اوسني او پخواني خوارج هیڅ توپیر نه لري!

لیکوال: خاکسار پکتیاوال
اوله برخه
څنګه چې مونږ د خوارجو په بحث کې قلم چلوو او غواړو چې د دوی څهره ټولو مسلمانانو ته څرګنده او روښانه کړو ،نو باید لومړی دوی په هغو خوارجو کې داخل کړو چې نبي علیه السلام یې پیشګویي ورکړې او حضرت علي (رضی الله تعالی عنه) ورسره جنګیدلی. نو اول راځو د اوسنیو خوارجو له مخکنیو خوارجو سره یو څو مشترک صفات ذکر کوو
1د مخکنیو خوارجو به دا خصلت وو چې د مسلمانانو تکفیر/مسلمانانو ته د کفر نسبت به یې کوو، لکه څنګه چې امام مبرد د نافع بن الازرق چې د ازارقوو مشر وو هغه فتوی راخستي ده چې هغه پکې مسلمانانو ته د کفر نسبت کړی:ﻓﺸﻬﺪ ﻧﺎﻓﻊ أﻧﻬﻢ ﺟﻤﻴﻌﺎ ﻓﻲاﻟﻨﺎر ، ورأی قتلهم وﻗﺎل اﻟﺪار دار ﻛﻔﺮ إﻻﻣﻦأﻇﻬﺮإﻳﻤﺎنه، وﻻ یحل أﻛﻞ ذﺑﺎﺋﺤﻬﻢ،وﻻﺗﻨﺎﻛﺤﻬﻢ،وﻻﺗﻮارﺛﻬﻢ:وﻣﺘﻰﺟﺎ ءﻣﻨﻬﻢ ﺟﺎءٍ ﻓﻌﻠﻴﻨﺎ أن نمتحنه: وھﻢ ﻛﻜﻔﺎراﻟﻌﺮب ﻻ ﻧﻘﺒﻞ ﻣﻨﻬﻢ إﻻ
ا ﻹﺳﻼم أواﻟﺴﻴﻒ .یعنې نافع د دوی په اړه داسې شاهدي ورکړه چې دوی ټول به جهنم ته ځي د دوی وژل لازم دي همداشان یې دا هم وویل چې د دوی/ مخالفینو خاوره د کفر خاوره ده مګر هغه څوک چې ایمان څرګند کړي، د دوی/مخالفینو ذبیحه روا نه ده او نه هم له دوی سره نکاح کول روا دي او نه به له دوی څخه میراث وړل کیږي، که له دوی څخه کوم څوک راغی نو مونږ به یې امتحانوو. دوی د عربو د کفارو په څیر دي یابه اسلام راوړي او یا به یې وژنو، یعنې له دوی څخه جزیه نه قبلیږي نو اوس تاسو غور وکړﺉ د دوی خبرې د اوسنیو خوارجو له خبرو سره مقایسه کړﺉ چې دوی/اوسني خوارج هوبهو د مخکنیو خوارجو په شان خبرې کوي. لکه څنګه چې عدناني د 1436ه ق د رمضان په 5 په یوه بیان کې چې نوم یې (یاقوم اجیبوا داعی الله) وو داسې خبرې وکړې :فاحذر فانک بقتال الدولة الاسلامیة تقع بالکفر من حیث تدري او لاتدري. یعنې ته له اسلامي دولت سره په جنګ کولو کې کافر کیږې که ته پوهیږې او که نه. دوی دلته عجیبه منطق کارولي، ځکه که مونږ ومنو چې دا دولت اسلامي دولت ده نو د اسلامي دولت په مقابل کې جنګیدل بغاوت وي نه کفر، حال دا چې دې حکومت ته مونږ اسلامي حکومت هم نه وایو.
دوهمه وجه د مشابهت یې: دمسلمانانو وینې تویول. که چیرته مونږ تاریخ مطالعه کړو نو مونږ به ووینو چې پخواني خوارج هم د مسلمانانو وینو تویولو ته زیات تږي وو لکه څنګه چې امام طبري په تاریخ الطبري ج2ص500 کې لیکي: ان الخوارج لما خرجوا من العراق فعدلوا الی المداین فجعلوا یقتلون النساء والولدان، و یبقرون بطول الحبالي و یغعلون افعالا لم یفعلها غیرهم. یعنې هرکله چې خوارج له عراق څخه راووتل او د مداین طرف ته لاړل نو هلته به يې ښځې او ماشومان قتلول او همدارنګه به یې د امیدوارو ښځو نسونه څیرل او داسې کارونه به یې کول چې بل چا نه وو کړي. او دا کار هم په اوسنیو خوارجو کې سل فیصده موجود ده که چیرته مونږ د دوی کارونو ته نظر وکړو نو دوی هم ټول داسې کارونه کوي چې نه بل چا کړي وي او نه هم هغو کارونو ته اسلام اجازه ورکوي. دوی همیش د مسلمانانو په قتلولو کې د مسلمانانو بچي او ښځې هم نه بخښې، لکه څنګه چې په سوریه کې د خلافت عسکرو د محمد فاتح کورنۍ ښځې او ماشومان ونه بخښل او په چاړو یې ذبح کړل او همداسې که مونږ د افغانستان خوارجو ته نظر وکړو نو هیڅ کوم کار یې هم داسې نه ده کړی،چې هغه دې د اسلامي یا انساني چوکاټ سره مناسبت ولري همیش یې په مدارسو، مکاتبو او نورو علمي ځایونو باندې خپل د بریدونو نیزې راتاو کړې او همیش یې د مسلمانانو له منځ څخه عام مسلمانان او عالمان شهیدان کړي

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version