اوسني او پخواني خوارج هیڅ توپیر نه لري!

لیکوال: خاکسار پکتیاوال
اتمه برخه
څنګه چې مونږ د خوارجو په مشترکه صفاتو باندې بحث شروع کړی او غواړو چې د دوی او پخوانیو خوارجو هغه صفات ذکر کړو چې دوی/اوسني او پخواني خوارج پکې مشترک دي. بحث مو تر اخري حصې ورساوه، مګر یو ځای هم داسې راته په نظر رانه غی، چې اوسني خوارج دې له پخوانیو خوارجو سره کوم توپیر ولري. نه مو هم د دوی په منځ کې کوم تفاوت په سترګو ولید. دوی/خوارج له اول پیدایښت څخه راپدې خوا نه له عقیدوي لحاظه بدل شوي، نه له فکري لحاظه او نه یې هم په کړنو کې کوک توپیر راغلی.

دوی /خوارج په خپل منځ کې یواځې دومره توپیر لري، چې مخکنیو به د مشرکینو لپاره، خپل کارونه تر سره کول او اوسني خوارج د امریکایانو لپاره خپل کارونه ترسره کوي، نور یې هیڅ کوم فرق نه دی موجود. هغوی/مخکنیو خوارجو به هم د مسلمانانو قتلونه کول، اوسني یې هم کوي. مخکنیو خوارجو به هم مسلمانانو ته د کفر او شرک نسبتونه کول، دوی یې هم کوي. مخکنیو خوارجو به هم په علماوو پسې رد بد ویل، دوی/اوسني خوارج یې هم وایي. پخوانیو خوارجو به هم د مسلمانانو ښځې مینځې بللي دوی/اوسني خوارج یې هم بولي. د دوی/اوسنیو خوارجو او پخوانیو هیڅ توپیر نشته او نه هم د دوی سره په جهاد کولو کې کوم توپیر موجود ده. داچې مونږ د دوی له مشترکو صفاتو څخه يو څه ذکر کړي وو. نو نن به هم یو څه ذکر کړو، د الله تعالی په فضل سره.
پنځلسم مشابهت:

د اوسنیو خوارجو له پخوانیو سره. د علماوو لپاره بد لقبونه کارول. دا چې مونږ د دوی په مخکنیو تیر شویو صفاتو/ نښو کې دا هم ذکر کړي وو، چې د دوی په منځ کې د دیني علماوو نشتون وو، نو د همدې له کبله دوی له خُلو څخه پوچ او د شریعت له چوکاټ څخه بهر خبرې کوي. نه د چا عزت ته خیال کوي او نه هم د چا د مرتبې لحاظ ساتي، یواځې هغه خبرې کوي چې د دوی په خُلو باندې راځي. دوی خپل زړونه د خُلو موافق ګرځولي، نه هم د خبرې لپاره په ذهن کې کوم سوچ کوي او نه یې هم د کولو لپاره کوم تدبیر نیسي، یواځې یې په خوله باندې تلفظ کوي. دوی د ډیرې بې ادبي له امله، دینې عالمانو ته هم بد لقبونه کاروي او هغوی ته بدې خبرې کوي. دا کار په پخوانیو خوارجو کې هم موجود وو، لکه څنګه چې په البدایة والنهایة ج 10 ص ۳۰۷،۲۸۲،۵۹۱
کې فرمایي: کان الخوارج یسمون الخلیفة الراشد، عثمان النعثل والراسبي یسمون العلي الجاحد من شدة بغضه له. یعنې خوارجو به د خپل زیات بغض له کبله، حضرت عثمان رضی الله تعالی عنه ته نعثل ویل او حضرت علي رضی الله تعالی عنه ته به یې جاحد ویل. نعثل په مصر کې یو د اوږدې ګیرې واله احمق سړی وو او په عربو کې هر هغه احمق ته ویل کیږي، چې ګیره یې اوږده وي. همداسې اوسني خوارج هم دي. همیش د علماوو لپاره بد القاب کاروي او د علماوو په نومونو کې بد الفاظ استعمالوي. که چیرته تاسو د ابو مسیلمة العدناني بیان چې عنوان یې (قل للذین کفروا ستغلبون) وو، واورۍ نو تاسو ته به معلوم شي، چې دوی/اوسني خوارج له پخوانیو سره هیڅ تفاوت نه لري، ده/عدناني په دې بیان کې د ظواهري په هکله، ډیر زیات د سفاهت/کم عقلي القاب کارولي. همداسې د نینوي ولایت اعلامي مکتب یوه ویډیو خپره کړې، چې پکې امیرالمؤمنین
ملا اختر محمد منصور رحمه الله ته پکې د عمیل او طاغوت القاب کارولي. په عموم کې د اوسنیو خوارجو له پخوانیو سره دومره توپیر هم نشته چې انسان یې د تاریخ په مطالعه کولو کې دا تفاوت وکړي، چې اوس زه د اوسنیو خوارجو په هکله پلټنه کوم او که د پخوانیو خوارجو.

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version