لیکوال: خاکسار پکتیاوال
پنځمه برخه
دا خبر چې د دنیاوالو په خولو کې ډیره راڅرګندیږي، چې له مسلمانانو څخه ولې بعضې ډلې بیليږي او د دوی مخالفت ته ډیر په تلوار سره منډي ور وهي، مګر دوی په ځانونو باندې ددې خبرې پړه نه ور اچوي، چې دا کارونه ټول د کافرانو او د دوی د یو څو غولول شویو اشخاصو دي. دوی هیڅ کله هم ځان د ملامتیا په تله نه تلي او نه هم ځان ته د نصیحت او اصلاح ګوته نیسي. مګر د دوی دا ټول کارونه د الله جل جلاله په فضل هیڅ د دوی په فایده نه دي او نه به هم دوی ته کومه ګټه ورسوي. الله تعالی به د دوی ټول رازونه افشاء او مسلمانان به ور څخه آګاه کړي. دا چې مونږ هم د دوی په څرګندولو/ښکاره کولو پسې د قلم نوک د لیکلو لپاره تیره کړی او غواړو چې د دوی اصلیت او هدف ټولې دنیا ته څرګند کړو. او اوس مو د دې عنوان لاندې لیکنې ته دوام ورکړی، چې د اوسنیو او پخوانیو خوارجو مشترکه صفات بیان کړو. دا چې له هغو څخه مو یو څه د قلم په تورو کرښو رسم کړي وو نو یو څه به یې نن درته ذکر کړو ان شاءالله.
لسم مشابهت د اوسنیو خوارجو له پخوانیو سره: د خپل اعتقاد لپاره سست او وهمي دلایل راوړل. دا کار په مخکنیو خوارجو کې هم وو، چې د ځان د ثابتولو او محکمولو لپاره به یې دروغجن او له یو څه وهم څخه برخمن دلاﺉل راوړل. لکه څنګه چې ابوالعباس المبرد/لوی اسلامي مؤرخ لیکي: ان مرداسا ابا بلال(وهو احد من الخوارج) لما عقد علی اصحابه و عقد علی الخروج، رفع یدیه و قال: اللهم ان کان ما نحن فیه حقا فأرنا آیة، قال فرجف البیت و قال آخرون فارتفع السقف، فذکر رجل من الخوارج ذالک لأبي العالیة الریاحي، یعجبه من الآیة و یرغبه في مذهب القوم، فقال ابوالعالیة کاد الخسف ینزل بهم ثم ادرکتهم نظرة الله.
یعنې کله چې مرداس ابو بلال خارجي د وتلو اراده وکړه او خپل ملګري یې راټول کړل، نو لاسونه یې پورته کړه او داسې دعا یې وکړه. اې خدایه! که زمونږ لار حقه وي، نو ته مونږ ته یوه نښانه /نښه راښکاره کړه. هغه وایي، چې په دې وخت کې کوټه په ښوریدا شوه. او ځیني وایي چې چت له کوټې څخه اوچت شو. ابوالعالیة الریاحي ته یوه خارجي د دغو نښانو/نښو یادونه وکړه او غوښتل يې چې دی پرې دوکه کړي. مګر هغه ورته یو غاښ ماتونکی ځواب ورکړ او داسې یې ورته وویل: نږدې وو چې دوی/خوارج په ځمکه ننوځي مګر د الله تعالی نظر دوی بچ کړل.(الکامل في التاریخ ج 5 ص 65) همداسې اوسني خوارج هم که مونږ د سترګو د کسو لاندې راولو، نو راته معلوم به شي چې دوی/اوسني خوارج هم د مسلمانانو په وژنه کې په داسې سستو دلايلو تکیه کوي او د خپل ځان لپاره یې حقیقت بولي.
یوولسم مشابهت یې: د جهاد او علم په امامانو پسې طعن/رد بد ویل. د پخوانیو خوارجو به هم همدا عادت وو، چې له دیني او جهادي امامانو پسې به يې رد بد ویل. لکه څنګه چې ابن کثیر لیکي : ان ابن ملجم والبرک بن عبدالله التمیمي و عمرو بن بکر التمیمي ایضا_ اجتمعوا فتذکروا قتل علي اخوانهم من اهل النهروان فترحموا علیهم و قالوا ماذا نصنع بالبقاء بعهدهم؟ کانوا لایخافون في الله لومة لاﺉم، فلو شرینا انفسنا فآتینا أﺉمة الضلال فقتلناهم فأرحنا منهم البلاد…
یعنې کله چې ابن ملجم ، برک او عمروا سره راجمع شول، نو داسې یې وویل: مونږ د خپلو شهیدانو ملګرو وروسته ژوند څه کوو؟ زمونږ دا شهیدان ملګري د الله په لار کې د چا له ملامتیا څخه نه ویریدل. نو که مونږ د خپلو ځانونو سودا وکړو او د ګمراهۍ دغو امامانو ته چې مراد یې (علي معاویة او عمرو بن العاص رضوان الله تعالی علیهم اجمعین وو) ورشو او دمسلمانانو ښارونه له دوی څخه په راحت کې کړو (البدایة والنهایة ج7ص 361)
همداسې که مونږ اوسنیو خوارجو ته هم فکر وکړو، نو د مخکنیو خوارجو همدا صفت به هم پکې موجود وي. لکه څنګه چې عدناني په یوه پیغام کې چې عنوان یې (لن یضروکم الا أذی) وو ابوقتادة او شیخ مقدسي ته د حمیرالعلم نسبت وکړ.