اوسنی نظام د علماو او پوهانو د علم جوهر ته اړتیا لري

رحمت الله فیضان

دا یو حقیقت دی، چې د اوسني نظام د جوړولو لپاره د زرګونو انسانانو وینې تویې شوې، په زرګونو میندې بورې شوې، په زرګونو ناویانې کونډې شوې، په زرګونو معصوم ماشومان یتمان شول ترڅو دا نظام را منځته شو، د شهیدانو له قربانیو وروسته علمای کرام، پوهان، اهل خبره، اهل رأی او اهل فن مسؤلیت لري چې دا نظام وساتي، دا نظام د علماو او پوهانو د علم په جوهر ساتل کېږي، په کومه ټولنه کې چې د شهيدانو وينه توی شي او په څنګ کې ورسره د هغې ټولنې د علماو او پوهانو قلم نه وي، نو د شهيدانو وینې به تر پښو لاندې شي، هغه څوک به په ښه ډول د خپلو شهیدانو له وینو ملاتړ وکړای شي چې د شهیدانو د وینو له ورکړې وروسته د خپل قلم رسالت او جوهر له پامه ونه غورځوي.
په افغانستان کې د غربي ښکیلاک له ماتې ورسته زموږ علمای کرام، مشایخ، پوهان او د قلم خاوندان یو ګډ ملي او دیني مسؤلیت لري، چې د مقدس جهاد د قربانیانو د موخو پر ملاتړ خپل قلم وچلوي او یوازې پر شفاهي او له احساساتو ډکو وینا بسنه ونه کړي، بلکې د قلم پر ژبه خپل له عزت څخه ډک تاریخ راتلونکو نسلونو ته ولیکي.
د غربي ښکیلاک او د هغوی د حشرباڼو پر ضد د افغان جهاد پر درېیو اساسي موخو را څرخېده:

۱- افغان جغرافیه د استعمارګرانو او اشغالګرانو له لاسه آزادول.

۲- پر دې جغرافیه د اسلامي حکومت جوړول.

۳- افغان اولس ته د مادي ترقي امکانات برابرول او د نورو له احتیاجه خلاصول.

