خالق یار احمدزی
له هماغې لومړۍ ورځې څخه چې رسول الله ص په مدینه منوره کې خپل مبارک قدم کیښووده، ټوله پاملرنه یې د وسلوال پوځ جوړولو ته وکړه، څو د اسلام د مبارک دین د تبلیغ او نشر په مخ کې شته ستونزې له هرې ممکنه لارې لمنځه یوسي.
نوموړي د عربو پر پخوانیو جګړییزو فنونو اکتفاء ونکړه، بلکې د همغه وخت نوي اختراع شوي جنګي تکتیکونه یې هم ور زده کول غوښتل.
په دې برخه کې یې ځینې ملګري د منجنیق زدکړې ته وګمارل، ځینې یې نورو برخو کې ته سوق کړل، څو د جهادي خدمت پرمهال منظم پرمختګ وکړي.
همدا وه، چې د خیبر له یهودانو نیول شوي منجنیق هم پر هغوی او د طائف په مضبوطو کلاګانو وکارول شول؛ د احزاب ستره غزاء کې د ابوسفیان لوی لښکر ته د خندق له حیرانونکي تکتیک نه کار واخیستل شو او د کعب بن اشرف په څیر خبیثې څیرې یې د نفوذي بریدونو ښکار کړې؛ چې د رسول الله ص له الهي نصرت برخمن کم لښکر، چې له پوځي زدکړو هم برخمن وه، د بریا تر پوړویو ورسیده.
حضرت محمد ص په لس کلنه مدني زندګي کې د ۲۸غزواتو د مشري تر څنګ د خپلو مجاهدو ملګرو داسې رهبري وکړه، چې هم یې نړۍ ته د اسلام شعلې ورسولې، هم یې د خلکو پر زړونو اسلام ومانه او هم یې خپل ژوند داسې الګو جوړه کړه، چې کفار یې لا هم شخصیت ته د احترام سر ښکته کوي.
که څه هم په اسلام کې د اداري نظام غښتلتیا د حضرت عمر رض په وخت کې راغله، خو رسول الله ص د اداري نظام بنسټ هم ایښی وه؛ ځینې کسان یې د وحیې لیکلو ته ګمارلي وه، ځینو به د سولې تړونونه لیکل او ځینو به هم د غنیمت د مالونو او بیت المال د ملکیتونو حسابونه درج کول.
دغه راز هغه ځینې ملګري د استخباراتي رازونو لپاره منظم کړي وه او ځینو به له خلکو سره د تعلیم او تعلم په برخو کې تعاملات کول.
زید بن ثابت رض وایي: ماته رسوالله ص د عبراني ژبې د زدکړې لارښوونه کړې وه، نو هغه وه چې ما یاده ژبه زده کړه او هغه خطونه به چې یهودو رسوالله ص ته رالیږل، ما به یې ورته ژباړه اوروله.
ابن حجر رح د امام بخاري رح په استناد وایي، زید بن ثابت عبراني ژبه په ۱۵ ورځو کې زده کړه.
په یوه روایت کې راځي،صحابه کرامو د رومي، سریاني، قبطي او حبشي ژبو په ګډون ګڼې ژبې زده کړې وې او د دعوت او تبلیغ ترڅنګ به یې په سیاسي تعاملاتو کې د نورې نړۍ له مشرانو سره پرې خبرې کولې.
ابن حزم رح وایي رسول الله ص له بهرنیو هیوادونو سره د اړیکو باب هم پرانیستی وه او په دې برخه کې یې د۱۰ تنو استازو یادونه کړې، چې د نړۍ باچایانو ته یې د رسول الله ص په استازیتوب د اسلام د مبارک دین د منلو بلنه ورکړې وه..
رسوالله ص نړۍ ته اسلام د عدل او انصاف دین ور وپیژانده او خپل امت ته یې دا وانمود کړه، چې که د اسلام دین ته غاړه کیږدي او په ټولنیزو چارو کې عملي بڼه ورکړي ، نو به په ټولو چارو کې بریالي او سوبه من وي.