تاجکان او داعشیان!

صلاح الدین (ثاني)

 

د المرصاد په خپاره شوي (و شهد شاهد من أهلها) اصدار کې ښکاري چې ځینې تاجکي داعشیان، د تاجکستان له خاورې څخه د افغانستان خاورې ته راغلي ول او ورته ویل شوي وو، چې هلته کُفار دي او جهاد ورسره وکړئ.

 

موږ او تاسو ته بهتره معلومه ده، چې امریکا او متحدینو یې د روسي ښکیلاک له ماتیدو ورورسته، د اسلام له منځه وړلو لپاره په جګړه او داړه ماري لاس پورې کړی.

چې کله له بریا او کله له شرمونکي ماتې سره مخ وي.

امریکا هېڅ کله نه غواړي، چې د اروپا د امینت لپاره امریکایي سرتیري قربان کړي، یواځې غواړي د خپلو شخصي ګټو لپاره تکتیکي جګړه وکړي.

دا چې امریکا په عراق، افغانستان، او سوریه کې خپلې منګولې خښې کړې او جګړه یې پېل کړه، خورا له لویو ستونزو سره مخ شوه او د یوې ابدي جګړې په لور روانه شوه.

لکه یو انسان، چې له اندازې غټه مړۍ وکړي او بیا یې ستوني کې بنده شي او سترګې یې له اوښکو ډکې شي.

په امریکا باندې همداسې لوبه وشوه.

له هر طرفه او هر هېواد څخه جهاد پالو ځوانانو د جهادي تنظیمونو په لوري حرکت وکړ.

امریکا په دې پوهېده، چي وړخ ترینه اوبو وړی او سمدستي یې په عراق کې د زرقاوي څخه وروسته د داعش ایجاد سازي شروع کړه او هغه جهاد پال ځوانان چې د امریکا په ضد د جګړې ډګر ته راوتلي ول،

د داعش په صفونو کې د خلِافت او دولت په نوم ځای پر ځای شول. له عراق څخه نیولې تر لیبیا پورې د ټولې اسلامي نړۍ با احساسه ځوانان د داعش په طرف د حرکت په حال کې شول، چې ګواکې له کُفارو سره جهاد او جګړه کوي.

خو متأسفانه، چې د ابوبکر البغدادي له خوا، د اُمت له غیرت منو ځوانانو له احساساتو سره ماشومانه لوبې وشوې.

د عملي جهاد او د غربي کفارو په وړاندې د جهاد او قتال په ځای په مذهبي جګړه اخته شول، چې له جملې څخه یې دا د تاجکستان هېواد اوسېدونکي ٧ تنه داعشیان، چې له اول څخه یې موخه د اسلام او قرآن خدمت او دفاع وه او له خپل سر او مال څخه تیر وو، خو د دوی له احساس، غیرت او ایمان داري څخه غلطه استفاده کېدله او کیږي.

دې داعشیانو ته د غربي کفارو په ځای، د اُمت مُسلمه وژل ښودل شوي.

د تاجکستان ولسمشر ډیموکرات امام علي (رحمانوف)، چې وخت نا وخت د افغانستان په اسلامي امارت باندې انتقادونه کوي او وایي، چې په افغانستان کې داعش دي او د منځینۍ آسیا امنیت ته یې خطر جوړ کړی دی، دا هسې یوه رسنیزه تبلیغاتي جګړه ده او یو نمایشي فلمي صحنه، په اصل کې د تاجکستان ټول هوټلونو د داعشو لوی مرکزونه دي.

ځکه داعش یوه خارجي جګړیزه ډله ده، چې د امریکا له خوا د دې سازمان بنسټ اېښودل شوی او د داعشو د اوسېدو ځایونه هم د هغو حکومتونو تر ولکې لاندې سیمې دي چې اسلام پکې نشته.

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version