د علم نه كار كوي د هغه نقصان د فائدې نه ډېر وي نو “فاطلبوا العلم طلبًا لا تضروا بالعبادة” نو علم په داسې طريقې سره طلب كړئ، چې عبادت ته پرې نقصان ونه رسېږي او “واطلبوا العبادة طلبًا لا تضر بالعلم، فإن القوم طلبوا العبادة وتركوا العلم حتى خرجوا بأسيافهم على أمة محمد صلى الله عليه وسلم”. او عبادت په داسې طريقې سره طلب كړئ، چې علم ته ورباندې نقصان ونه رسېږي، ځكه چې يو قوم عبادت طلب كولو او علم يې پرېښود، د هغې وجې نه يې د نبي عليه السلام په امت باندې توره راوويستله.
“ولو طلبوا العلم لم يدلهم على ما فعلوا” او كه چرته علم يې طلب كړی وي (يعني څه علمي تحقيق يې كړی وي) نو دوی ته به د دې كار ښودنه نه وي شوې.
(مفتاح دار السعادة، صلحه: ۸۳)

كومو خوارجو چې عثمان رضي الله عنه شهيد كړی و، هغوی هم كم علمه وو، ځكه هغوی كې يو كس هم د صحابه كرامو څخه نه و، كومو خوارجو چې علي رضي الله عنه شهيد كړی و، هغه هم جاهلان وو، جيد علماء كرام پكې نه وو.
پدې وجه امام إبن تيميه رحمه الله په الرد على البكري د ۲ جلد په ۴۹۰ صفحه کې فرمايي: چې په اهل السنة والجماعة كې علم وي، عدل او رحمت وي، د اهل السنة والجماعة مزاج كې علم وي عدل او مهرباني وي په امت باندې، بالمقابل خوارجو كې علم نه وي، عدل او رحم پكې په امت نه وي.
لهذا خلاصه خبره دا ده، چې تكفير كې جلد بازي، لكه څرنګه چې سابقه ادوارو كې امت ته ډېر نقصان رسولی او اوس يې چې په معاصر جهاد كې امت مسلمه او مجاهدينو ته چې كوم نقصان ورسولو، زمونږ مخې ته روښانه پروت دی.

ادامه لري…

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version