خارجي و افراطي فکر او جهادي تحريکات.

مولوي احمد جان

 

الحمد لله والصلاة والسلام على رسول الله وعلى آله وأصحابه ومن والاه، أما بعد، فأعوذ بالله من الشيطان الرجيم ﴿وَكَذٰلِكَ جَعَلْنٰكُمْ اُمَّةً وَّسَطًا لِّتَكُوْنُوْا شُهَدَآءَ عَلَى النَّاسِ﴾ (البقرة: 143) ﴿يٰۤاَهْلَ الْكِتٰبِ لَا تَغْلُوْا فِىْ دِيْنِكُمْ﴾ (النساء: 171)

وقال النبي صلى الله عليه وسلم: «إياكم والغلو، فإنما أهلك الذين من قبلكم غلوهم في دينهم».

 

طائفه منصور اهل السنة والجماعة دی، او د دوی د امتيازاتو څخه يوه يې ميانه روي ده، یعني نه افراط كوي او نه هم تفريط. چا چې هم په دغه اُمت كې د افراط يا تفريط لاره اختياره كړې ده، د صراط مستقيم څخه منحرف شوي، او بالآخره د جمهورو اهل سنت لاره او منهج ترې ورك شوی، او د شَذَّ شُذَّ مصداق ګرځېدلي دي. بالخصوص په دين كې بې ځايه تشدد او غلو مخكيني اديانو والا هم تباه كړي وو، او په دغه اُمت كې لومړنۍ خطرناكه فتنه د تشدد او غلو د لارې راغله، او اُمت یې د يو لوی مشکل سره مخ كړ، چې هغه د خوارجو فتنه وه، او نبي (عليه السلام) فرمايي: كلما طلع قرن قُطع.

ژباړه: كله چې هم راښكاره شي قطع كېږي به!

نو طائفه منصوره ځکه اهل السنة والجماعة ده، چې په طول د تاريخ كې د اهل السنة والجماعة د منهج څخه منحرف شوي، خارجي ډلو كله هم داسې كاميابي نده ترلاسه كړې، چې د اُمت قیادت وکړي، ځکه خوارج ډېر بې رحمه خلک وي، او دا مرحومه اُمت دی، الله سبحانه و تعالی داسې ظالمانو ته د دې امت قیادت نه ورکوي، وخت په وخت خارجي ډلو ظهور كړی، ليكن بيا ختمې شوې دي، او دا سلسله به د قيامت تر راتلو پورې روانه وي.

نبي (عليه السلام) به په هر كار كې د نرمۍ او اسانۍ څخه كار اخیستلو، تر دې پورې چې د جمراتو د ویشتلو په وخت كې يې هم په منى كې حضرت عبد الله ابن عباس (رضي الله) عنهما ته امر وكړ: ألقط لي مثل حصى الخزف، وإياكم والغلو، فإنما أهلك الذين من قبلكم غلوهم في دينهم.

ژباړه: ما لره واړه واړه كانړي راواخله، چې جمرات ورباندې وولم. په دين كې ځان د بې ځايه سختۍ او تشدد نه بچ کړئ؛ ځكه ستاسو نه چې كوم مخكيني خلک تېر شوي، هغوی هم غلو في الدين تباه او هلاک كړي وو.

پدې وجه صاحب د (إياكم والغلو (په ص: 4 كې فرمايي: لا يغلو عبد إلا يخرج من الهدى الصالح في آخر الأمر.

ژباړه: چې څوک هم د غلو څخه كار اخلي، په دين كې هغه بالاخره د سمې طريقې او منهج څخه وځي.

او په ص: 8 كې فرمايي: ولا تجد فرفة بين المسلمين إلا بسبب الغلو. ته به ونه مومې په مسلمانانو كې بيلتون، فرقه واريت، او اختلاف مګر د غلو په وجه.

علامه ابن تيميه (رحمه الله) فرمايي: الغلو مجاوزة الحد بأن يزاد في الشيء في حمده او ذمّه على ما يستحق ونحو ذلك.

ژباړه: غلو د يو شي په باره كې د خپل حد څخه تجاوز ته وایي، يعني مدح او يا ذم كې د هغې چې څومره حق وي، سړی د هغې څخه واوړي.

اقتضاء الصراط المستقيم ج: ۱، ص: ۲۸۹:

حافظ إبن حجر (رحمه الله) فرمايي: الغلو بأنه المبالغة في الشيء والتشدد فيه بتجاوز الحد”.

ژباړه: غلو دېته وايي؛ چې د يو شي باره كې سړی دومره مبالغة او سختي وكړي، چې د صحيح حد نه پکې تجاوز وشي.

