تیره شپه؛ پر خوارجو بیا ځمکه سره تبۍ شوه!

خالقیار احمدزی

تیره شپه د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونو په یو لړ عملیاتو کې د داعشي خوارجو پر ځالګۍ پریکنده عملیات تر سره کړل، چې په پایله کې یې د یادې ډلې مهم پټنځای په نښه او یوه مهمه هسته یې له منځه ولاړه.
هوکې، دا عادي عملیات نه وه، په یادو عملیاتو سره نه یواځې داچې د اشرارو یو ګروپ ختم شو، بلکې ورسره د ګڼو بیګناه هیوادوالو ژوند وژغورل شو او د دوی د رهبري شوم پلانونه خنثا او تس نس شول.
دا عملیات که د تیرې ادارې د مرتزقه عسکرو لخوا ترسره شوي وای، اوس به یې د شاباسي چیغې له مختلفو آدرسونو پورته کیدې او په سیمه او نړۍ کې به یې شهامت ستایل کیده؛ خو د اسلامي امارت د سرسپارلو عسکرو لخوا دغه ډول بریالیو عملیاتو ته هیڅ لوری مثبت غبرګون نه ښیي؛ ښایي دا دهغوی د هغو لوړو تخیلاتي ادعاوو پای وي، چې له څو تنو داعشي اورپکو یې په افغانستان کې ویرونکي دیوان جوړ کړی وه.

اوس چې افغانستان مرکزي نظام لري او پر ټوله جغرافیه یې د واکمني توغ هسک رپیږي، ډیری هیوادونه یې نه زغملی او نه یې هم منلای شي، چې افغانستان دې د هستۍ په ټغر د آرام ساه واخلي.

دلته د کفري نړۍ لخوا د لسیزو ټپل شوې جګړې ناولي تخمونه لا هم کرلي پاتې، خو پر وړاندې یې د هیواد پالنې احساس لا ژوندی دی؛ دلته یو لوی عزم او سترې ارادې موجودې دي، څو د افغانستان هر دښمن ته د سر په کاسه کې اوبه ورکړي او پلانونه یې نطفه کې خنثا کاندي.

راځئ له خپلو امنیتي ځواکونو دفاع وکړو او د یوه عام کمپاین له لارې هغه پرګنې چې ددوی له عزائمو، سرښندونو او وطني مینې خبر نه دي، پر حقیقتونو اګاه کړو.

دا چې اسلامي امارت د ولسونو په لاسنیوي او د الله په نصرت، له ۲۰ کلنې مبارزې وروسته د یوه ریښتیني ژمن افغاني خوځښت په توګه په هیواد کې د نظام د واک واګي په خپل کنترول کې واخیستل، دا په دې معنا ده چې نور ملت او نظام یوه خوله او یو ژبه ده او د نظام پر وړاندې د هر ډول ملموسو او مخربو هڅو مخنیوی په ډیر متانت سره کیږي.

نور مو د نظام دښمن د افغانیت پر وړاندې دښمن بلل کیږي او هیڅ نه شي کولای زمونږ واحد جوړښت، ځمکنۍ بشپړتیا او رامنځته شوی یووالی وننګوي.

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version