ايا وحي يواځې قرآن دی او که نبوي حدیثونه هم وحي دي؟

لومړۍ برخه

لیکنه او څېړنه: مولوي عبد الجامع قانت

د نبوي احاديثو منکرين خلګو ته دا شبهه اچوي چې وحي يواځې قرآن دی او د قرآن پرته د پيغمبر نورې خبرې وحي نه دي خو موږ به دا خبره پخپله د قرآن له اياتونو څخه په ډاګه کړو چې د قرآن تر څنګ د رسول الله صلی الله عليه وسلم نورې خبرې او احاديث هم وحي دي او د هغو منل هم داسې لازم دي لکه د قرآن منل او د احاديثو له منلو څخه انکار همداسې کفر دی لکه د قرآن څخه انکار کول.

لومړی دليل: د الله عزوجل وینا ده :

وَالنَّجْمِ إِذَا هَوَى (۱) مَا ضَلَّ صَاحِبُكُمْ وَمَا غَوَى (۲) وَمَا يَنْطِقُ عَنِ الْهَوَى (۳) إِنْ هُوَ إِلَّا وَحْيٌ يُوحَى (۴) عَلَّمَهُ شَدِيدُ الْقُوَى (۵) – النجم

ژباړه : او په هغه ستوري ـ سوګند ـ چي کله پټ شي – نه هم ستاسو ملګری (پیغمبر) بې لاري شوی دی او نه یې هم سرغړونه کړې ده – او هغه د خپل نفسې غوښتنو څخه خبرې نه کوي – دا خو د هغه وحي پرته بل څه نه دي چې ده ته وحي کېږي – چي سخت ځواکمن ورته ښودلي دي .

یادونه : په دغه ایاتونو کې الله تعالی دا ویلې دي چي دا پیغمبر د خپل نفسي غوښتنو او خواهشاتو څخه تاسو ته خبرې نه کوي ، بلکي د ده خبري وحي دي چي ورته کېږي

د لته د (هو) ضمیر د هغه صلی الله عليه وسلم نطق ته راجع دی، نو دا چې نطق عربي لفظ دی او څه ته ویل کیږي٬ نو راځئ چې د عربي ژبې د ویونکو څخه یې وپېژنو .

ـ د نطق لغوی تعریف :

په المعجم الوسيط کې یې لیکلي دي :

(النطق) اللفظ بالقول والفهم وإدراك الكليات (۱).

ژباړه : په خبره، او فهم اخیستلو، او د کلیاتو په درک کولو سره تلفظ کول .

او ابن منظور لیکلي دي:

(نطق) نَطَقَ الناطِقُ يَنْطِقُ نُطْقاً تكلم والمَنطِق الكلام .

ژباړه : یو ناطق نطق وکړ ، نطق کوي یعني خبري کوي ، او المنطق خبرې ته وایي.

او همدا ډول یې لیکلي دي :

وكلام كل شيء مَنْطِقُه ومنه قوله تعالى: عُلِّمْنا مَنْطِقَ الطير (۲) .

ژباړه: او د هر شي خبرو ته منطق ویل کېږي لکه څنګه چې د الله تعالی وینا ده : ( عُلِّمْنا مَنْطِقَ الطير) ، یعني سلیمان علیه السلام وویل موږ ته د مرغانو خبرې وښودل شوې.

نو د لغت څخه معلومه شوه چي نطق هغه فهم شوې خبري ته ویل کېږي چي له خولې څخه وزي.

او دا خبره خو د عقل او نقل دواړو تر منځ منل شوې ده چې د هر انسان له خولې څخه خبري وزي او رسول الله صلی الله علیه وسلم په ټول ژوند کې داسي نه وو چي یواځې به یي قرآن له خولې څخه صادرېدی او نور وخت به چوپ وو چي هیڅ خبري به یې نو نه کولې.