د اسلامي امارت په راتګ الحمدلله زموږ خاوره د اشغالګرانو له سلطې خلاصه شوه او اسلامي حکومت هم پکې تشکیل شو، دا هغه څه دي چې دوه ځلې افغانانو د دې موخې د ترلاسه کولو په موخه سترې-سترې قربانۍ ورکړې.
زموږ علما او د قلم خاوندانو ته اړینه ده چې د افغانانو د قربانیو اړوند خپل قلمي رسالت ترسره کړي.
د افغانانو د جهاد درېیمه موخه چې خپل اولس ته د حلال رزق منابع برابرول او خپل اولس د پردیو له احتیاجه خلاصه ول وو، په دې برخه کې اسلامي امارت په ډېر ګړندیتوب سره مخ پر وړاندې روان دی، د قوشتېپي ستر کانال، د نفتو او نورو معادونو استخراج، د سترو تجارتي لارو جوړول، د ریل پاټلۍ په چارو کې پرمختیا، تجارتي آسانتیاوې را منځته کول، د تجارت په برخه کې د خنډونو له منځه وړل، د تجارت په برخه کې اداري فساد له منځه وړل دا هغه څه دي چې زموږ علماء، پوهان او د قلم خاوندان یې باید وخت پر وخت د خپل اولس تر غوږونو ورسوي.
لکه څنګه چې پوهېږو، د اسلام مُبارک دین، تجارت د فرد او ټولنې د ګټو د تامینوونکي په توګه جائز ګڼلی او هغه یې د مسلمان د یو تکلیف په توګه منلی دی، د اسلامي تجارت د مقرراتو له تحلیل څخه معلومېږي چې تجارت نه یوازې د دنیوي ګټې په توګه بلکې د یو عبادت او د معنوي رشد او جنت ته د داخلېدو وسیله ګڼل شوې ده او په تجارت کې بیا د سرکونو او جادو جوړول او پخول له لوړ اهمیت څخه برخمن دي، چې اسلامي امارت په دې برخه کې رغنده ګامونه اخیستي دي.
زموږ علما او محقیقین باید د اسلام د دُښمنانو دا نظریه چي وایي: اسلام د خلکو مادي ژوند ښه کول نه غواړي ځکه چې هغه خپلو پیروانو ته بلنه ورکوي چې له دنیا څخه لیرې شي، همدا راز تکفیري دواعش هم دا خبره زمزمه کوي، چې ګواکې امارت د اسلامي نظام لپاره نه بلکې د قدرت او مادیاتو لپاره جګړه کوله، موږ باید د خپل قلم پر مټ دا باطله نظریه وننګوو او د عملي ګامونو په پورته کولو سره یې غلطه ثابته کړو.
په حقیقت کې داسې نه ده، لکه څنګه چې د اسلام دُښمنان فکر کوي، حقیقت دا دی، چې د اسلام په منطق کې هغه څه د غندلو او مذمت وړ دي، چې حرص او دنیا پالنه او د مال، منال پر وړاندې د دیني ارزښتونو قرباني کول موجود وي.
اسلام هېڅکله د عزت، آزادۍ او معنوي ارزښتونو په لاره کې د دنياوي نعمتونو د استعمال مخالفت نه دی کړی، بلکې خلک یې تل هڅولي چې مادي نعمتونه وکاروي، ترڅو د دې نعمتونو پر مټ خپلو معنویاتو ته وده ورکړي.
یوه بله موضوع چې ډېره کمه توجه ورته شوې، هغه دا ده؛ چې زموږ په هېواد کې تر څلویښت کاله زیاته جګړه تېره شوې، د نړۍ دوو سپر طاقتونو پرې یرغل راوړی وو، په لوړو مصارفو یې دلته خپل باطل نظریات پر خلکو تحمیل کړي و، د خلکو ترمنځ یې قومي، ژبني، مذهبي او سمتي اختلافات کرلي و، د ټولو قومونو ترمنځ یې د دُښمنۍ زهرجن تخمونه شیندلي و، اولسونه یې په خپلو منځو کې په جګړو او دُښمنیو اخته کړي و، د هېواد ټول اقتصادي او اقتصادي منابع یې له منځه وړې وې، د اولس د ځوانانو هډوکي د یوې ګولې وچې ډوډۍ د پیدا کولو په خاطر په پردیو هېوادونو کې خاورې شول، نو په داسې شرایطو کې هم حکومت هم علماء او پوهان ګډ مسؤلیت لري چې د اولس ترمنځ اعتماد را منځته کړي، د اولس ترمنځ اخوت را منځته کړي، د اولس تشویشونه له منځه یوسي، د خپلو سیاسي او فکري مخالفینو لپاره د آزاد او مطمئن ژوند زمینه مساعده کړي.

راځئ! په دې برخه کې د رسول صلي الله علیه وسلم عملي سیرت او سیاست د ده مُبارک په سیرت کې مطالعه کړو: تاسو ته معلومه ده، کله چې صحابه کرامو رضي الله عنهم له مکې څخه مدینې منورې ته هجرت وکړ، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم د مهاجرینو او انصارو ترمنځ د ورورګلوي تړون رامنځته کړ او دا تړون دومره قوي و چې د مهاجرینو ټول تشویشونه یې له منځه یووړل، د هغوی روحيات یې پياوړي کړل، اقتصادي ستونزې يې ورحل کړې او د آرام او خوندي ژوند خاوندان یې کړل.
همدارنګه د اوس او خزرج د دوو سترو قومونو ترمنځ دُښمني چې کلونه-کلونه روانه وه، په ورورګلوۍ بدله کړه او د يهودانو له مادي او سياسي تسلط څخه یې خلاص کړل او د مدينې له یوې وړې ټولنې څخه يې یوه داسې ټولنه رامنځ ته کړه، چې د هغه وخت د سترو قدرتونو لپاره یې د خطر زنګ وواهه، په ځانګړې توګه د مسلمانانو د ستر دُښمن خوب یې نا آرامه کړ.
په مدينه منوره کې د مسلمانانو ترڅنګ د نورو اديانو پيروان هم اوسېدل، چې په هغو کې يهود، منافقان، بدون قبایل او مشرکان هم شامل وو، رسول الله صلی الله علیه وسلم له مخالفینو سره تړونونه وکړل، هغوی ته یې تحفظ ورکړ او د هغوی د ژوند، مال او عزت د ساتنې لپاره یې زمینه برابره کړه او د خارجی دُښمنانو په مقابل کې یې له هغوی څخه داسې دفاع کوله لکه څنګه چې یې له مسلمانانو دفاع کوله.
والسلام!

مراد ما نصیحت بود و گفتیم
حوالت با خدا کردیم و رفتیم

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version