ايا «داعش» د افغانستان د نوي اسلامي نظام پر وړاندې خطر جوړېدلای شي؟!

سلیمان سعید

د طالبانو تر واکمنېدو وروسته؛ دا څو ورځې کيږي چې يو ځل بيا په رسنيو کې د داعش اړوند خبرونه، راپورونه او تبصرې تر سترګو کيږي. سره له دې چې داعش اوس ظاهراً په افغانستان کې هيڅ حضور نه لري، مګر په رسنيو کې يې په اړه خورا اوږده او مکرر بحثونه روان دي.

په دې خو ټول پوهېږو چې امريکا او ټول صليبي ماته خوړلي ملګري يې اوس پوره پوره هڅه کوي، څو د افغانستان نوي اسلامي حکومت ته بلا ډېر مشکلات ايجاد کړي او له دې جملې يو هم د داعش بيا راپيدا کول او پياوړي کول دي. تر څو د افغانستان امنيت وګواښي او حکومت له ستونزو سره مخ کړي.

د داعشي پديدې د توليد په لومړيو کې لا ثابته شوه چې داعش د امريکا صنعت دی او غوښتل يې د اسلام تر نامه لاندې يوه داسې ډله رامنځ ته کړي، چې د نړۍ په هر ګوټ کې اسلامي حرکتونه، ګوندونه او ډلې پرې وپاشي او وځپي.

همداراز د داعش له پياوړي کولو څخه د امريکا يوه بله موخه دا وه چې خپل اقتصادي او نظامي رقيبان؛ لکه: چين، روس، ترکيه او يو شمېر نور اسيايي او اروپايي هېوادونه پرې وګواښي او وويروي. ځکه خو يې په ښکاره ډول ټول چارواکي او رسنيز ارګانونه لګيا وو؛ ښه په درز کې يې تبليغات ورته کول او ځای ځای يې په مختلفو لاسونو اکمالات او نظامي مرستې هم ورسره کولې.
دلته په افغانستان کې خو ټولو وليدل چې د طالبانو او داعش د جګړې پر مهال به امريکا او د دوی کابلي رژيم په ګډه د طالبانو نظامي خطونه بمبارول او داعش ته به يې د پرمختګ زمينه برابروله.

په شبرغان کې چې کله طالبانو داعشيان کلک محاصره کړل، نو الوتکې ورغلې او د محاصرې له منځه يې الوتکو ته پورته او کابل ته يې را انتقال کړل، بيا يې راپورونه خپاره کړل چې ګويا دوی ورته تسليم شوي وو!

همداراز هغه راپورونه به مو هم په ياد وي چې په ننګرهار کې داعش ته اکمالات کېدل، وسلې او پيسې ورکول کېدلې او يوه ښه قوي راډيو يې ورته فعاله کړې وه چې په جلال اباد او اسعدآباد ښارونو کې هم ښه په صاف اورېدل کېدله.

دوی غوښتل په دې توګه طالبانو ته سرخوږی جوړ کړي، نو طالبان او داعش به په غرو او رغو کې جګړې کوي او دوی به په ښارونو او اباديو کې خپله واکمني چلوي.

همدغه شان اوس بيا غواړي، چې راتلونکي حکومت ته سرخوږی جوړ او هماغه مات شوی داعش بيا راپورته کړي. اوس بحث دا دی چې ايا داعش به دا ځل دومره قوي شي، چې نوي اسلامي حکومت ته مشکلات جوړ کړي؟!

ځواب يې ځکه منفي دی، چې د داعش د بيا راپيدا کېدو او پياوړي کېدو په مخ کې دلته څو داسې قوي مشکلات او خنډونه موجود دي، چې له امله يې د داعش بيا راپورته کيدل ستونزمن نه، بلکې بيخي ناممکن دي:

۱ – د افغانستان نوی نظام به په بشپړه توګه اسلامي وي، نو د داعش د داعيې د حقانيت لپاره هيڅ دليل او انګېزه نه شي جوړلېدلای او نه شي کولای خلک د حکومت خلاف وهڅوي او خپل بغاوت ته ديني صبغه ورکړي.

۲ – د افغانستان خلک د حنفي مذهب مسلمانان دي، خو داعش د غير مقليدينو ډله ده، د خوارجو په څېر تکفيري عقيده لري او يوازې په غير مقليدينو کې ښه چليدلای شي، ځکه چې هغوی د څلورو مذاهبو د تقليد له دايرې وتلي او د داعشيت په لور لومړی ګام دا دی چې د مذاهبو له تقليده ځان خلاص کړي او بيا په خپل اجتهاد؛ څه يې چې زړه غواړي ځان ته روا او ناروا وټاکي. نو ځکه خو داعش دلته مطلق ناکام دی.

۳ – څرنګه چې ثابته شوه داعش دلته په ولس کې ريښې نه لري، نو د واکمنۍ دوهمه لاره وچ زور دی، داسې چې د ټانګونو او الوتکو په زور سيمې لاندې او د حکومت مقابله وکړي. خو دا هم ناممکنه ده چې داعش دومره زور پيدا کړي چې له بهره پر افغانستان حمله وکړي، زموږ سيمي لاندې کړي او د حکومت وس ورسره ونه شي.

نو پايله دا شوه چې کوم تنظيم او ډله په ولس کې ريښې او مشترکات ونه لري، هغه هيڅکله دوام نه شي کولای. لکه چې ومو ليدل کمونستانو او ديموکراتانو فقط تر هغه وخته حکومت وکړای شو، څو چې بهرني ځواکونه او کومکونه ورسره مل وو.
همداراز داعش هم څو کاله وړاندې فقط تر هغه وخته پر مخ روان ؤ، څو چې امريکايانو د دوی په دفاع هوايي بريدونه کول او بې دريغه وسلې او پيسې يې ورکولې، خو ومو ليدل چې له دې ټولو هڅو سره سره ناکام شول او د امريکا دغه دسيسه په بشپړه توګه خنثی شوه.
نو حکومت په زړونو کيږي، نه په ټوپک.

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version