بلکي هغه هم د بشر دټولني څخه یو بشر وو او د نورو انسانانو په څېر ده هم اړیني خبري کولي، امر او نهي یې کړي دي، ترغیب او ترهیب یې بیان کړی دی، پوښتنه یې کړي ده، د نورو پوښتنو او ِغوښتنو ته یې جواب ورکړی دی، او د خپلې کورنۍ، خپلوانو، ملګرو او ټولني د نورو خلکو سره يې خبرې اترې کړي دي.

بلکي الله تعالی هم د خپل رسول ډېري خبري په قرآن کي موږ ته رانقل کړي دي، لکه څنګه چې وایي:

وَإِذْ تَقُولُ لِلَّذِي أَنْعَمَ اللَّهُ عَلَيْهِ وَأَنْعَمْتَ عَلَيْهِ أَمْسِكْ عَلَيْكَ زَوْجَكَ وَاتَّقِ اللَّهَ – ألأحزاب (۳۷)

ژباړه: او کله چې تا هغه کس ته ویل کوم چي الله ورباندي انعام کړی دی او تا هم ورباندي انعام کړی دی چي خپله مېرمنه دې د ځان سره وساته او د الله څخه ووېرېږه .

او همدا ډول وایي :

وَإِذْ أَسَرَّ النَّبِيُّ إِلَى بَعْضِ أَزْوَاجِهِ حَدِيثًا فَلَمَّا نَبَّأَتْ بِهِ وَأَظْهَرَهُ اللَّهُ عَلَيْهِ عَرَّفَ بَعْضَهُ وَأَعْرَضَ عَنْ بَعْضٍ فَلَمَّا نَبَّأَهَا بِهِ قَالَتْ مَنْ أَنْبَأَكَ هَذَا قَالَ نَبَّأَنِيَ الْعَلِيمُ الْخَبِيرُ – التحريم (۳)

ژباړه : او کله چې پیغمبر خپل ځینو ښځو ته پټه خبره کول، نو کله چې هغه ورباندي خبر ورکړ ، او الله هغه ته هم ښکاره کړ ، نو ده د ځیني خبر ورکړ او د ځیني څخه تېر شو ، نو کله چي ده په دې سره هغه خبر داره کړه، نو هغې ورته وویل تا ته چا د دې خبر در کړ، هغه وویل ماته ښه پوه٬ خبر لرونکي (الله) خبر راکړ .

یادونه : دلته موږ يواځې دا خبره ثابته کړه چي د پیغمبر له خولې څخه یواځي قرآن نه بلکي نوري خبرې هم وتلي، او الله دا خبره کړې ده چې د پیغمبر خبري وحي دي، خو دا چي د هر څه په اړه پیغمبر خبري کړي دي ایا هره خبره يې وحي ده او که ځیني یې وحي دي او ځیني بیا نه دي وحي ، نو دا بیل اوږد بیان دی چي وروسته به ورباندي تفصیلې بحث وکړو .

خو د تېر ټول بیان څخه زموږ هدف دا وو چي د پیغمبر خبرې الهي وحي دي.

***

دويم دليل : د الله عز وجل وينا ده :

ٱلَّذِينَ يَتَّبِعُونَ ٱلرَّسُولَ ٱلنَّبِىَّ ٱلْأُمِّىَّ ٱلَّذِى يَجِدُونَهُۥ مَكْتُوبًا عِندَهُمْ فِى ٱلتَّوْرَىٰةِ وَٱلْإِنجِيلِ يَأْمُرُهُم بِٱلْمَعْرُوفِ وَيَنْهَىٰهُمْ عَنِ ٱلْمُنكَرِ وَيُحِلُّ لَهُمُ ٱلطَّيِّبَـٰتِ وَيُحَرِّمُ عَلَيْهِمُ ٱلْخَبَـٰٓئِثَ وَيَضَعُ عَنْهُمْ إِصْرَهُمْ وَٱلْأَغْلَـٰلَ ٱلَّتِى كَانَتْ عَلَيْهِمْ ۚ فَٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ بِهِۦ وَعَزَّرُوهُ وَنَصَرُوهُ وَٱتَّبَعُوا۟ ٱلنُّورَ ٱلَّذِىٓ أُنزِلَ مَعَهُۥٓ ۙ أُو۟لَـٰٓئِكَ هُمُ ٱلْمُفْلِحُونَ ﴿١٥٧﴾ الأعرَاف

