تاجکي داعش

اویس احمد

 

د المرصاد په يو مُستند کې تاسې وليدل، چې يو څو تاجک داعشيان خپل حالات بيانوي او اقرار کوي؛ چې هغوى څنګه دوکه شوي دي.

د شوروي له ماتېدو وروسته د منځنۍ آسيا، اسلامي هیوادونو هم خپلواکي اعلان کړه او په دې سره د شوروي امپراطوري پاى ته ورسېده.

د استعمار په وخت د دې هېوادونو ډېرى مسلمانانو خپلې عقېدي، کلتور له لاسه ورکړل او يواﺯې په نوم مسلمانان پاتې شول.

په افغانستان کې د روس ماتې او بيا د طالبانو د اسلامي امارت بریا د دې هېوادونو د بعضې ځوانانو توجه بد اسلام خواته راجلب کړه.

خو متاسفانه داسې یو مشر يې پيدا نکړ، چې د دې ځوانانو له مقدسې جذبې څخه سالمه استفاده وکړي،

اکثره ځوانان سېکولر او ځېنې يې اغاخانيان او اسماعيليان شول. په عراق او سوريه کې د داعش د خلافت اعلان يو وار بیا مسلمان ځوانان تشويق کړل او د جهاد لپاره سوريې ته لاړل، خو خبر نه وو، چې له وينو سره يې خيانت کيږي.

په داعش کې د منځنۍ آسيا مشهور قومندان ګلمرود حلیموف وو، ځوانانو له حده ﺯيات اعتماد پرې وکړ، د ده په حواله يې د داعش سره بيعت وکړ او په منځنۍ آسيا کې يې د خلافت غږ پورته کړ، خو ځوانان خبر نه وو، چې ګلمرود حليموف امريکا ته وفادار او د هغوى قراردادي دى.

امریکا په منځنۍ اسيا کې د داعش له څپې څخه څو مطلبونه درلودل.

۱: دا چې د افغانستان د اسلامي امارت وړانګې، اثرات منځنۍ آسيا ته لاړې نشي.

2: دا چې هغه ځوانان، چې اسلامي روحيه لري، هغوى سمه لار پيدا نکړي او د امريکا غلامان پاتې شي.

3: دا چې روسيې ته نږدې خطر پيدا کړي او روسان ونکولاى شي، په بين المللي مسايلو کې شريک شي.

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version