فتح الباري، ج: ۱۳، ص: ۲۷۸:

صاحب د نضرة النعيم بيا د غلو معنی داسې بيانوي: تجاوز الحد الشرعي في أمر من أمور الدين.

ژباړه: د شرعي حد څخه د دين په يو كار كې اوړېدل.

عبد الله بن مسعود (رضي الله عنه) فرمايي: إياكم والتبدع، إياكم والتنطع، وإياكم والتعمق، وعليكم بالدين العتيق.

ژباړه: ځان ساتئ، د بدعاتو نه او ځان ساتئ د تكلف او سختۍ نه په دين كې، او زوړ دين را ټينګ كړئ.

اعلام الموقعين، ج: ۴، ص: ۱۰۵:

انس بن مالك (رضي الله عنه) د نبي (عليه السلام) حديث نقل كوي، فرمايي: قال رسول الله (صلى الله عليه وسلم): إن هذا الدين متين، فأوغلوا فيه برفق؛ فان المنبت لا أرضا قطع ولا ظهرا بقي.

رسول الله (صلى الله عليه وسلم) فرمايلي: دا دين مضبوط دی، پدې كې رسُوخ حاصلوئ، نو په نرمۍ سره یې حاصل كړئ، ځكه هغه مسافر چې شپه ورځ مزل كوي (یعني د ميانه روۍ څخه كار نه اخلي) هغه په خپله هم مقصد ته نشي رسېدلی، او نه یې سورلۍ رسولای شي.

لا أرضا قطع ولا ظهرا بقي.

مثال دی د هغه چا لپاره چې ډېره سختي كوي، یعني نه خپله بيا منزل مقصود ته رسېدلی شي، ځكه خپله يې د وسع(توان) نه بهر وي، او نه یې سورلۍ رسولای شي، ځكه هغه یې د سختۍ په وجه ضائع كړی وي، نو سختي كونكی په خپله هم منزل مصود ته رسېدلی نشي، او د سختۍ په وجه منزل ته رسوونكي اسباب هم یې ضائع کړي وي.

ابن عثيمين (رحمه الله) د دغه مثال شرح داسې كړې ده: والمنبت الذي يمشي ليلًا ونهارًا دائمًا، هذا لا أرضًا قطع ولا ظهرًا بقي، بل يتعب ظهره وبالتالي يعجز ويتعب ويحسر ويقعد.(شرح ریاض الصالحین)

ژباړه: منبت هغه چا ته وايي؛ چې شپه او ورځ مسلسل روان وي (یعني دمه او میانه روي نه کوي) نو دا نه خپل منزل ته رسېدلی شي او نه یې سورلۍ باقي پاتې کیدای شي، بلکې د مسلسل تګ په وجه سورلۍ يې هم له کار وځي، او د استفادې وړ به پاتې نشي، ستړی هم شي، او بالاخره د تګ څخه عاجزه شي، کېني او منزل مقصود ترې پاتې شي.

لكه په معاصر جهاد كې هم په ځینو محاذونو کې داسې وشول؛ چې د ځینو افراطي فکر لرونکو غړو او وګړو له طرفه د ژوند د بشري ژوند د مختلفو شعبو سره تړاؤ لرونكو خلکو سره نهايت د تشدد معامله وشوه، چې د هغې په وجه يې ملګري هم په مختلف قسم جنګونو كې ښكېل شول، چې په نتیجه کې یې خپل ډېر حاميان او همدردان د لاسه وركړل، چې اوس پخپله منزل مقصود ته رسېدلی نشي، او دغه ټول ممكنه اسباب، وسائل او همكاران یې د تشدد په وجه ضائع كړل، هغوی هم ورسره همكاري نكوي، يا یې جهاد ته د شك په نظر ګوري او يا د دومره لوی ابتلاء د برداشت څخه ځان عاجزه بولي، چې په كومه ابتلاء كې د ژوند د ډېرو شعبو د مربوطو كسانو سره دُښمني او اختلاف وي، ځکه میانه روي کول او ځان ته دُښمن کمول (تقلیل الأعدا‌ء) د نبي کريم (صلی الله علیه وسلم) د سیاست او سیرت يو اهم جانب او حصه ده.

پدې وجه نبي كريم (صلى الله عليه وسلم) درې ځلې ارشاد فرمايلی دی چې: هلك المتنطعون، قالها ثلاثًا. (مسلم، كتاب العلم)

امام نووي (رحمه الله) د دې په شرح كې داسې ارشاد فرمایلی دی: هلاك دي تكلف او غلو كونكي، چې په خپلو اقوالو او افعالو كې د حد څخه تجاوز كوي. (شرح النووي على المسلم)

نور بیا…

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version