ژباړه: څوک چې د هغه پيغمبر، نالوستي نبي، پیروي کوي چې په تورات او انجیل کې یې ورسره لیکلی مومي، په ښېګڼې ورته امر کوي او له بدو یې راګرځوي، پاک شیان ورته روا کوي او ناپاک شیان پرې حراموي او بار یې او هغه غړوندي چې ورباندې دي، ورڅخه لیرې کوي؛ نو څوک چې پرې ایمان راوړي، درناوی یې وکړي، مرسته یې وکړي او دهغې رڼا پیروي وکړي چې ورسره نازله شوې ده، همدوی بریالي دي.

یادونه: په دغه ایت کې الله تعالی خپل نبي ته د امر بالمعروف او نهي عن المنکر تر څنګ د تحلیل (حلالولو) او تحریم (حرامولو) نسبت هم کړی دی .

او دا نسبت يي په مباشر یا مطلق ډول ورته کړی دی نه یې په قرآن او نه يې هم په سنت مقید کړی دی.

نو دا عام اطلاق شامل دی هر هغه څه ته چې د الله رسول يې حلال یا حرام ګڼي که هغه یي د قرآن د لاري تحلیل او تحریم کوي او که يې د حکمت او سنت له لاري .

نو معلومه شوه چې کوم څه د الله رسول صلی الله علیه وسلم د خپلو احاديثو او سنتو په ذریعه حلال کړي يا حرام کړي وي هغه هم د قرآن د حلالو او حرامو په څېر دي او قرآن او نبوي سنت دواړه د الله له لورې وحي ده.

***

دريم دليل: د الله عزوجل وينا ده:

قَـٰتِلُوا۟ ٱلَّذِينَ لَا يُؤْمِنُونَ بِٱللَّهِ وَلَا بِٱلْيَوْمِ ٱلْأَخِرِ وَلَا يُحَرِّمُونَ مَا حَرَّمَ ٱللَّهُ وَرَسُولُهُۥ وَلَا يَدِينُونَ دِينَ ٱلْحَقِّ مِنَ ٱلَّذِينَ أُوتُوا۟ ٱلْكِتَـٰبَ حَتَّىٰ يُعْطُوا۟ ٱلْجِزْيَةَ عَن يَدٍ وَهُمْ صَـٰغِرُونَ ﴿٢٩﴾ التوبَة

ژباړه: له هغو كسانو چې کتاب ورکړل شوی هغه چا سره چې نه پر الله او نه پر وروستنۍ ورځ ایمان لري او نه هم هغه څه حرام ګڼي چې الله او د هغه رسول حرام کړي، او نه حق دين ته غاړه ږدي، تر هغه وجنګېږئ څو په خپل لاس جزيه وركړي حال دا چې هغوی خوار وي.

یادونه : په دغه ایت کي دوه ډوله حرام کړل شوې شیان یاد شوي دي:

۱ – یو هغه چي الله تعالی حرام کړي دي

۲ – او بل هغه کوم چي د هغه رسول حرام کړي دي.

نو دغه ایت موږ ته د نورو خبرو تر څنګ دوې خبري نوري هم په لاس راکړي .

لومړی: کوم څه چي د الله رسول حرام کړي وي هغه هم داسي دي لکه کوم څه چي الله حرام کړي وي، او د الله او د هغه د رسول حرام کړل شوي شیان دواړه د حجیت اوتشریع له اړخه یو ډول دي، او د الله د کتاب او د هغه د رسول په احاديثو يا سنتو کې حرام کړل شوي شیان دواړه په یوه تله تلل کېږي.

دوهم : کوم څه چي رسول الله صلی الله علیه وسلم په خپل سنتو کې حرام کړي دي هغه د الله د لوري په وحي حرام شوي دي لکه څنګه چي په قرآن کي حرام شوي دي.

نو مطلب دا چي نبوي سنت هم د الله تعالی د خبرو په څیر الهي وحي ده.

نور بیا…

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version